حضرت معاويه ته د روم د قيصر خط

baitulmaqdis_derwaza

د روم قيصر حضرت معاويه ته يو خط وليكى، چي ماته د لاندي سوالونو ځوابونه راكړه

داسي ځاى چي قبله نه لري ؟

داسي  سړى چي هيڅ كوم پلار ونه لري ؟

دا سي سړى چي هيڅ كوم سابقه كورنۍ ونه لري ؟

داسي سړى چي دى يې وروړى وي او قبر ځيني تللى وي ؟

هغه درې شيان، چي پرته د مور د رحم نه پيدا سوي دي ؟

راته ووايه چي پوره شى، نيم شى او نه شى څه ته وايي؟

له دې ماسېوا يې يو بوتل هم له خط سره ورولېږى، چي په دې بوتل كي د نړۍ د هرشي تخم راولېږه

حضرت معاويه (رض) خط او بوتل حضرت ابن عباس (رض) ته د غوښتو ځوابونو لپاره ولېږى

حضرت ابن عباس (رض) و ويل :

داسي ځاى چي هغه هيڅ كومه قبله نه لري، كعبه ده

داسي سړى چي هيڅ كوم پلار نه لري، حضرت عسي عليه سلام دى

داسي سړى چي هيڅ كوم سابقه خاندان نه لري، حضرت آدم عليه سلام دى

داسي سړى چي دى يې وروړى وي او قبر يې تللى وي، حضرت يونس عليه سلام دى

هغه درې شيان چي د مور له رحم نه پرته پيدا سوي دي دا دي :

د حضرت ابراهيم عليه سلام مږ

د ثمود، د قو م اوښه

د موسي عليه سلام اژدها

پوره شى، هغه سړى چي د عقل خاوندي وي او له خپل عقل نه كار اخلي

نيم شى، هغه سړى چي د عقل خاوند نه وي، او د عقل لرونكو خلكو په رايه عمل كوي

نه شى، هغه سړى چي د عقل خاوند نه وي، خو د نورو عقلمندو په رايه هم عمل نه كوي

حضرت ابن عباس رض بوتل له اوبو ډك كړ او وې ويل :

– د نړۍ د هر شي تخم اوبه دي، ځكه چي په قران كريم كي راغلي دي چي الله تعالى هر ژوندى شى له اوبو پيدا كړى دى

ځوابونو او بوتل يې حضرت معاويه (رض) ته ورولېږل، حضرت معاويه (رض) د روم قيصر ته ورولېږل

كله چي دا ټول د روم قيصر ته ورسېدل هغه بې ځوابه سو، او وې ويل :

– دا خبري د كوم نبي د كورنۍ له غړي نه تر لاسه كېداى سي

الكامل اللمبرد، مخ 457، ج2

محيب رحمتي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.