افغانستان

طالبانو د مخدره توکو تولید د دښمن پروپاګند بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبانو په هلمند کې د امریکايي ځواکونو له لوري د بمباريو په غبرګون کې ويلي، دوی د مخدره توکو په تولید، قاچاق او کښت کې هیڅ لاس نه لري.

امريکايي ځواکوانو تېره ورځ هم، د هلمند په بهرامچه کې د مخدره توکو د مرکزونو د ورانولو په پلمه بمبار کړی، چې د ځايي اوسېدونکو له قوله ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دوی د ناټو د عمومي قومندان څرګندونې بې بنسټه بولي او په وينا يې دوی غواړي د ملکي وګړو وژنې توجيه کړې.

«د هیواد په ځينو برخو کې د مخدره موادو د مراکزو د له منځه وړلو په پلمه بمبارۍ کول چې بې ګناه عام افغانان په کې شهیدانیږي او یا مالي زیانونه ورته اوړي، کورونه، بازارونه اوباغونه يې تخریب کیږي دا هرڅه د دې لپاره دي چې امریکايي جنایتکار جنرالان خپل جنایات توجیه کړي.»

طالبانو خپله واکمني د نمونې په ډول یاده کړې او ويلي يې دي، اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ پر وخت هم د نشه يي توکو کښت صفر ته را ټيټ کړی و : «نړیوال شاهد دي چې اسلامي امارت د خپل بشپړ تسلط په وخت کې په ټول هیواد کې د مخدره موادو کښت او تولید صفرته راټيټ کړی وو».

د خبرپاڼې په قول امریکايي جګړه ماران او افغان چارواکي د مخدره توکو ستر قاچاقبران دي.

د ناټو عمومي قومندان دوه ورځې وړاندې هم په هلمند کې له بمبارۍ وروسته د مخدره توکو د څو مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړ، خو طالبان وايي دوی په دې ډول خپل «جنایات توجیه کوي.».

ياده دې وي، وړمه شپه هم بهرنیو ځواکونو د هلمند په بهرامچه کې د مخدره توکو د مرکزونو د له منځه وړلو په پلمه په بمبارۍ کې ګڼو ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیان رسولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx