نظــر

عسکري قطعات او که د چرسیانو پنډغالي.!!

په غربي نړۍ کي ولسي وګړي په امنیتي ادارو (اردو + پولیس) کي د شمولیت څخه ډډه کوي.د غرب بي مهاره آزادي او مخلوط غویمنډ دوی دي ته اړ باسي چي له امنیتي اورګانونو څخه ډډه وکړي.

د بیلګي په توګه یو غربي عسکر نشي کولای چي په آزاده توګه د ښځو سره غویمنډ وکړي، او یا هم معشوقه بازۍ وکړي، غربیان داسي انګیری چي عسکري نظام د دوی د فردي آزادۍ پر وړاندی موانع ایجابوي.
غربي چارواکو د دي لامله چي ولسي وګړي امنیتي اورګانونو ته جلب کړي په امنیتي ادارو او پنډغالو کي په پراخه کچه د نڅا کلپونه جوړ او د عسکري دندو په پلمه یي ښځینه عسکري امنیتي اورګانونه ته جلب کړی، لوړ معاشونه یي ورته وټاکل او یو لړ امتیازات یي ور وبخښل.
زمونږ هیواد ته د غربي دیموکراسۍ له راتګ سره سم تر بلې هرې ادارې دلته هم امنیتي اورګانونو ته ډیره پاملرنه وشوه، لوړ معاشونه، زیاته اندازه امتیازونه او آن تر دی چي په اصطلاح هنرمندانو یي هم په وصف کي خولې وازې کړې.
په ابتدا کي یو عسکر تر کال زیات د اردو په لیکو کي نه پاته کیدو، د افغاني احساس له مخي او یا هم د سختو قیوداتو له مخي.
ځینې به یي امارت ته تسلیم شول او ځینې به له دندو وتښتیدل، او دا هغه څه وه چي د غربي دیموکراسۍ د پلي کولو لپاره ستر خنډ وو.
په ورته وخت کي غربیانو او افغاني پراشوتي دیموکراتانو د اردو او پولیسو د تیښتی د مخنیوي لپاره د امریکا او اروپا په څیر عسکرو ته د جنسي غریزي د اشباع لپاره اسانتیاوي را مخ ته کړې، د هیواد په سترو ښارونو کي د اردو او پولیسو لپاره په هوټلونو کي ځانګړې څانګې فعالی شوې، د صلیبي عسکرو لخوا عشقي او لوڅو محافلو ته ور وغوښتل شول، د شرابو او کبابو له خوندونو یي خبر کړل، او آن تر دی چي پر وړاندی یي افغاني نوامیس تار، تار شول خو هغه افغان عسکر چي شرابو به یي دماغ پړسولي وه د ننګ پر ځای د یوي پتمني عزت واخیست او صلیبي عسکرو لخوا به په چکچکو بدرګه شو.
دا هغه څه دي چي په اړه یي کره شواهد په لاس کي لرم خو متاسفانه چي ضمیر مي اجازه نه راکوي خو؛
 هغه افعان عسکر چي د جنسي غریزې د اشباع په خاطر د خپلو افغاني خویندو د ابرو او عزت سره لوبي کوي څه فکر لرې چي د ده له کورنۍ سره به ورته عمل د صلیبي داړه مارانو لخوا د یو بل افغان عسکر پر وړاندي تکرار نشي ؟؟
 د اردو او پولیسو لیکي د چرسیانو، قماربازانو، لوطیانو، زانیانو او اختطافګرانو پنډغالي ګرځیدلي اما د مخنیوي لپاره یي هیڅ اقدام نه کیږي، هره ورځ او هره شپه د همدي چرسیانو لخوا د ولس سره د زیاتیو، او جنسي تیریو راپورونه مخ ته راځي مګر د چارواکو لخوامرموزه چوپتیا او د مجرمانو حمایه کول د یو ناورین پیلامه راته ښکاري خو؛
 د اردو په اړه د ولس دا نظر چي ټول د کلیو او بانډو چرسیان، لپنګان، او قماربازان د اردو لیکو ته جذب شوي او د یو پلیت نظام د حمایي لپاره د پلیتو خلکو تکیا اړینه ده واقعي او رښتوني نظر دی. !!
د سوچه، خپلواک، او لوی اسلامي افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x