دیني، سیرت او تاریخ

مَسْنونې دُعاګانې

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله و الصلاة و السلام على رسول الله , أمابعد :
پدې ليکنه کې مو لاندې دعاګانې را ټولې کړي دي :
۱ – د سهار او ماښام دعاګانې .
  ۲ – سيد الاستغفار .
 ۳- د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته دعاګانې .

  ۴- د شپې او ورځې دعاګانې .
  ۵ – د خوب ، او له خوب نه د را پورته کېدلو دعاګانې .
 ۶- د جامو اغوستلو او وېستلو دعاګانې .  
 ۷- د ډوډۍ د وخت دعاګانې .
 ۸- د مجلس د ختمېدو دعا .                
  ۹- له کور نه د وتلو او ننوتلو دعا .
 ۱۰ مسجد ته د ننوتلو او را وتلو دعا   .
 ۱۱-تشناب ته د ننوتلو او راوتلو دعا .
 ۱۲ – د کور والي دعا  .
  ۱۳ – د اودس د پيل او پای دعا  .
۱۴ -له قرض او غمونو نه د خلاصون دعا   .
 ۱۵ – له جادو ،  پېريانو او شيطانانو نه د خلاصون دعا   .
 ۱۶ – د مصيبت ځپلي د ليدلو دعا  .    
۱۷ – د سفر او رخصتېدو  دعاګانې   .        
 ۱۸ -په بازار کې د يوې دعا ډېر  ثواب   .
 ۱۹ – د اذان جواب  .    
۲۰ – له اذان نه وروسته  دعا   .     
۲۱ – له اذان نه وروسته د مشهورې دعا الفاظ  .

د حفاظت دعاګانې :
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې هر سهار او هر ماښام درې وارې : بسم اللهِ الذِيْ لَا يَضُرُّ مَعَ اِسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي السَّمَاءِ وَ هُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ ، اووايي –   نو هېڅ  شی به ضرر  ورته  ونه رسوي  .   ( ترمذي )   په مسند احمد کې راغلي دي چې : کوم ناڅاپه  آفت به پرې رانشي .
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت  دی  چې :  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له کور  نه اوځي او دا دعا اووايي چې : (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ  لاَ حَوْلَ  وَ لاَ قُوَّةَ  إِلاَّ بِاللَّهِ ) نو ده ته به ( د الله تعالی له لوري ) اوويل شي ( يعنې يوه ملايکه به آواز ورته وکړي چې ای د خدای بنده !)  : تاته سمه لاره در اوښودل شوه ، او ستا مشکلات حل کړی شو ، او د د ښمنانو له ضرر څخه وساتل شوې ، او شيطانان  هم ور څخه  لرې شي .
يو بل شيطان ( به ) دې شيطان ته وايي چې څنګه به هغه انسان ته ضرر ورسوې ( بې لارې به يې کړې ) چې هغه ته ( دالله له لوري ) لاره وښودل شوه ، او مشکلات يې حل کړی شو ، او د دښمنانو له شر څخه په امان شو . ( أبوداود ، ترمذي ، نسائي )  

                                                   

