افغانستان

ټرمپ په افغانستان کې بمبارۍ درې چنده زیاتې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو او د هغوی د خواخوږو پر ضد بمبارۍ او جګړې يو ځل بيا زیاتې کړي او د اسې ښکاري، چې امریکا يو ځل بيا د جګړې اوږدو پرېکړه کړې ده.

ان بي سي امریکايي تلويزون د امریکا د هوايي ځواک د چارواکو له خولې ليکلي، چې يوازې سږ کال تر تېر اکتوبر مياشت پورې امریکايي الوتکو په افغانستان کې ۳،۵۵۴ بمونه غورځولي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کال يې ۱،۳۳۷ و په ۲۰۱۵ کې يې ۹۴۷ بمبارۍ کړې وې.

د امریکايي رسنيو په وينا د بمباريو او ځمکنيو عملياتو زیاتول د طالبانو پر ضد د  امریکا د نوې سټراټيژي برخه ده او غواړي، چې د جګړې له لارې طالبان له منځه يوسي.

نژدې درې مياشتې مخکې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه په خپلې نوې تګلارې کې د طالبانو پر ضد سختې څرګندونې وکړې او د دوی پر ضد يې د جګړې زياتولو امر کړی دی، خو افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» او د ملي شورا يو شمېر وکيلان وايي، چې د نوې سټراټيژۍ د اعلان سربېره هم طالبان نه دي مات شوي، بلکې جګړې او پرمختګونه يې نور هم زيات شوي دي.

د سيګار په وينا اوسمهال د افغانستان ۵۴ ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي او نژدې اووه لکه افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې دغه خلک د خپلو سيمو شخړې او حقوقي دعوې هم طالبانو ته وروړي او د حکومت پر ضد طالبان د خپل غږ اورېدونکي بولي.

د نوې سټراټيژي له اعلان سره ټرمپ افغانستان ته د نورو پوځيانو د رالېږلو پرېکړه هم کړې او په افغانستان کې د څوارلس زرو امریکايي پوځيانو سربېره درې زره نور عسکر يې هم رالېږلي دي.

ګڼو غربي رسنيو د سيمه ييزو سرچينو له خولې ليکلي، چې د امريکايي او ګډ حکومت د عسکرو په بريدونو کې د طالبانو سربېره د ولسي خلکو مرګ ژوبله هم په بې ساري توګه زياته شوې ده.

د راپورونو له مخې د ګډ حکومت او بهرني عسکر هر هغه کور او ودانۍ نړوي، چې طالبانو په کې شپه کړي وي او يا يې ډوډۍ خوړوي.

تېره ورځ يې هم د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو يو سيمه ييز قومندان مولوي شېرندل په يوه چاپه کې وواژه، د هغه کور يې ور ونړاو او د کورنۍ غړي يې هم ورته ووژل.

تر ټولو خونړۍ يې لا هم دا ده، چې امریکا يو ځل بيا د بي ۵۲ جنګي الوتکو بمبارۍ پيل کړي او هره ورځ د هېواد په لر و بر کې سلګونه ملکي خلک وژل کېږي، خو د ګډ حکومت چارواکي او امریکايي پوځيان رسنيو ته د دغه ډول خبرونو د خپرولو اجازه نه ورکوي.

تېره ورځ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشر قومندان جنرال جون نيکلسون ويلي و، چې په دوو کلونو کې به اتيا فيصده خاوره له طالبانو ونيسي، خو طالبانو هم په تکراري توګه ويلي، چې د وروستي امریکايي پوځي تر شتونه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او د ټرمپ د نوې پاليسي په غبرګون کې يې ويلي و، چې امریکا سوله نه غواړي او يوازې د زور په ژبه پوهېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x