نظــر

ناسم قضاوت!!!

پښتانه وایي چې ((کوتک د ورور لپاره ښه دی او خبره د خدای لپاره!!!)) خو دا کار به اوس څوک وکړي؟ ځکه چې په مونږ کې خو نه د ورور لپاره د کوتک وهلو طاقت پاتې دی او نه د خدای لپاره د خبرې کولو جرئت. بس لاسونه مو د استعمار په رسیو تړلي او پر ژبه مو د پردیو اپلتې جاري دي.
خبره مې د اوسني بې واکه نظام په یو طرفه قضاوت کوله، چې ټولې کړنې یې د غرب پر پوچو مفکورو ولاړې د…ي او تل یې د پردیو د خوشالولو لپاره د خپلو اوښکو څڅولي دي.

په دې خو ټول پوهېږو چې په اوسنۍ روانه څو اړخیزه جگړه کې د طالب له نامه ښه پراخه گټه پورته کېږي. که گاونډیو مو په دغه لوبه کې خپله برخه فعاله ساتلې ده، نو راغلو مېلمنو مو هم وخت پر وخت دغه اور ته دړې ایښي او تازه یې ساتلی دی.

خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې په دغه تاوده بهیر کې یوه ډله داسې خلک هم شته، چې یوازې د الله (ج) د رضا او د اسلام د سپېڅلي دین د بقا په خاطر یې خپل خوږ ژوند په ځان حرام کړی او د خپلو خلکو د ارام ژوند لپاره په تورو غرونو کې شپې-ورځې په لوږه او تنده تېروي.

خو زمونږ بلواکه دولت بیا په دې ټولو ناندریو سترگې پټوي او د وچو له غمه لمدو ته هم اور اچوي. په دې ټولو خبرو له پوهېدو سره-سره بیا هم هغه څه وایي چې د غرب خدایان یې ورته په غوږ کې ږدي.

تېره ورځ د کب پر نهه ویشتمه په ننگرهار او کابل کې دوه پرله پسې حملې وشوې، چې مسئولیت یې طالبانو پر غاړه واخېست. دا چې په دغو پېښو کې څومره خلک ووژل شول، کره شمېره خو یې ځکه نه معلومېږي چې طالبان یو څه وایي او دولت چې خپل غور په پر پټوي بل څه!

خیر په دې خبرو به دومره سر نه خوږوو، ځکه چې ((که اوبه له سره تېرې شي، څه یوه نېزه او څه یې دوه!)) خو د خواشینۍ خبره دا ده چې په هغوی کې هم افغانان وو، که هر څنگه وو خو ددې ولس بچي وو او په دې خاوره کې راستر شوي وو. ولې بې ځایه مړه او د پردیو د هوسونو ښکار شول؟!!
د غربي نظام په دې فاسده اداره کې خو مزې نورو وکړې. چوکۍ هم د شمال او جنوب په نامه وویشل شوې. د یومیلون شهیدانو د وینو قیمت خو- څو ږیره ورو ایمان پلورونکو ته د جهاد په نامه غنیمت پاتې شو. ډالري امتیازات بل چا واخېستل او د قربانۍ لپاره دوی خواران وړاندې کېږي!!!

ځه که دوی ووژل شول نو د دولت نوم خو ورپورې و. مگر هغوی چې په خپلو کورونو کې د غربي-انسان ډوله ځناورو له خوا بې گناه او په وحشیانه ډول شهیدان کېږي، په کوم نامه گرم وبولو؟!!

چارواکو ته خو هره لاره معلومه ده، ولسمشر او د هغه فاسد ملاتړي کرۍ ورځ په رسنیو کې ویرونه کوي. که په ظاهره ژاړي خو په زړه کې هغه د چا خبره گوړې ماتوي، ځکه چې همدا ساعت یې له خدایه غوښته. په دې ډول د خپلو بادارانو په غوښتنه د طالب په نامه هغه خلک هم بدناموي، چې د دوی د سترگو اغزي دي او په شتون کې یې خپلو شومو اهدافو ته رسېدل ناممکن گڼي.

د دولت دې عادلانه؟ قضاوت ته وگورئ! د طالب هرډول تېروتنه هم جرم دی، خو د غربي یرغلگرو هر ډول جرم بیا سهوه بلل کېږي. ولسمشر صیب او ملگري یې د تېرې ورځې پېښې ته له دې امله جرم وایي چې په طالبانو پورې تړاو لري. خو بلې خواته د کندهار په پنجوایي کې د سپېڅلو ماشومانو، سپین ږیرو او تورسرو بې رحمانه شهادت یې د خپلو غربي خدایانو تېروتنه گڼله.

همدا راز په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر (CIA) دفتر برید ورته کفر ښکارېده، خو په کونړ کې د طالبانو په نامه د بې گناه ملکي وگړو په مړینه یې سترگې پټې کړې دي. ځکه چې دا خو زمونږ د غربي خواخوږو د ملگرتیا سوغات دی او بیا له انسان نه خو سهوه کېږي کنه!!!

بس لنډه دا چې د طالب هره کړنه باید جرم وبلل شي، ځکه چې د اسلام نوم ورپورې تړلی دی او د اسلامي نظام د راوستو خوبونه ویني. پاتې شوه د غربي یارانو خبره! هغوی خو نو مېلمانه دي او بیا زمونږ د ساتنې لپاره دلته راغلي دي، اخر وطن راته جوړوي! خیر دی که وخت ناوخت راباندې خپل د مودو ډک زړونه تشوي، څه باک لري؟؟؟

۱۳۹۳/۱/۲
ننگرهار، جلالکوټ
د شپې دولس بجې

لیکنه: جمال ثاقب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x