د سهار او ماښام دعاګانې :    
 له هر آفت او مصيبت  نه د خلاصون دعا :
له عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې هر سهار او هر ماښام درې وارې : بسم اللهِ الذِيْ لَا يَضُرُّ مَعَ اِسْمِهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَ لَا فِي السَّمَاءِ وَ هُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ ، اووايي –   نو هېڅ  شی به ضرر  ورته  ونه رسوي  .   ( ترمذي )   په مسند احمد کې راغلي دي چې : کوم ناڅاپه  آفت به پرې رانشي .     
 د لړم او نورو له چيچلو نه د خلاصون دعا :
 سُهَيْل بن ابي صالح له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل  : څوک چې د شپې درې وارې دا دعا اووايي : أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ   نو د کوم شي چيچل به ضرر ورته  ونه  رسوي  . سهيل وايي چې : زمونږ کورنۍ دا دعا زده کړې وه ، او هر شپه به يې ويله ، بيا زمونږ د کور يوه نجلۍ لړم وچيچله  خو هېڅ د درد احساس يې ونکړو   ( مسند أحمد )                      عن سهيل بن أبي صالح عن أبيه عن أبي هريرة قال : قال النبي صلى الله عليه و سلم : من قال إذا أمسى ثلاث مرات : أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق -لم تضره حُمة تلك الليلة.  قال : فكان أهلنا قد تعلموها فكانوا يقولونها ،  فلدغت جارية منهم فلم تجد لها وجعا ( مسند أحمد ) الحُمَة بالتخفيف : السَّمُّ وقد يُشَدّد وأنكره الأزهري ويُطْلَق على إبْرة العَقْرب للمُجاورة لأنّ السَّم منها يَخْرج ( النهاية في غريب الأثر للجزري )                
ثوابونه او د شهيد مرتبه  :
 معقل بن يسار رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې  سهار درې وارې   دا دعا اووايي : أعوذُ باللهِ السّميعِ الْعَلِيْمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ ، بيا د سورت حشر آخري درې آيتونه اووايي نو الله جل جلاله به اويا زره ملايکې مقررې کړي  چې تر ماښامه پورې دې کس ته درحمت دعاګانې وکړي ، او که پدې ورځ باندې مړ شي نو شهيد به وي ( يعنې الله تعالی به د شهيدانو مرتبه ورکړي ) او څوک يې چې  ماښام اووايي  نو  همدومره  ثواب لري  .     ( ترمذي )         
 د سورت حشر آخري درې آيتونه دادي : هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ () هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ () هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ () ( الحشر : ۲۲ ، ۲۳ ، ۲۴ )
 د قيامت د خوښيو دعا :
ابو سلام  رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې سهار او ماښام درې وارې دا اوايي چې : رَضِيْتُ بِاللهِ رَبًّا وَ بِالْإِسْلَامِ دِيْنًا  وَ بِمُحَمَّدٍ نَبِيًّا  – نو دا بيا د  الله تعالی ذمه ده  چې د قيامت په ورځ به دا سړی خوشحاله کوي . ( ابن ماجه )ابو سعيد الخدري رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې دا اووايي نو د هغه لپاره جنت واجب شو .(ابوداؤد)    
سيد الاستغفار :                            
 اَللّهُمَّ أَنْتَ رَبِّيْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِيْ وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ أَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَ وَعْدِكَ مَا اِسْتَطَعْتُ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوْءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَ أَبُوْءُ لَكَ بِذَنْبِيْ فَاغْفِرْ لِيْ فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ إِلَّا أَنْتَ .
 شداد بن اوس له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې : څوک چې دا ( دعا ) په يقين سره  د ورځې اووايي او بيا( که )   په هغې ورځ  له ماښام نه مخکې مړ شي نو دا کس به جنتي وي ، او که يې   د شپې اووايي او بيا ( که ) په هغې شپه  له سهار نه مخکې مړ شي ، نو دا کس به جنتي وي  . ( بخاري ) د ترمذي په روايت کې راغلي چې : د دې کس لپاره جنت واجب شو  .
عن شداد بن أوس رضي الله عنه  : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : سيد الاستغفار أن تقول اَللّهُمَّ أَنْتَ رَبِّيْ لا إِلهَ إِلَّا أَنْتَ خَلَقْتَنِيْ وَ أَنَا عَبْدُكَ وَ أَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَ وَعْدِكَ مَا اِسْتَطَعْتُ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ أَبُوْءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَ أَبُوْءُ لَكَ بِذَنْبِيْ فَاغْفِرْ لِيْ فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ إِلَّا أَنْتَ . قال ومن قالها من النهار موقنا بها فمات من يومه قبل أن يمسي فهو من أهل الجنة ومن قالها من الليل وهو موقن بها فمات قبل أن يصبح فهو من أهل الجنة  . ( رواه البخاري ، و الترمذي إلا أنه قال : لا يقولها أحدكم حين يمسي فيأتي عليه قدر قبل أن يصبح إلا وجبت له الجنة ولا يقولها حين يصبح فيأتي عليه قدر قبل أن يمسي إلا وجبت له الجنة .

د سهار او ماښام له لمانځه نه وروسته دعاګانې :
له دوزخ نه خلاصون :
له مسلم  بن حارث  رضي الله عنه   څخه  روايت  دی  چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې د ماښام له لمانځه نه را وګرځې نو نو ۷ اوه وارې  دا دعا وايه چې : ( اللَّهُمَّ أَجِرْنِى مِنَ النَّارِ )  ( ای الله ما له اور څخه وساته )  نو که پدې شپه باندې  مړ شې ، نو د دوزخ له اور څخه به بچ شې .
او چې د سهار لمونځ دې وکړو نو هم همداسې وايه ، نو که پدې ورځ باندې مړ شې ، د دوزخ له اور څخه به بچ شې  . ( أبوداؤد )  

لس لکه نېکۍ :
له عبد الرحمن بن غَنْم رضي الله عنه  روايت دی  چې  : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د سهار او ماښام  له لمانځه نه وروسته  ، په داسې حال کې چې پښې يې  نه وي را ټولې کړي – لس وارې دا دعا اووايي : لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ – نو په هر وارې به لس نېکۍ ورته وليکل شي ، او لس ګناهونه به يې ( له عمل نامې څخه ) لرې کړی شي  ، او لس درجې به يې پورته شي ، او له هر بد شي نه به په امان وي ، او له شيطان نه به هم په امان وي ،  او له شرک نه پرته بله ګناه به هغه نه هلاکوي ، او هغه به له ټولو خلکو نه غوره وي  .          هو ،  که کوم بل کس له ده نه هم  کومه  غوره دعا ويلي وي . ( مسند أحمد )

له هر لمانځه نه وروسته تسبيحات :
 ابوهريره رضي الله عنه فرمايي چې ابوذر ( رضي الله عنه ) : رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته اوويل چې : ای د خدای رسوله !  مالداره خلکو ډېر ثوابونه وګټل ، ( له مونږ نه مخکې شول ) هغوی هم زمونږ غوندې لمونځ کوي ، زمونږ غوندې روژې نيسي ، خو هغوی مالونه لري ، هغه خيراتوي ، او له مونږ سره څه نشته چې مونږ يې خيرات کړو .
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : ای ابوذر ! زه داسې کليمي درته ونه ښيم چې ته يې اووايي ، نو په مخکنيو پسې به ور ورسېږې ، او وروستني به په  تا پسې  ونه رسېږي .
هغه ورته اوويل : هو ، ای د خدای رسوله !
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : له هر لمانځه نه وروسته ۳۳ وارې سبحان الله ، ۳۳ وارې الحمد لله ، ۳۳ وارې الله أکبر ، او په آخر کې لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ .  وايه . ( شعب الإيمان للبيهقي )
له كعب بن عجره رضي الله عنه څخه روايت دی چې : څوک چې له هر لمانځه نه وروسته 33 وارې سبحان الله ، ۳۳ الحمد لله ، ۳۴ وارې الله أکبر اووايي نو هغه به نامراده نه شي . ( شعب الإيمان للبيهقي )
مسئله : له لمانځه نه وروسته د الله أکبر په هکله دوه روايتونه دي ، اول  ۳۳ وارې او په څلور دېرشم وارې به لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ وايي ، لکه د أبوذر رضي الله عنه روايت .
دوهم – الله أکبر به هم څلور دېرش وارې وايي ، لکه د کعب رضي الله عنه روايت .
پدې دواړو کې چې په هر طريقه باندې څوک عمل وکړي سمه ده .
او د نقشبنديه طريقې مشايخ فرمايي چې : له لمانځه نه وروسته به دواړه يوځای کوي ، داسې چې الله أکبر به ۴۴ وارې وايي او په آخر کې به لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَ لَهُ الْحَمْدُ وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ .  وايي .
چاته چې کوم اسانه وي عمل دې پرې وکړي .  

د شپې او ورځې دعاګانې :

د خوب او له خوب نه د را پورته کېدلو دعا :
حذيفه  رضي الله عنه فرمايي چې  : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې  د شپې په خپله بستره باندې  څملاستلو نو (  د قبلې خواته به يې مخ واړولو او راسته )  لاس به يې  د مخ لاندې کېښود ، بيا به يې دا دعا ويله : ( اَللّهُمَّ بِاِسْمِكَ أَمُوْتُ وَ أَحْيَا ) .                 او چې له خوب نه  به را پورته شو –  نو دا دعا به يې ويله : ( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ أَحْيَانَا بَعْدَ مَا أَمَاتَنَا وَ إِلَيْهِ النُّشُوْرُ )   ( بخاري )
او عائشه رضی الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له خوب نه د را پورته کېدلو په وخت کې دا اووايي  چې : ( لا إله إلا اللهُ وَحْدَهُ لَاشَرِيْكَ لَهُ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِيْ وَ يُمِيْتُ وَ هُوَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٍ ) نو الله تعالی به د ده ټول ګناهونه وبخښي ، که څه هم ګناهونه يې د سمندر د زګ هومره ( زيات ) وي  .  ( ابنُ السُّنِّيْ )

په خوب کې د وېرېدلو دعا :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي  : څوک چې په خوب کې اووېرېږي نو دا ( دعا ) دې اووايي : ( أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَ عِقَابِهِ وَ شَرِّ عِبَادِهِ وَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيْطَانِ وَ أَنْ يَحْضُرُوْنَ ) نو ( هېڅه به هم )  ضرر ورته ونه رسوي .
عبد الله بن عَمْرو بن العاص رضي الله عنه به  خپلو  بالغو اولادونو ته دا دعا ور زده کوله او  نابالغو ته به يې په  يوه کاغذ کې وليکله او په غاړه کې به يې ور واچوله   ( ترمذي )
عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إذا فزِعَ أحدكم في النوم فليقل : أَعُوْذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ غَضَبِهِ وَ عِقَابِهِ وَ شَرِّ عِبَادِهِ وَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيْطَانِ وَ أَنْ يَحْضُرُوْنَ ، فإنها لن تضره ،  قال : و كان عبد الله بن عمرو يعلمها من بلغ من ولده و من لم يبلغ منهم كتبها في صك ثم علقها في عنقه .          ( رواه الترمذي وقال : حسن غريب ) قال الشيخ عبد الحق الدهلوي في اللمعات : هذا هو السند في ما يعلق في أعناق الصبيان من التعويذات . . .  و أما تعليق الحرز و التمائم مما كان من رسوم الجاهلية فحرام بلا خلاف انتهى ( تحفة الأحوذي )

33 وارې سبحان الله ۳۳ الحمد لله ۴۳ وارې الله أکبر  :
حضرت علي رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمې ( رضي الله عنها ) ته  اوويل چې  د ويده کېدو په وخت کې  33 وارې سبحان الله ۳۳ وارې الحمد لله ۴۳ وارې الله أکبر واياست .      ( مستدرک )
عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه قال : أتانا رسول الله صلى الله عليه و سلم فوضع رجله بيني و بين فاطمة رضي الله عنها فعلمنا ما نقول إذا أخذنا مضاجعنا فقال : يا فاطمة إذا كنتما بمنزلتكما فسبحا الله ثلاثا و احمدا ثلاثا و ثلاثين و كبرا أربعا و ثلاثين قال علي : و الله ما تركتها بعد فقال له رجل كان في نفسه عليه شيء و لا ليلة صفين قال علي : و لا ليلة صفين)   رواه الحاکم في المستدرك , وقال : صحيح على شرط الشيخين ، وقال الذهبي :على شرط البخاري ومسلم )    

 د جامو اغوستلو او وېستلو دعا :
له معاذ بن أنس  رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې نوې جامې واغوندي بيا دا دعا اووايي چې :  ( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ کَسَانِيْ هذَا الثَّوْبَ وَ رَزَقَنِيْهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّيْ وَ لَا قُوَّةٍ ) نو د ده مخکني ګناهونه به وبخښل شي . ( ابنُ السُّنِّيْ )
له انس بن مالك رضي الله عنه څخه روايت دی چې : د پېريانو له سترګو نه د انسان د عورت د پټېدو طريقه داده چې  : کوم مسلمان سړی ( يا ښځه ) کله خپلې جامې اوباسي نو دا (  دعا )  اووايي  :      ( بِسْمِ اللهِ الَّذِيْ لَا إِلهَ إلّا هُوَ ) ( ابنُ السُّنِّيْ )

د ډوډۍ د وخت دعا ګانې :
په ډوډۍ کې څو سنتونه دي : اول –  ډوډۍ ته د ناستې په وخت کې تکيه نه وهل ، بلکه په يوه زنګون يا د التحيات په شکل کښېناستل ،  او د ډوډۍ له شروع کېدو نه مخکې او وروسته  لاسونه مينځل .     دوهم –  د ډوډۍ په پيل کې بِسمِ اللهِ و بَرَكَةِ اللهِ    ويل او د اوبو څښلو نه وروسته  الحمدُ لله ويل   . درېم – که  ډوډۍ ، چای  ، يا کتغ ګرم  وي  نو بايد چې د خولې په پوکي سره ساړه   نه کړی شي  . څلورم – په درې ګوتو باندې خوراک کول . پنځم – مسلمان بايد دومره ډوډۍ اوخوري چې نس يې بلکل ډک نشي ، بلکه يوه برخه نس له ډوډۍ بله برخه د اوبو او درېمه د هوا لپاره پرېږدي ، هر وخت په ډک نس باندې ډوډۍ خوړل صحت ته هم تاوان کوي  .  شپږم  –  ډوډۍ هغه وخت اوخوري چې وږی شي .                 رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : مونږ داسې قوم يو چې تر هغې ډوډۍ نه خورو تر څو چې وږي نشو ، او چې کله ډوډۍ خورو نو بيا ځانونه ډېر نه مړوو .
اووم – د ډوډۍ په پای کې دا دعا ويل :  الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَ جَعَلَنَا مُسْلِمِينَ .     
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : ډوډۍ په بسم الله و بركة الله  سره خورئ . ( المستدرک )
ابوسعيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له ډوډۍ نه فارغ شو نو دا دعا به يې ويله : الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ . ( أبوداؤد )  
عن ابن عباس رضي الله عنهما : أن النبي صلى الله عليه و سلم قال : كلوا  بسم الله و بركة الله ( رواه الحاکم في المستدرک ، کتاب الأطعمة ،  و صححه الذهبي )
عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم-كَانَ إِذَا فَرَغَ مِنْ طَعَامِهِ قَالَ : الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ . ( رواه أبوداؤد و اللفظ له ، و الترمذي و النسائي ، و ابن ماجه )
د مجلس د ختمېدو دعا :
ابو برزه اسلمي رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله له مجلس نه د پورته کېدلو اراده وکړه نو په آخر کې به يې دا ( دعا ) ويلې  : سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَ أَتُوبُ إِلَيْكَ . او فرمايل يې چې : په مجلس کې چې څه کېږي دا دهغې کفاره ده .  ( أبوداؤد )
له كور نه  د وتلو او ننوتلو دعا :
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت  دی  چې :  رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له کور  نه اوځي او دا دعا اووايي چې : (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ  لاَ حَوْلَ  وَ لاَ قُوَّةَ  إِلاَّ بِاللَّهِ ) نو ده ته به ( د الله تعالی له لوري ) اوويل شي ( يعنې يوه ملايکه به آواز ورته وکړي چې ای د خدای بنده !)  : تاته سمه لاره در اوښودل شوه ، او ستا مشکلات حل کړی شو ، او د د ښمنانو له ضرر څخه وساتل شوې ، او شيطانان  هم ور څخه  لرې شي .
يو بل شيطان ( به ) دې شيطان ته وايي چې څنګه به هغه انسان ته ضرر ورسوې ( بې لارې به يې کړې ) چې هغه ته ( دالله له لوري ) لاره وښودل شوه ، او مشکلات يې حل کړی شو ، او د دښمنانو له شر څخه په امان شو . ( أبوداود ، ترمذي ، نسائي )  

مسجد ته د ننوتلو او راوتلو دعا :
سنت طریقه داده چې مسجد ته د ننوتلو په وخت کې اول ښۍ پښه داخله شي ، او د راوتلو په وخت کې اول چپه پښه له مسجد څخه را اووېستل شي .
خو دا هم سنت دی چې اول دې د  ښۍ پښې بوټ څپلۍ يا پڼه واغوستل شي ، نو د دې لپاره که داسې وشي چې له مسجد نه  د راوتلو په وخت کې اول چپه پښه را اوباسې خو يواځې په بوټ يا څپلۍ يې  له پاسه څخه کېږدي ، بيا د ښۍ پښې بوټ يا څپلۍ واغوندي ، نو په دواړو سنتونو به عمل وشي  .
ما خپل شيخ محترم دوکتور عبد الرزاق اسکندر حفظه الله  د جامعة العلوم العلوم الإسلامية , بنوري ټاون ، کراچۍ ، له مسجد نه د راوتلو په وخت کې څو وارې په همدې طريقه ليدلی دی .
له ابو اُسيد رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : چې کله ستاسو کوم کس  مسجد ته داخلېږي  نو دا ( دعا ) دې وايي  :  ( اللَّهُمَّ افْتَحْ لِى أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ ) .
او چې له مسجد څخه را اوځي نو دا ( دعا ) دې وايي  : ( اللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ ) . ( مسلم )

تشناب ته د ننوتلو او  وتلو دعا :
انس بن مالک رضي الله عنه فرمایي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې تشناب ته ننوتلو نو دا دعا به يې ويله : ( بسم اللهِ ) ( اَللّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنَ الْخُبُثِ وَ الْخَبَائِثِ ) . ( بخاري )
د بخاري په روايت کې بسم الله نشته ، دا د معمري په روايت کې شته ، دا روايت ابن حجر په فتح الباري او سيوطي په جمع الجوامع کې نقل کړی دی  ، او د  حصن المسلم مصنف سعيد بن علي سهوه کړې چې وايي : دا د سعيد بن منصور روايت دی  . و الله اعلم .  
إذا دخلتم الغائطَ فقولوا بسمِ اللهِ أعوذُ باللهِ من الْخُبُثِ وَ الْخَبَائِثِ ( المعمرى فى عمل اليوم و الليلة عن أنس و صحح ) ( جمع الجوامع للسیوطي )                  مسئله :هر وخت چې يو مسلمان خپل حاجت پوره کوي نو دا دعا به وايي ، په تشناب کې وي او که په بل ځای کې ، لکه مريض چې په کور کې په لوښي کې حاجت پوره کوي ، يا هم په صحرا کې ، خو فرق يې دادی چې : په تشناب کې به  تشناب ته  له  ننوتلو نه مخکې دا دعا وايي ، او په نورو ځايونو کې د جامو له  وېستلو ( کوزولو ) نه مخکې .     ( فتح الباري )                              و الكلام هنا في مقامين أحدهما هل يختص هذا الذكر بالأمكنة المعدة      لذلك ، لكونها تحضرها الشياطين كما ورد في حديث زيد بن أرقم في السنن ؟ أو يشمل حتى لو بال في إناء مثلا في جانب البيت ؟  الأصح :  الثاني ما لم يشرع في قضاء الحاجة . المقام الثاني متى يقول ذلك ؟ فمن يكره ذكر الله في تلك الحالة  يفصل : أما في الأمكنة المعدة لذلك فيقوله قبيل دخولها ، و أما في غيرها فيقوله في أول الشروع كتشمير ثيابه مثلا ، و هذا مذهب الجمهور . (فتح الباري )  
 
