
ميدان وردګ: نرخ کې ګډو ځواکونو د مدرسې حافظان وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ په عمر خيلو کلي کې بهرنيو او داخلي عسکرو پر يوې ديني مدرسې چاپه اچولې چې د مدرسې د استاد په ګډون يې اته تنه حافظان وژلي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د عمرخېلو د کلي پر دیني مدرسه چاپه ووهله، د يادي مدرسې د قران حافظان او طالبان يې راټول کړل ، لومړی يې لاسونه تر شا ور وتړل او وروسته يې دیوالونو تر کتار کېنول.
له سیمې نه د نن ټکی اسیا همکار د پيښي د پخلي تر څنګ وايي، د وژل شویو حافظانو عمرونه د لسو – پنځلسو کلونو په منځ کې دي، چې په بوږنوونکي توګه وژل شوي دي.
د سرچينې په وینا، امنیتي ځواکونو د مدرسې زده کوونکي دېوالونو ته کتار کېنولي او پرلپسې يې یو – یو تن ته پر تندي ټوپکې ور نیولې او وژلي.
حکومتي چارواکو په نرخ کې د ديني مدرسي د حافظانو د وژلو اړوند څه نه دي ويلي.