نړۍ

د لبنان لومړی وزير له استعفا درې اونۍ وروسته هېواد ته ستون شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د لبنان لومړی وزير سعد الحريري درې اونۍ وړاندې د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې له استعفا وروسته تېره شپه ناوخته د لبنان پلازمېنې بېروت ته ورسېد.

درې اونۍ وړاندې په رياض کې د حريري استعفا په ديپلوماتيکو او سياسي حلقو کې ګڼ غبرګونونه او اندېښې پارولې وې.

نوموړی تېره اونۍ د فرانسې حکومت په رسمي بلنه پاریس ته ولاړ، تېره ورځ له پاريس نه قبرص ته ولاړ او د حريري دفتر وويل، چې نوموړی د قبرص له لارې بېرته هېواد ته ستون شوی دی.

هوايي ډګر کې له کوزېدو وروسته سعد الحريري د خپل موټریز کاروان په ملتیا د خپل پلار رفیق الحريري قبر ته ولاړ، کوم چې په ۲۰۰۶ کې د مشکوکو وسله‌والو له لوري ترور شوی و.

د رفيق الحريري د مرګ ګوته تر ډېره د ایران پلوې حزب الله ډلې ته نيول کېږي.

د حريري دفتر وايي، چې له واکه لاس پر سر شوی لومړی وزير به نن چهار شنبه د لبنان په ملي ورځې کې ګډون وکړي او په دې مناسبت په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په جوړې شوې غونډې کې به هم ګډون وکړي.

د سعد الحريري په اړه ډول ډول ګنګوسې وې، چې په رياض کې نظر بند دی، ایران او حزب الله پر سعودي تور لګولی و، چې حريري يې په زوره استعفا ته اړ کړی، خو سعودي او حريري دغه تورونه رد کړي وو.

سعد الحريري تېره اونۍ له رياض څخه د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ولاړ، هلته يې رسنيو ته وويل، چې په لنډ وخت کې به خپل هېواد ته ستون شي او د استعفا سربېره به خپل سياسي دريځ روښانه کړي.

د لبنان سربېره سيمه ييزې او نړيوالې ديپلوماتيکې حلقې د حريري راتلونکو ورځو او سياسي دريځ روښانولو ته په تمه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x