له تشناب نه د وتلو دعا :
غُفْرَانَکَ . اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ أَذْهَبَ عَنِّيْ الْأَذَى وَ عَافَانِيْ  له تشناب نه د  راوتلو په وخت کې بايد دا دعا اووايي . ( ابوداؤد , ابن السني )
عن عَائِشَةُ رضى الله عنها أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم-كَانَ إِذَا خَرَجَ مِنَ الْغَائِطِ قَالَ : غُفْرَانَكَ . ( سنن أبي داؤد )
عن أبي ذر رضي الله عنه قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا خرج من الخلاء قال :  الحمد لله الذي أذهب عني الأذى و عافاني . ( عمل اليوم والليلة لابن السني )
له خپلې ښځې سره د کوروالي دعا :
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې له خپلې ښځې سره يو ځای کېږي او دا دعا اووايي : ( بِاسْمِ اللهِ اَللّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَ جَنِّبِ الشِّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا ) نو كه له دې څخه کوم بچی ورکول کېږي ، هغه ته به ټول عمر شيطان ضرر  ونه رسوي . ( بخاري )                          
د اودس د پيل او پای  دعا :
د اودس له شروع کولو نه مخکې بايد بسم الله اووايي .
بيا د اودس له ختمېدو نه وروسته  دا دعا اووايي : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيْكَ لَهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ ،  اَللّهُمَّ اجْعَلْنِيْ مِنَ التَّوَّابِيْنَ وَ اجْعَلْنِيْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ .     
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې :رسول الله صلی الله عليه اوفرمايل : څوک چې اودس وکړي ، او په سمه طريقه سره يې وکړي ، بيا دا ( دعا ) اووایي  ، نو د جنت ۸ اته دروازې به ورته خلاصې کړی شي ، له کومې يې چې خوښه وي ، داخل دې شي .( ترمذي )

له قرض او غمونو نه د خلاصون دعا :
ابوسعيد رضي الله عنه فرمايي چې : يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم مسجد ته ننوتلو ، هغلته يې د انصارو يو سړی وليدلو چې ابواُمامه نومېدو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته اوفرمايل : ای ابوامامه ! څه خبره ده چې بې د لمانځه له وخت نه  په مسجد کې ناست يې ؟ هغه ورته اوويل : ای د خدای رسوله ! غمونه دي راباندې او قرضونه . هغه ورته اوفرمايل : داسې يو کلام درته ونه ښيم چې کله يې اووايې نو غم  دې در څخه لرې کړي او قرض دې هم ادا کړي ؟ هغه ورته اوويل چې : هو ای د خدای رسوله ! بيا يې ورته اوفرمايل : سهار او ماښام دا ( دعا ) وايه : اَللَّهُمَّ إِنِّى أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَ الْحُزَنِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعَجْزِ وَ الْكَسْلِ وَ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ وَقَهْرِ الرِّجَالِ . ابو امامه وايي چې : بيا ما همدا سې وکړل نو الله تعالی زما غم لرې کړو او قرض يې راته ادا کړو . ( ابوداود )  

له جادو پېريانو او شيطانانو نه د خلاصون دعا :
قعقاع بن حکيم وايي چې : کعب به ويلې چې که دا څو کليمې نه وی چې زه يې وايم نو يهودانو به له ما څخه خر جوړ کړی وو ، ( کعب مخکې د يهودانو عالم وو بيا مسلمان شو ) چا ور څخه پوښتنه وکړه چې : هغه کومې کليمې دي ؟ هغه اوفرمايل : أَعُوذُ بِوَجْهِ اللَّهِ الْعَظِيمِ الَّذِي لَيْسَ شَيْءٌ أَعْظَمَ مِنْهُ وَبِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّاتِ الَّتِي لَا يُجَاوِزُهُنَّ بَرٌّ وَلَا فَاجِرٌ وَبِأَسْمَاءِ اللَّهِ الْحُسْنَى كُلِّهَا مَا عَلِمْتُ مِنْهَا وَمَا لَمْ أَعْلَمْ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ وَبَرَأَ وَذَرَأَ .         ( امام مالک )
دا دعا که  يو وارې سهار او يو وارې ماښام اوويل شي نو سمه ده  .

د مصيب ځپلي د ليدلو د وخت دعا :
له عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : څوک چې کوم کس د تکليف او مصيبت په حال کې اوويني ، او دا دعا اووايي :
( اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِيْ عَافَانِيْ مِمَّا اِبْتَلَاكَ بِهِ وَ فَضَّلَنِيْ عَلَى كَثِيْرٍ مِمَّنْ خَلَقَ تَفْضِيْلًا) نو دا کس به له هغه مصيبت څخه ټول عمر بچ وي . ( يعنې هغه مرض او مصيبت به په دې کس باندې نه راځي ) ( ترمذي )
فائده : د دې دعا برکت دادی چې انسان به له هر مصيبت او مرض څخه په امان وي .                              د دعا ژباړه : د ستاينې او صفونو وړ دی هغه ذات چې زه يې له هغه مصيبت څخه خلاص کړم  چې ته يې پرې مُبْتلا کړی يې ، او زه يې په ډېرو مخلوقاتو باندې غوره کړم  .     

