افغانستان

خوست: ملکي هوايي ډګر پرانیستل شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۶ل): خوست کې ملکي هوايي ډګر ته لومړۍ الوتنه ترسره شو، چې د دې هوايي ډګر د کیفیت په اړه يې هم ناندرۍ را وپارولې.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي وايي د تېر حکومت هغه چارواکي دې وپوښتل شي، چې د دې میدان په جوړولو کې يې فساد کړی دی.

په ولسي جرګه کې د خوست استازی میربات خان منګل وايي دوی څو ځلې حکومت ته د دې اختلاس خبر ورکړی دی، خو په اړه يې جدي اقدام نه دی شوی.

د خوست ځايي چارواکي هم مني چې د دې هوايي ډګر په جوړولو کې فساد شوی دی.

د خوست والي حکم خان حبیبي وايي چې که د میدان سطحه، یو څه هواره شي هم، ښه به وي.

د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې مسوولین بیا خپل نوی مشرتابه له دې فساده پاک بولي.

د خوست هوايي ډګر ځغاست لیکه د ۷۳۰ میلیونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده، چې خواله رسنیو کې يې هم ټيټ کیفیت ناندرۍ راپارولې دي.

خوست مېشتي مدني فعالان پر حکومت غږ کوي، چې په دې پروژه کې د دخیلو ټولو اړخونو پوښتنه دې وشي او ولس ته دې حساب ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x