نظــر

دیکتاتور استاد او ځان وژونکې محصِله

لیکوال: فیض الدین فیضاني اسدزی

نن سهار دفتر ته له راتګ وروسته او د کمپیوتر له روښان کولو سره سم مي په یوه انترنیټي پاڼه کې یو ډېر بوږنونکی خبر تر سترګو شو.

د کابل پوهنتون په لیلیه کې يوې محصلې ځان وژلی.

دې ته ورته یو خبر مي تېر کال هم اورېدلی ؤ. ډېر دردونکی او سخت ؤ. چي په یوه ولایت کې یوې محصلي د دې لپاره ځان وژلی ؤ چي د پوهنتون فیس یې نشوای پوره کولای. هاغه خبر هم ډېر نارحت کونکی ؤ؛ مګر دا خبر تر هاغې هم زما لپاره د یوې بېحدي نا ارآمۍ لامل وګرځېد؛ کله چي مي یې تفصِلي کرښي له سترګو سره وجنګېدې.

((د کابل پوهنتون لیلیه کې د وترنري پوهنځي محصلې ځان وژنه کړې ده.

عیني شاهدان وايي نن مازیګر مهال د زهرا په نوم د وروستي کال محصلې پخپله خونه کې ځان وژلی دی.

زهرا چې د دایکندې ولایت اوسېدونکي وه، د خپل پايليک « مونوګراف» د پرلپسې رد له امله یې ځان وژلی دی.

د زهرا ټولګیوال وايي د هغې د پایلیک لارښوود استاد شپږ ځلې د دې لیکلې خوارې ور رد کړه، چې بالاخره يې ځان وواژه.

تر اوسه د زهرا د کورنۍ نظر نه دی رسنیز شوی، خو د شنونکو په باور په دې برخه کې د استادانو اخلاقي چلند هم له پامه نه شي غورځېدلی.

پر ياد پوهنتون سربېره په ګڼو ښوونیز ادارو کې ښځينه برخه والو له ناسم چلنده پرلپسې سر ټکولی دی.

“نن ټکی اسیا”))

اووووف. څومره دردونکی دی. ایا په تاسي یې هم، همدومره ناوړه اغېز وکړ؟

زه خو نه پوهېږم چي د دې خبر دروند تاثیر به مي تر کومي د سر ماغزه وټکوي؟

زه خوبه دا خبر په اسانۍ سره هیڅ له زهنه ونشم ایستلای.

هغې ارواښادي به څومره زحمت ویستی وي؟ څومره کړېدلې به وي؟ څومره به ستړې شوي وي؟ د دې لپاره چي له دایکندي څخه تر کابله پوري په ساعتونو لاره تی کړي او له څلورکلني، زنداني مسافرۍ وروسته، د بریا یو ژوند بښونکی بریلیک له ځان سره یوسي. د خپلو خوبونو حقیقت، خپلي کورنۍ ته په کره ثبوت ښکاره کړي. جشن جوړ کړي. خپلي ملګري، ټوګیوال او خپلوان را وغواړي او په بېساري خوښۍ سره خپله ستره خوشحالي او راحت احساسات له هر بریاپال سره شریک کړي.

مګر څه وشول؟ هاغه ووژل شوه. اوس هاغه نشته. نه خو هغې د خپلو خیالاتو ریښتیا ثابته کړه او نه یې د خپل ژوند تر ټولو خوږه خوښي ولمانځلای شوه.
دا هر څه د چا له لاسه؟ ایا د هغې دې ډول کړني ته ځان وژنه باید ووایو او که د یوه بېفروا استاد، قاتل ضد؟

که په افغانستان غوندي یو خونړي او هر رقمي جنګ ځپلي هیواد کې، یوه ښځینه مسافره دومره مبارز او قوتمنده وي چي له ماتي وروسته ماتی وخوري او بیا هم وار، وار هغه د درېدو او د حالاتو له هر ډول ناخوالو سره په انقلابي توګه د جنګېدو هڅه وکړي او یوه ضدي دیکتاتور استاد ته تر شپږ یا اووه ځله پوري یو پوره مونوګراف له سره ترتیب کړي؛ نو ایا د هغې د ځان وژني لامل به همدومره کمزوری وي؟

نه، دا تر ډېره امکان نه لري. که هغه دومره توان لري چي یو مونوګراف اووه ځله له پیله منظم کړي نو د لس ځله له سره د ترتیب زور یې اوږې نشوای ماتولای. لکه څنګه چي د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د نااهله حکمرانانو او لټ دولتونو لخوا د وخت اکثر دا ډول پېښي عادي ګڼل شوي؛ کټ-مټ هم،هاغسي یو څه نن هم روان دي.

