نظــر

زمن النسیان/ اکرام الدین کامل

شاوخوا دوه اونۍ مخکې په پوهنتون کې مو کلتورۍ اونۍ وه، د نورو پروګرامونو سربېره په کې یو هم نړیوال  عربي ادبي ناسته (مهرجان) هم وه. ما هم په کې د ګډون کولو تکل وکړ، عربي شعر پسې ګرځېدم، چې په دې کې مې د ایمن رمضان په نوم شاعر عربي شعر چې د یوې مسلمانې خور د چیغو انعکاس يې په کې کړی و، وموند، شعر که څه هم ډیر لنډ و، خو ډیر مانا دار او له مفهومه ډک و.

دا عربي آزاد شعر و، د پخوانیو ملتونو تاریخ ته په کې لنډه اشاره شوې چې د یوې ښځې په یوې چیغې (وامعتصماه) سره ټوله نړۍ راپورته شوه او ددغې ښځې چیغې ته يې لبیک وویلو، حجاج بن یوسف هند ته محمد بن قاسم ولیږلو،  معتصم د یوې ښځې چې د عیسایانو سره په زندان کې وه او د «وامعتصاه» چیغې يې ووهلې په روم برید وکړ او  سخته ماتې يې ورکړه.  په پښتنو کې مشهوره ده چې  مال مې تر سره ځار او سر مې تر ناموسه، خو داسې ښکاري چې دا هم اوس یواځې په کتابونو کې لیکل کیږي، عمل نشته.

 وروسته وايي چې اوس مهال څه کیږي؟ په زرګونو ښځې ژاړي، چیغې وهي، د مسلمان ځوانانو څخه د خلاصون لپاره، د خپل عزت د ساتلو لپاره… خو ددوی چیغو ته هيڅوک ځواب نه ورکوي، هیڅوک يې غږ هم نه اوري، آن که وایي وري هم، ځان پرې نه پوهوي. دغه چوپتیا فضا ونیسي، او اعتراضونه نور په سینو کې پاتې شي، څوک نور د مسلمان څخه د مرستې غوښتنه نه کوي، د ښځې عزت که لوټل کیږي، که په عزت یې لوبې کیږي ودې شي، نور به مسلمانه خور هر څه  زړه کې ساتي، ځکه ددې چیغو ته څوک ځواب ورکوونکی نشته! څوک نشته چې غږ یې واوري، بس ښه داده چې ټول هر څه په زړه کې وساتي او په ځان هر څه تېر کړي.

شاعر بیا زیاتوي، چې موږ ولې خپل افتخارات چې زموږ نیکونو په ډيرې سختۍ سره ګټلي وو،  هیروو او د لاسه يې ورکوو، آیا موږ عزت هېر کړی او که  د هیرولو په زمانه کې ژوند کوو، خپل تاریخ هیروو، د خپل پلار نیکونو کارنامې هیروو. معتصم او فاروق (عمر) چیرې دی؟ چیرې دي ددوی غیرتونه؟ آیا صلاح الدین دوهم ځل بیا راګرځي څو موږ کې د غیرت ماده پيدا کړي؟ څو یو ځل بیا زموږ غیرت ژوندی کړي؟ څو موږ ته وښايي چې په ناموس او په دین مو غیرت وکړئ.

له خدایه وویږئ، په دنیا کې غریب او بېچاره نه پاتې کیږو، له لوږې به نه مرو، په خپل ناموس غیرت وکړئ، د خپلې خور چیغو ته لبیک ووايئ په دې لار کې که مو سر لاړ شي، تاریخ به مو بد نه یادوي،   دا  تیارې به رڼا  شي، ظلم به محکوم شي او  ستاسو غیرت به د زړونو لپاره ملهم شي، یو ځل به بیا په نړۍ کې عادل نظام حاکم شي ان شاء الله. پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x