
ضمیر پلورنکي
د سوات ملاله د یوي ناولې دسیسي قرباني شوه، په ویر یي د هیوادونو بیرغونه نیم ځوړند شول، رسنیو څو ورځي شخوند پري وواهه، او مدني ټولنو ماتمونه اعلان کړه.
خو د مینه انتظار د کورنۍ ۵ ښځینه اعضاء سرتوری کړی شوې، وډبول شوي او د سپین سري مورکۍ ګوتي یي ماتي شوي، نه یي چا عرض واخیست او نه یي په ویر ماتم اعلان شو.
د وخت جبر لا د پاسه وګورئ.
د مینه انتظار کور ته بیا هماغه لنډغر د یو څو نورو شرمیدلو او مکارو څیرو په شمول ورغلي، کور یي لوټلی، هر څه یي دړي وړي کړي او مینه انتظار د کورنۍ د اعضاؤو سره پټ پر پټه د یوه نامالوم لوری په طرف تللي.
مینه انتظار بي آبه شوه، کورنۍ یي سرتوره شوه، او ټوله شتمني یي د لاسه ورکړه، اما هغه څه چي د یوي پیغلي لپاره اړینه شتمني بلل کیږي د هغي آب او عفت دی، مینه خورکۍ هر څه د لاسه ورکړه مګر خپل عفت یي وساته، خو د وحشت مخکښان او د غرب په کونجاړه پړسیدلي بي دینه چارواکي اوس غواړي د مینه انتظار عفت هم لیلام کړي.
جنایي کارکونکي د جاجو او رازق په ملتیا غواړي یو څو اوباش او پایلوچ را پیدا کړي او مینه انتظار یوه دلاله او رنډۍ وښایي، ترڅو د خپلو شرمیدلو چرسیانو تور او کرغیړن مخونه ور سپین کړي.
د ملالي او مینه تر منځ فرق واضح دی، ملاله د یوي سیاسي دسیسي قرباني شوه، او پړه یي پر طالب ور واچول شوه، نه یي چا تحقیق وکړ او نه یي چا په اړه سر وخوږوو خو د طالبانو خلاف یي د ډالرو په زور پراخه زهر اوپاشل خو؛
مینه بیا د ډالري غوا د زیږندؤو لخوا وداړل شوه، و ځورول شوه او بي کوره کړی شوه.
مدني ټولنی خاموش، لوړ پوړي چارواکي خاموش، د بشري حقوقو درواغجن مدافعین خاموش، د خشونت علیه زنان مخکښان خاموش، د ښځو د حقوقو مدافعې اداری خاموش او…….
تفاوت همدا دی چي مینه دوی داړلی، او دوی تعذیب کړی.
که میني ته فقط طالب همدومره ویلای وای چي ګرانی خورکۍ:
د سړیو ترمنځ په لوړ سټیج، په اوچت آواز شعر ویل د اسلام له نګاه نه حرام دي، اوس به مو د رسنیو، مدني ټولنو او معاصرو بي دینانو رمباړی لیدلی وای، د غرب تبلیغاتي مامورینو به د خپلو اکاؤنټونو انځورونه بدل کړیوای او ده بي کچه یووالي او خواخوږۍ اظهار به یي ورسره کړیوای.
ای کاش چي ضمیرونه نه اخیستل کیدای، ای کاش چي د ضمیر پلورنکي نه پیدا کیدای.
اوس به د محمد بن قاسم لښکرو د قندهار ښار قلابند کړیوای، په زرګونو رضاکاران به یي ترڅنګ ولاړ وای او د رازق، جاجو او ملګرو تنی به یي د میرویس نیکه د مزار ترڅنګ راځړولای وای.!!