ما ته خو د منلو وړ نه دي. داسي قاتل ضده استادان. چي په زړه کې یې د رحم د مینه ناک ساز پر ځای د ظلم ګرمه نغاره ډنګېږي.

که زمونږ د ټولني، رهبر، لارښود، پوه او استاد په همدې کچه نارحمه او ګندګیر وي؛ نو غل ته خو دي خدای ج سل خیرونه ورکړي چي پوره کلي په یوه ځای نه لوټوي. تروریست دي ښاد شي، چي په یو دم ټول هیواد له بېخه نه باسي. کور یې د امریکا ودان چي اوس یې هم مونږ ټول افغانان ژوندي پريښودي یو. د بدمعاشانو خوارۍ ته خوبه له سره اړتیا پاتي نشي.

سر دي وخوري داسي بدمیجازه معلیمان، چي زما د ژوند د سمښت پر ځای له مانه زما ژوند اخلي. بېخ دي یې ووځي د هاغي زده کړي چي مړاوي هیلو ته د روح ورکولو پر ځای د هیلو د ټول ښایسته نیال ریشه بېخي له ځمکي باسي.

دا مو اورېدلي، لیدلي او لوستلي ؤ چي مرګ یوازي د زهر، باروت، اور او …له لاسه کېدای شي؛ مګر دا په ړومبي ځل ګورم چي د تعلیم خواږه هم یو معصوم روح له خپل خوږ جسد څخه بېلوي.

د داسي استادانو له کبله، خاوري به زمونږ هیواد په خپله غېږه کې د راتلونکي روښان نسل لپاره د ویاړ او هوسایني بیرغ ورپوي.

زه فکر نکوم چي یوازي به زما د زړه د جوشېدلي بړاس په ویستلو ټوله ستونزه حل شي.

مهمه ګڼم، چي د لیکني په پای کې مي د خپل دردمن زړه غوښتنه د افغانستان ټولو باوجدانه او غیرتي وګړو ته جوته کړم.

له خپلو محترمو، باغیرتو او حقپالو محصلینونو نه د زړه له تله هیله لرم؛ چي هغوی به دا او دې ته ورته ټولي پېښي بابېزه او عادي ونګڼي او د هري زهرا د حق لپاره، د هر قاتل طبیعته، ظالم او دیکتاتور استاد په مقابل کې د یو قدرتمند او فولادي دېوال غوندي ودرېږي او د ټولو ګندګیو مخه یې په پوره مېړاني سره ونیسي.

ډېر درنښت…
2017/21/11
سېشنبه،PM 1:40
کاري دفتر، شهرنو، کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

محترم اسدزی صاحب ستاسو لیکنه او پکې پروت قضاوت مو تر ډېره عاطفي بڼه لري. ایا د مونوګراف د قبلولو لپاره د رد شمېر دلیل کیدای شي؟ نه که استاد په امتحان یا مونوګراف کې انعطاف نه ښیي تر څو ټولنې ته بې کیفیته فارغین لار ونه مومي ایا دا دیکتاتوري کېذږدای شي؟ زه قضاوت نکوم ځکه نه خو عیني شاهد یم، نه دا بدبخته محصله پېژنم او هم د مونوګراف استاد، خو د خبر او ستاسو د ارزونې له مخې ویلای شم چې استاد په هیڅ صورت پړ نه شي بلل کېدای، بلکه د مذمت وړ خپله دا محصله… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! په رشتیا هم د هر چا ناروا مرګ ناروا عمل دی که هغه خپله د هغه کس یا د بل له خوا تر سره شی . مګر ارزونه یی دومره په عجله مه کوی په دی اړه د عقلی او نقلی دلایلو او منطق له مخی زما ارزونی : لمړی : د هغی ځان وژل یو ناروا عمل دی چه له هر څه د مخه ترسره شوی ، ژوند د الله ج امانت دی که څوک ناروغ وی ، روپی او خلک لری چه داکتر ته مراجعه وکړی او د هغه ناروغی پوری اړینی دواوی… نور لوستل »

pattang

دخدای پاک بلا پر دې فاسدینو نازله شوې ده ، يو یې هم دسړي زوی ندی !خپل او لس په صلیبیانو وژني او دالر وهي ؛ دا فاسدین ټول جنایتکاره غله دي ! نالت پر دې استاد ! کلینر دی او که استاد ؟؟ کله چې یو شاګرد استاد ته خپل کار وړاندې کړي نو هغه خپل نظر ورکوي او په سره رنګ یې ورته کموالی او ډېر والی لیکي او یا په تقریر ي ډول له خپل شاګرد سره خبرې کوي ! خو داسې مالومږي چې لوده استاد خپله استاذي غلا کړې او په اصول هیڅ نه پو هېږي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x