دیني، سیرت او تاریخ

مرګ تل په ياد ولرئ!

مرګ د انسان لپاره هغه لار ده، چې یو ځل به ضرور پرې ځي. مرګ داسې دروازه ده چې، هر انسان به پرې ننوځي.

په هر انسان داسې سهار راتلونکی ده چې، وروسته به پرې ماښام نه راځي او يا هم داسې ماښام چې، وروسته به پرې سهار نه راځي.

په مرګ سره د آخرت سفر شروع کېږي او له مرګ وروسته انسان ته يا جنت انتظار کوي، چې نعمتونه او خوشحالۍ يې تلپاتې دي او يا اور چې، عذاب يې ډېر دردوونکی دی.

خو زموږ انسانانو په دُنيا کې دومره غفلت زيات شوی، چې له امله مو مرګ هېر کړی او فکرونه مو ترې اوړېدلي دي.

خو مرګ داسې حقيقت دی چې، کافر هم ترې انکار نه کوي او د هر اورېدونکي په غوږ کې دا اعلان شوی چې، مرګ به راځي.

هر ژوندی موجود څکونکی د مرګ دی!

لکه څنګه چې، الله تعالى په قرآنكريم کې فرمایلي:

-«كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ»

ژباړه:

هر نفس د مرګ څکونکی ده.

مرګ داسې حقيقت دی چې، ظالم او مظلوم دواړه به يې څکي، او دا داسې يوه لار ده چې، نېکان او بدان ټول پرې تلونکي دي.

مرګ داسې حقيقت دی، که هر څومره ترې انسان تېښته کوي؛ خو بيا هم ترې خلاصېدی نه شي.

لکه څنګه چې، الله تعالی د قرآنكريم د (سُوۡرَةُ الجُمُعَة) په اته (۸) نمبر آیت کې فرمایلي:

-«قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِى تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُۥ مُلٰقِيكُمْ ۖ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلٰى عٰلِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهٰدَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ»

ژباړه:

-دوى ته ووايه: “له كوم مرګ څخه چې، تاسې تښتئ، هغه تاسې ته راتلونكى دى. بيا به تاسې د هغه ذات حضور ته وړاندې شئ چې، په پټ او ښكاره باندې پوهېدونكى دى؛ او هغه به تاسې ته وښايي چې تاسې (په دُنیا کې) څه كول.

مرګ يادول انسان له ګناهونو څخه راګرځوي او د نېکو کارونو ترسره کولو ته یې پام اړوي.

په یو حديث شريف کې راغلي دي:

-عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَكْثِرُوا ذِكْرَ هَاذِمِ اللَّذَّاتِ يَعْنِي الْمَوْتِ.
(رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه\ مشکوة المصابيح صـ۱۴۰ جـ۱)

ژباړه:

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خوندونو د ماتوونکي (مرګ) ياد ډېر کړئ!

په پورتني حديث شریف کې په لنډو ټکو سره ډېر ستر او هر اړخيز نصيحت شوی دی؛ ځکه د مرګ په ياد ساتلو سره د دين مطابق ژوند کول اسانېږي.

مرګ داسې حقيقت دی چې، د راتلو لپاره يې ټاکلی ځای او عُمر نشته، نه ټاکلی وخت او موسم لري او نه ټاکلی مرض لري چې، څوک مري په هغه مرض دې اخته کېږي.

ابن تيميه رحمه الله ويلي دي:

-دوه شيان دي چې، له ما څخه يې د دُنيا خوند قطع کړی دی. د مرګ ياد او د الله تعالی په مخ کې د درېدلو ياد.
(التذکرة للقرطبي صـ۸ جـ۱)

عمر بن عبد العزيز رحمه الله به علماء راغونډ کړل، مرګ، قيامت او آخرت به يې سره يادوه او داسې به يې ژړل لکه؛ د دوی مخې ته چې جنازه وي. (التذکرة صـ۸)

دقاق رحمه الله د مرګ د يادولو ګټې او د هېرولو د زيانونو په اړه فرمائلي دي:

-څوک چي مرګ ډېر يادوي، په دریو شيانو به عزتمند شي.

‌۱-بېړنۍ توبه.
۲-د زړه قناعت.
۳-او په عبادت کې بيداري.

او څوک چې مرګ هېر کړي، په دریو شيانو سره به عذاب ورکړل شي:

۱-د توبې ځنډول.
‌۲-په دومره مال چې، د چا کفايت او ګوزاره پرې کېږي، نه راضي کېدل.
۳-او په عبادت کې سُستي.

(التذکرة صـ۸)

د دُنيا په ژوندانه باوري کېدل او آخرت هېرول ناپوهي ده، تل باید دا فکر وکړو چې، دا ژوند تېرېږي او تل به نه وي.

يوه سړي يوه عالم ته وويل: داسې يو نصيحت راته وليکه چې، په غم او تکليف کې ورته وګورم، ځان ته پرې تسلي ورکړم او په خوشحالۍ کې ورته وګورم؛ نو خپله خوشحالي پرې کنترول کړم!

هغه ورته وليکل:

-دا وخت به هم تېر شي!!

نو د ګناه د خواهش د پيدا کېدو په وخت کې هم بايد انسان دې خبرې ته پام وکړي چې، دا وخت او عمر تېرېږي، ددې ګناه خوند به تل نه وي.

یو شاعر وایي:

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه
داسې مړ شه چې، ته خاندې خلک ژاړي

الله تعالى دې توفيق راکړي چې، د مرګ له یاد څخه غافل نه شو او تل ورته چمتوالی ونیسو! آمین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x