افغانستان

هلمند: پر دېشو ولسوالۍ هوايي بمبار کې ۴۴ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت د دېشو ولسوالۍ پر بهرامچې سیمه بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۴ تنه وژل شوي دي.

د هلمند امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه بهرنیو ځواکونو پر بهرامچې سیمه بمباري کړې ده؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

خو ځینو دولتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، تېره شپه بهرنیو ځواکونو د دېشو ولسوالۍ د بهرامچې پر دوو سیمو هوايي بریدونه وکړل، چې یو ځای یې ۳۳ او بل ځای یې ۱۱ کسان ووژل.

د ځايي خلکو په خبره، بهرنیو ځواکونو د دېشو ولسوالۍ «د اسلامي امارت» او «الله اکبر» له غره سره نږدې سیمو کې بمباري کړې ده.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه د تېرې شپې بمباري د نشه‌يي توکو پر کارخانو یادوي؛ خو ځايي خلک وايي چې وژل شوي ټول ملکیان دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي حاجي خلیل نن ټکي اسيا ته داسې وويل:

د شپې شاوخوا ۸ بجې وې چې د بهرنيو ځواکونو الوتکو بمبار پيل کړ ، نه ښکارېدل چې څوک په نښه کوي ، د بمبار په وروستيو کې چې د شپې دوې بجې کېدونکي وې الوتکو درانه بمونه وغورځول ، اوس سهار مهال معلومه شول چې درانه بمونه د حاجي خدای نظر پر کور مُښتي ، د حاجي خدای نظر د کور وګړي لا تر خاورو لاندي دي او خلګ يې په را ایستلو بوخت دي.

حاجي خلیل منلې چې په بهرامچې کې د طالبانو د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ په نښه شوې او ویجاړه شوې خو په وينا يې مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

حاجي خلیل وايي : که څه هم د بمبار له سيمي موږ زیاته فاصله درلوده خو د ډېر زورور بمبار له امله مو د استوګنځي يوه ښيښه هم روغه پاتې نه شوه.

طالبانو په بهرامچه کې د بهرنيو ځواکونو بمبار په کلکه غندلی.

طالب ویاند قاري يوسف احمدي وايي په بمبار کې د دوی هېڅ سرتېری نه زخمي شوی او نه هم وژل شوی.

د احمدي په وينا د بهرنيانو الوتکو نږدې ۲۰ بمونه غورځولي چې ټول ملکي وګړي په نښه شوي.

هلمند : د بهرامچې پر سيمه بمباري شروع ده

بهرنیو ځواکونو روانه اوونۍ د هلمند پر شپږو ولسوالیو بمباري کړې ده، چې یوازې په موسی کلا کې یې لس ملکیان وژلي دي.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي د امریکا هوايي بریدونه غندلي دي او د ملي یووالي له حکومت یې غوښتي دي، چې د هوايي بریدونو مخنیوی وکړي.

ټرمپ په افغانستان کې بمبارۍ درې چنده زیاتې کړي

ارګ د هلمند پر نوزاد، سنګین او موسی کلا د بمباریو هرکلی کړی و؛ خو د تېرې شپې د بمبارۍ په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

لمړی : ع او غ ایجراګانو له خدایه دغه غوښتل چه تاریخ کی یی د ریس په نامه نوم ولیکل شی او یا د نورو هیوادوو دمشرانو سره یی تصویرونه واخستل شی او لا میکپ او رنګینه کالی په کی واغوندی په هره بیه ( که هغه د ځان یا ناموس کارول هم وی ) صرفه نه کوی وایی یوه ښځه نه بله او بله به وکړو ډالری ډیری دی او د افغانو په ځای به خارچی ښځی وکړی . که احیانا د کرزی مداری په شان د بمباریو مخالف هم شی باداران ورته یی په خبره کله باور کوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x