افغانستان

د امریکا ۶۰ سلنه ښځې له جنسي ځورونو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جنسي ځورونو په اړه د امریکايي ادارو تازه سروې ښيي، چې په متحده ايالتونو کې شپېته سلنه ښځې له جنسي ځورونو سره مخ دي او د جنسي ځورونو ډېری پېښې د کار په ځايونو کې پېښېږي.

په امريکا کې د جنسي ځورونو سروې په داسې حال کې خپره شوې، چې له تېرو څو اونيو راهيسې پر لوړپوړو سياستوالو، پوځي او استخباراتي چارواکو او فلمي لوبغاړو د جنسي ځورونې تورونه لګېدلي دي.

سي ان ان امريکايي تلويزون وايي، چې په هرو ۷۳ ثانیو کې په امريکا د جنسي تېري پېښه ترسره کېږي.

د ښځو سربېره د امريکا شل سلنه سړي هم وايي، چې په دفترونو او د کار په ځايونو کې له جنسي ځورونو سره مخ دي.

له جنسي پلوه ځورول شوو ښځو څخه ۶۹ سلنه يې وايي، چې د کار په ځايونو، ۴۳ سلنه يې وايي، چې په ټولنيزو ناستو او اړيکو کې او څوارلس سلنه يې وايي، چې په کورونو کې له جنسي ځور سره مخ شوي دي.

د کوينيپيک پوهنتون له لوري تر سره شوې سروې کې راغلي، چې ۸۹ سلنه امریکايان جنسي ځورونه يوه جدي ستونزه بولي او له حکومت څخه يې پر ضد د جدي ګامونو غوښتنه کوي.

د سروې له مخې د امريکا اکثريت ښځې او سړي د جنسي ځورونو له امله سخت اندېښمن دي او په هرو لسو ښځو کې شپږ له جنسي ځورونو سره مخ دي.

امريکا کې د جنسي ځورونو پېښې په داسې حال کې زياتې شوي، چې يو شمېر غرب ځپلي افغانان د امريکا ټولنه د افغانانو لپاره ايډياله بولي او غوښتنه کوي، چې بايد د امريکا په څېر ژوند او قانون ولرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

امریکا او اروپا او حتی ټوله کفری نړی کی په نوبت سره هڅی د یهودی استعمار ( ماسونیزم ) له خوا هڅی روانی دی چه ټولنیز ژوند په انفرادیت بدل کړی ، د دغه کار د پاره یی د کورونو کرایه او بیلونه ډیر پورته کړی تر څو میړونه او میرمنی د کرایی او بیلونو د پوره کولو دپاره دواړه کار وکړی او بچیانو ته ساتونکی ونیسی ، دایی دمور په شان نه وی هغوی د خپل معاش د پاره ماشومان صرف چوب او له زخمی کیدو بچ ساتی که هغه چوپ کیدل د تلویزونو په بدو فلمو وی ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x