افغانستان

کرزی: د افغانستان پر خاوره د امریکا بمبار ښکاره «تېری» دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي د امریکايي ځواکونو له لوري پر هلمند وروستی بمبار غندلی دی او دغه ډول بمباري یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللی دی.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هلمند په موس کلا کې امریکايي عسکرو د یوې کورنۍ لس غړي شهیدان کړي دي.

په خبرپاڼه کې د امریکايي ځواکونو نه غوښتل شوي نور دې هوايي بریدونه نه کوي« حامد کرزی دغه شان هوایي بریدونه د افغانستان پر خاوره د امریکا ښکاره تېری بولي او یو ځل بیا د افغانانو پر کلیو او کورونو د بریدونو پر مخنیوي او درېدو ټینګار کوي »

دوه ورځې وړاندې د هلمند پر څلورو ولسوالیو ګډو ځواکونو بمباري کړي وه، چې له امله یې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ارګ دغه بمباري د نشه‌يي توکو پر کارخانو بللې وه او ویلي یې وو، چې پر نشه‌يي توکو پر کارخانو به بمباري ډېره کړي.

کرزي له دې وړاندې هم له ګډ حکومت غوښتي وو، چې د امریکا د هوايي بمباریو مخه دې ونیسي.
حامد کرزي له دې وړاندې هم پر اوسني ګډ حکومت توندې نیوکې کړې وې، چې د امریکا بمباري نه غندي او چوپه خوله پرې پاتې کېږي.

کرزي د امریکا د تېرو ورځو بمباري داسې مهال غندلې، چې تېره شپه ناوخته د هلمند د دیشو ولسوالۍ پر بهرامچې سیمه کې د امریکا له لوري بمباري شوې او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یاده دې وي، امریکا ده کرزي په ۱۳کلنه دوره کې سلګونه ځلې بمباریانې کړي، چې ده یوازې غندلي وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

کرزی صاب نن صبا ڈیری غندنی کوی ستاپہ حکمت کی خوھم دابمباری کیدی تاولی نویل اوس خوھم ہغہ امریکا دہ ہغسی بمباری کوی نو تہ ولی ناری وھی

الحاج استاذ بیانزی

د کرزی په خوله د حقایقو ویلو ارزونه : کرزی ټولو ته معلوم چه دریم شاه شجاع ویاړنه یی تر لاسه کړه ، هو دا نه هیروو چه تر تولو لوی مداری شیطان وو او دی. د همدی امله یی ۱۳ کلونه چانس ورکړو که نور چانس وی یعنی له دموکراسی پرتوګ نه وتلی نو پنځه کاله به یی نور هم پاچا کړی وو. امریکا او ناټو دغه وحشت له اولی ورځی پیل کړی چه څو لکه فوځونو سره یی نظامی حضور پیل کړو په میلونو بی ګناه انسانان په هغه او دغه وسلو او وسیلو په شهادت ورسیدل او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x