د سفر دعا ګانې :
چې کله څوک سفر ته روانېږي نو  د رخصتېدلو پر مهال دې مخامخ کس ته دا دعا وکړي  :  اَسْتَوْدِکُمُ اللهَ الَّذِيْ لَا تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ ( أحمد ، ابن ماجه )  او حاضر کس دې مسافر ته د رخصتېدو په وخت کې دا دعا کوي  : (اَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَکَ وَ اَمَانَتَکَ وَ خَوَاتِيْمَ عَمَلِکَ. ( أحمد ، ترمذي )
بيا چې کله مسافر په  ( موټر  ، کشتۍ ، يا طياره ) کې په خپل ځای      ( سېټ ) باندې کښېنې نو درې وارې دې الله أکبر اووايي بيا دې دا  دعا  اووايي : (سُبْحَانَ الَّذِى سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ )  اَللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ فِى سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَ التَّقْوَى وَ مِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى ، اَللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا ، اَللَّهُمَّ اِطْوِ لَنَا الْبُعْدَ ، اَللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِى السَّفَرِ وَ الْخَلِيفَةُ فِى الأَهْلِ وَ الْمَالِ ) ( أبوداؤد )
او چې  كله له سفر نه بېرته کور ته را ورسېږي نو دا دعا دې اووايي : آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ . ( أبوداؤد )
مسئله : چې کله په پورته ځای باندې  خېژي  نو  الله أکبر دې وايي او چې کله بېرته را کوزېږي نو سُبْحانَ الله دې وايي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه لښکرو به همداسې کول  ( أبوداؤد )
پدې هکله مونږ ته  مفتي عبد المجيد دينپوري شهيد رحمة الله عليه په جامعة العلوم الإسلامية بنوري ټاون کراچۍ   کې ،  د ترمذي شريف  په درس کې فرمايلي وو  چې : د  پورته ختلو په وخت کې الله أکبر ويل ځکه چې الله جل جلاله ډېر لوی دی او شان يې ډېر لوړ دی  ، نو چې انسان دا لږ  پورته  کېږي نو  الله أکبر  دې  وايي چې  تکبر  پکې رانشي ، او د خدای  لويي  او عظمت  يې په ياد وي .  
او د ښکته کېدلو په وخت کې سبحان الله ويل ، ځکه چې  انسان  خو  لږ پورته  وختلو  خو  اوس بېرته کوزېږي خو الله تعالی له دې څخه پاک دی ، هغه همېشه لوړ او د عظمت والا دی .
مسئله : په سفر کې  د ماسپښين مازديګر او ماسخوتن فرض لمونځونه دوه دوه رکعته کېږي ، او د سهار لمونځ پوره کېږي ، او د ماښام درې رکعته فرض پوره کېږي ، ځينې خلک د جهل له  امله د ماښام لمونځ هم نيموي ، چې د افسوس خبره ده .
د سهار له سنتو نه پرته  د نورو سنتو په هکله حکم دادی چې : که وخت ورسره وي ، تکليف ورته نه وي  او موټر ورته ولاړ وي  نو سنت دې وکړي ، خو که داسې نه وي نو بيا دې سنت پرېږدي .
ځينې جاهلان چې نيمه خبره يې اورېدلې وي ، په سفر کې خلک له سنتو څخه منع کوي  ، چې بايد هوښياران يې سمون وکړي  .    
په بازار کې د يوې دعا ثواب  :
له عمر بن خطاب رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمايل : څوک چې په بازار کې دا ( کلمه ) اووايي : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ المُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ، وَهُوَ حَيٌّ لا يَمُوتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ ، وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ  – نو  الله تعالی به دې کس ته لس لکه نېکۍ وليکي ، او لس لکه ګناهونه به د  ده له  ( عمل نامې څخه ) لرې کړي ، او په جنت کې به  يو کور ورته جوړ کړي . ( شرح السنة )
عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : مَنْ قَالَ فِي سُوقٍ جَامِعٍ يُبَاعُ فِيهِ : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ ، لَهُ المُلْكُ ، وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ ، وَهُوَ حَيٌّ لا يَمُوتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ ، وَ هُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ، كَتَبَ اللَّهُ لَهُ أَلْفَ أَلْفِ حَسَنَةٍ ، وَ مَحَا عَنْهُ أَلْفَ أَلْفِ سَيِّئَةٍ ، وَبَنَى لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ . هَذَا حَدِيثٌ حَسَنٌ غَرِيبٌ ( شرح السنة للبغوي )
 
