افغانستان

مسیر: په پوځي لیکو کې فساد، د خلکو باور کمزوری کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر، پخپله تبصره کې کاږي، د افغان پوځ په لیکو کې، فساد، د پوځيانو ډېره مرګ – ژوبله او د مشرانو له لوري د روحيې نیستي، هغه څه دي چې دې لیکو ته يې د جلب او جذب پروسه کمزورې کړې ده.

ورځپاڼه د نیویارک ټایمز په حواله وايي، په روان کال کې د امنيتي ځواکونو مرګ ـ ژوبله ډېره شوې، خو دې لیکو ته د جذب لپاره خورا کم شمېر نوم لیکنه شوې ده.

د جلب او جذب د مشر له څرګندونو ښکاري چې کال پر کال پر امنیتي ځواکونو باور کمزوری شوی او دې لیکو ته د نوم لیکنې ګراف مخ پر ځوړ روان دی.

جنرال محمد ابراهیم وايي، په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۴۲ زرو، په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې ۳۷زرو او د ۲۰۱۷ میلادي کال تر نیمايي پورې دیارلس زرو تنو خپل نومونه امنیتي لیکو ته ثبت کړي دي.

مسیر ته پوځي شنونکو ویلي، چې په پوځ کې مدیریتي ستونزې، پراخ فساد او د مشرانو له لوري عسکرو ته د روحیې نه ورکول، هغه څه دي چې خلک يې پر دولتي ځواکونو بې باوره کړي دي.

د ورځپاڼې په قول د ملي دفاع وزارت چارواکو هم د امنیتي ځواکونو درنه مرګ ـ ژوبله منلې ده، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي اوونۍ وړاندې ویلي و، چې د امنیتي ځواکونو مرګونی شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

د امنیتي سکتور مسوولینو پر حواله کاږي: «میاشت وړاندې د امنیتي سکتور مسوولین ولسي جرګې استجواب کړي وو او په دغه غونډه کې هغوی ویلي وو، چې هره ورځ د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ منسوبين وژل کیږي.»

مسیر د یو پوځي شنونکي له خولې لیکي، چې د هلمند په سختو جګړو کې قرباني یو عسکر ورکوي، خو امتیازات يې په کابل کې نور خلک جېبو ته اچوي.

نږدې میاشت وړاندې سیګار داسې راپور خپور کړ، چې په امنیتي لیکو کې د وژل شویو عسکرو له ښځينه‌‌و نه د هغوی د وژل شویو نارینه‌و د معاش په بدل کې جنسي غوښتنې شوې وې.

د شنونکو په باور خواله رسنیو ته د عسکرو پراخ لاسرسی هغه څه دي، چې امنیتي ځواکونه د خپلو مشرانو له هر ډول کړنو او د خپلو قربانیو پر وړاندې د هغوی پر بې تفاوتیو خبرېږي، چې په پایله کې يې پوځي روحیه ځپل کېږي او ډېر وخت خپل مخالف لوري ته وسله پر ځمکه ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x