نړۍ

رابرټ موګابې له دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې له ۳۷ کلنې واکمنۍ وروسته استعفا ورکړه.

د زمبامبوې د ولسي جرګې مشر جېکب مودیندا د موګابې استعفا لیک ولوست. په استعفا لیک کې لیکل شوي وو« زه ګبرېل موګابې د زمبابوې د اساسي قانون د ۹۶یمې مادې له مخې خپله استعفا وړاندې کوم»

د موګابې د استعفی وروسته د ده مخالفین سړکونو ته راووتل او خوښي یې وکړه.

رابرټ موګابې له ۱۹۸۰ز کال راهیسې د زمبابوې ولسمشر و، چې ۳۷ کلنې واکمنۍ ته یې پرون د پای ټکی کېښود.

له تېرې اوونۍ راهیسې د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د موګابې پر ضد لاریونونه روان وو او له نوموړي یې غوښتل چې له دندې ګوښه شي.

پر موګابې تور و، چې زمبابوې یې په اقتصادي توګه بې‌ثباته کړې او د بشري حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده.

رابرټ موګابې اوسمهال ۹۳ کاله عمر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x