د اذان د اورېدو په وخت کې  :
د اذان د اورېدلو په وخت کې بايد اورېدونکی اذان کوونکي ته ځواب ورکړي ، داسې چې اذان کوونکی کوم ټکي وايي اورېدونکی دې هم هماغه ورسره وايي ، يواځې د حَيَّ عَلَی الصَّلَاةِ او حَيَّ عَلَی الْفَلَاحِ په ځواب کې دې لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّةَ إِلّا بِاللهِ الْعَلِيِّ الْعَظِيْمِ  وايي ، او د سهار په اذان کې د اَلصَّلَاةُ خَیْرٌ مِنَ النَّومِ په ځواب کې دې اورېدونکی صَدَقْتَ وَ بَرَرْتَ وايي ، او د اِقامت د اورېدو په وخت کې دې هم هماغسې ځواب وايي ، يواځې د قَدْ قَامَتِ الصَّلَاةُ په ځواب کې دې اورېدونکی أَقَامَهَا اللهَ وَ أَدَامَهَا وايي .       
له اذان نه وروسته دعا :                         
له اذان نه وروسته دې دا دعا اووايي : اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَ الصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَ الفَضِيلَةَ وَ ابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ ، ( إنك  لا تخلف الميعاد )  
جابر رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د اذان د اورېدو په وخت کې دا دعا اووایي نو د هغه لپاره زما شفاعت ثابت شو .  ( بخاري ، بيهقي  )  
خو مشهوره دعا داده چې : اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَ الصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَ الفَضِيلَةَ ( و الدرجة الرفیعة ) وَ ابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ ، ( و ارزقنا شفاعته يوم القيامة ، إنك  لا تخلف الميعاد ) . د دې دعا په هکله بايد اووايو چې دا هم له دې ټولو ټکو سره ثابته ده ، يواځې يو ټکی يې ما پيدا نکړی شو ، خو د هغې مرادف مو پيدا کړو ، و الحمد لله .
له ( و الدرجة الرفیعة ) څخه پرته  تر وَعَدْتَهُ پورې دعا د بخاري په روايت کې ده ، و ارزقنا شفاعته د دې ټکو روايت ما پيدا نکړو خو د ابو الدرداء رضي الله عنه له روايت څخه د دې مرادف ثابتېږي چې طبراني نقل کړی دی  ، او إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ د جابر رضي الله عنه په روايت کې راغلی دی چې بيهقي نقل کړی دی  . او ( و الدرجة الرفیعة ) د جابر رضي الله عنه په روايت کې راغلی چې ابن السني په عمل اليوم و الليلة کې نقل کړی دی  .
عن جابر رضي الله عنه :أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلم  قَالَ : مَنْ قَالَ حِيْنَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ : اللَّهُمَّ رَبَّ هذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ ، آتِ مُحَمَّداً الوَسِيلَةَ ، وَالفَضِيلَةَ ، وَابْعَثْهُ مَقَامَاً مَحْمُوداً الَّذِي وَعَدْتَهُ ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتي يَوْمَ القِيَامَةِ .(رواه البخاري) .             عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم :مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ : اللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ بِحَقِّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلاَةِ الْقَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ ، وَابْعَثْهُ الْمَقَامَ الْمَحْمُودَ الَّذِى وَعَدْتَهُ إِنَّكَ لاَ تُخْلِفُ الْمِيعَادَ إِلاَّ حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِى . ( السنن الکبری للبيهقي ، كتاب الصلاة , باب ما يقول إذا فرغ من ذلك (أی : الأذان )  )
عن عبد الله بن ضمرة السلولي قال : سمعت ابا الدرداء يقول : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم اذا سمع النداء قال : اللهم رب هذه الدعوة التامة و الصلاة القائمة صل على محمد عبدك و رسولك و اجعلنا في شفاعته يوم القيامة ، قال رسول الله صلى الله عليه و سلم:  من قال هذا عند النداء جعله الله في شفاعتي يوم القيامة ( المعجم الأوسط للطبراني برقم : 3662  )
عن عبدِ الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما : أنّه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يقول: إِذَا سَمِعْتُمُ النداء فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ ؛ فَإنَّه مَنْ صَلَّى عَلَيَّ صَلاَةً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ بِهَا عَشْراً ، ثُمَّ سَلُوا اللهَ لِيَ الوَسِيلَةَ ؛ فَإنَّهَا مَنْزِلَةٌ في الجَنَّةِ لاَ تَنْبَغِي إِلاَّ لِعَبْدٍ مِنْ عِبَادِ اللهِ وَ أرْجُو أنْ أكونَ أنَا هُوَ ، فَمَنْ سَألَ لِيَ الوَسِيلَةَ حَلَّتْ لَهُ الشَّفَاعَةُ . ( رواه مسلم )
عن جابر بن عبد الله ، رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من قال حين يسمع النداء : اللهم رب هذه الدعوة التامة ، و الصلاة القائمة ، آت محمدا الوسيلة و الفضيلة و الدرجة الرفيعة ، و ابعثه مقاما محمودا الذي وعدته ، حلت له الشفاعة يوم القيامة ( عمل اليوم و الليلة لابن السُّنِّي )
عَنْ عَوْنِ بْنِ أَبِى جُحَيْفَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ : رَأَيْتُ بِلاَلاً يُؤَذِّنُ وَقَدْ جَعَلَ أَصْبَعَيْهِ فِى أُذُنَيْهِ وَهُوَ يَلْتَوِى فِى أَذَانِهِ يَمِينًا وَ شِمَالاً. ( السن الكبرى للبيهقي , كتاب الصلاة  باب وضع الأصبعين في الأذنين عند التأذين )
 و آخِرُ دَعْوَانَا أَنِ الْحمدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِیْنَ ، اَللّهُمَّ صَلِّ عَلی سَيِّدِنَا مُحمَّدٍ و عَلی آلِهِ وَ أَصْحَابِهِ أَجْمَعِيْنَ .              

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x