افغانستان

هلمند : د بهرامچې پر سيمه بمباري شروع ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت د دیشو ولسوالۍ اړوند په بهرامچې سيمه کې اوس د شپې مهال درنه بمباري روانه ده.

له سيمي نه د نن ټکي اسيا همکار وايي چې ډول ډول الوتکي هغه سيمي په نښه کوي چې ګمان کيږي ولسي کورونه دي.

نن ټکي اسیا د روان بمبار ځني ږغیږ کلیپونه هم تر لاسه کړي ، په کلیپونو کي د مسلسلو بمباریو ږغونه اوریدل کیږي.

ځايي سرچينو وړاندي هم ويل چې پر سيمه کشفي الوتکي پروازونه کوي.

اوس مهال د بمبار له امله د اوښتي مرګ ژوبلي اړوند څه نه دي ويل شوي.

بشپړ جزئيات وروسته.

بهرامچه:

له پاکستان سره پر سرحد مښتې سيمه ده چې د هلمند د دیشو ولسوالۍ مربوط کيږي ، کابو ۱۴ کاله وړاندي د طالبانو لاس ته لوېدلې او لا يې هم بشپړ واک له دوی سره دی ، په ۲۰۰۹ م کال کې امريکايانو نژدې ۳۵ ساعته مسلسل بمبار پر وکړ چې له امله د بهرامچې بازار په بشپړ ډول ويجاړ او کنډواله شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

وزیری #### به وایی چه هغوی څوک نه وژنی صرف غواړی عملی بڼه کی تمرین وکړی ، د بمباری چمونه زده کړی او د وژنو سره یی زړونه کلک شی او یابه وایی چه ټول یی داسلامی مقاومت اتلان وژلی کوم چه به وزیری دوی باندی د ډالرو بهیر مخه نیسی ، وزیری به د خپلی هغه میرمنو ، لوڼو ، خویندو او میندو سره خوشالی کوی په شرابو به یی ځانونه پړسولی ####

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x