افغانستان

كابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د شرابو په ناقانونه پلور تورن شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): اروپايي ټولنه وايي، چې کابل کې د دوی د دفتر يو شمېر غړي په تور مارکيټ کې د شرابو په پلورلو تورن شوي او د دغه تور څېړلو لپاره يې پلاوی ټاکلی دی.

د برتانيې ګارډين ورځپاڼې ليکلي، چې د اروپايي ټولنې د کابل له دفتره په ناقانونه توګه شراب ويستل کېږي او په تور مارکيټ کې پلورل کېږي.

د راپور له مخې يوازې په تېر يو نیم کال کې د کابل لپاره د اورپايي ټولنې دفتر د پنځو لکو ډالرو شراب پيرلي، خو د کارولو ځای او درک يې نه دی معلوم.

د اروپايي ټولنې د فساد ضد ادارې «اولاف» د دغو تورونو د څېړلو پرېکړه کړې، خو تر اوسه يې په دې اړه څېړنې نه دي پيل کړي.

د ګډ حکومت د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د شرابو پېر او پلور قانوني جرم دی، خو د ګارډين د راپور له مخې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو لرې پرتو سيمو او ولايتونو کې د شرابو د پلورلو کاروبار روان دی.

په افغانستان کې د بهرنيانو لپاره د شرابو واردول قانوني جواز لري، خو د راپورونو له مخې ډېری دغه شراب په تور مارکيټ کې پلورل کېږي.

اروپايي ټولنه وايي، چې د دې تور په اړه په تېر اګسټ مياشت کې خبر شوي او سمدستي يې «اولاف» ادارې ته خبر ورکړی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې په هېواد کې د بهرنيو ادارو له لوري د شرابو د سوداګرۍ خبرونه خپريږي، بلکې د ګڼو دولتي چارواکو، د ملي شورا د وکيلانو او سوداګرو په اړه وخت پر وخت د شرابو د کاروبار او کارولو خبرونه ورکول کېږي، خو تر اوسه په دې اړه کوم ځانګړی ګام نه دی اخيستل شوی.

د کابل د دولسمې حوزلې يوه مسؤل نن ټکی اسيا ته ویلي، چې ارزان قیمت نسبتا له ښاره لرې پرته سيمه ده، خو دلته هم د شرابو کارول، سوداګري او بد اخلاقي اوج ته رسېدلې ده.

د ارزان قيمت د روغتونونو ډاکټران د دغه امنيتي چارواکي د خبرې پخلی کوي او زياتوي، چې تقریبا هره شپه د ډېرو شرابو څښلو له امله دوی ته ناروغان راوړل کېږي او دوی يې له درملنې وروسته بېرته رخصتوي.

د دولتي عسکرو په ليکو کې هم د شرابو څښل يو عادت ګرځېدلی او په ټولنیزو رسنيو کې د يو شمېر خپرو شوو ويډيوګانو له مخې ډېری ټيټ پوړي چارواکي خپل مشران په بېغرتۍ، نشو او بد اخلاقۍ تورنوي او زياتوي، چې د دغو نشو او بد اخلاقيو له امله ډېری لوړپوړي چارواکي د جګړو ډګر ته هم نه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

د الهی او شیطانی نظامو تر منځ توپیر هم دادی چه یو د بل سره مخالف قطب کی قرار لری یعنی د اسلام حرام او حلال په دموکراسی کی سرچپه دی دا خبره په اروبا ، امریکا او نوره کفری نړی کی وګوری چه هر ناروا عمل چه روبی تری جوړیدای شی هغه قانونی پڼه لری حتی د نارینه واده د نارینه وو او د ښځو واده د ښځو سره ( د حیواناتو سره جنسی غریزی ترسره کول خو پریږده ) ، شراب ، غلا ، دروغ ، درغلی ، رشوت او د خلکو سره چل او فریبکاری روا اعمال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x