نظــر

فکري غلا په فقه او قانون کي

له بهرنيو سرچينو څخه
د عبدالمالک همت ژباړه

فکري غلاوي د يو چا له خوا د بل چا د ذهن او اند د محصول غصبولو او غلاکولو او اصلي مصدر ته له اشارې پرته د هغه خپرولو ته وايي. له هره ډوله چي وي؛ ادبي وي، علمي وي او که عامي ليکني وي.

دغه ډولونه کېدای سي د تخليق د اورشوګانو د ډېرښت له امله بېلابېل واوسي، په ادبي اورشو کي کېدای سي شعر او نثر اوسي، په علمي ساحه کي کېدای سي منهجي څېړني واوسي او په عامه توګه کېدای سي په بېلو بېلو مسايلو پوري ځانګړي وي.

د مسلمانو فقهاوو او حکمونو وضع کوونکو له لوري د ادبي او فکري غلا په هکله نه په پخوا کي کوم حکم سوی دی، نه اوس. د نورو اديانو په فقه او کتابونو کي هم خبره دغسي ده، خو نړۍ والو فرهنګي موسسو د دې غلا په اړه داسي احکام وضع کړي دي چي له مخي يې پر غلاکوونکي جريمه راوزي، غلا سوی مال مصادره کيږي او د دغسي غلا ترسره کوونکی د ليکوالۍ او د خپرنيزو توکو د خپرېدو له کاره منع کيږي.

خو د دې قوانينو سره سره د عربي ليکنو او منځپانګو غله پرله پسې ملاتړ کيږي او نه شرع غرض په لري نه قانون.

د عربي نړۍ په کتابتونونو کي داسي کوم کتاب نه پيدا کيږي چي د دې غير اخلاقي ښکارندي په اړه دې څه لاره چاره سنجولې وي، پرته د دکتور بدوي احمد طبانه له«السرقات الأدبية» کتاب څخه، کوم چي په ۱۹۵۶ ع. کال په لومړي ځل په قاهره کي خپور سوی دی.

طبانه په دغه کتاب کي ليکي: ”ادبي غلا داسي يو اخلاقي جرم دی چي د مالونو تر غلا په کمه نه دی. پر دې بنسټ د يوه فکر له رامنځ ته کوونکي څخه د هغه اخيستل داسي يو جنايت باله سي چي د يو چا څخه د هغه د شتو تر اخيستلو کم نه بلل کيږي“.

په اوسمهال کي چي د چاپ او خپرېدو او معلوماتو وړاندي کولو کوم برېښايي وسايل او آسانتياوي رامنځ ته سوي دي د ليکوالۍ او څېړني مدعيان په ډېره آساني سره له هغو څخه ګټه ترلاسه کولای سي.

د دې موضوع په اړه چي له فقهاوو څخه پوښتنه سوې ده چي په فقه کي د ادبي او علمي غلا حکم څه دی، یعني که له کوم کتاب، يا مجلې يا کوم بل داسي چاپ سوي او خپاره سوي سند څخه کوم څه غلا سوي وي او بل چاته يې نسبت ورکړه سوی وي، نو د تر سره کوونکي سره يې بايد څه وسي؟ او همداراز د ادبي او علمي اندونو او رايو د هغي غلا چي په غوڅ دليل سره بربنډه سي حکم څه دی او آيا حکم يې ــ سره د دې چي تاوانونه او خطرات يې تر نورو غلاوو زيات دی ــ د شتو د غلا د حکم سره ورته باله سي که څنګه ؟

د ازهر پوهنتون د فتوا ورکولو د ډلي فتوا د افکارو او ليکنو د اختلاس په هکله څرګنده ده. دغه ډله پر مادي غلا باندي د دغي غلا د قياسولو له مخي دغسي کار کټ مټ هغه غلا بولي چي تر سره کوونکی يې په نيول کيږي، خو د اقتباس او غلا تر منځ بايد توپير او تميز وسي.

په دغه فتوا کي راغلي دي:” د فتواو ورکولو ډله څرګندوي چي د اقتباس ټول ډولونه له کتاب، مجلې او بلي هري مرجع څخه چي وي، د شريعت له مخي جائز باله سي او هيڅ ستونزه پکښي نسته، په دې شرط چي اصلي مصدر او څښتن ته يې نسبت ورکړه سي، خو د يوه ليکونکي په ليکنه کي له کوم کتاب يا مصدر يا مجلې څخه نقل کول او د خپل ځان يې ګڼل داسي کار دی چي شرعي او قانون حرام بللی دی او د غلا يو ډول باله سي. اما د افکارو لېږد او ليکل او د نورو افکارو سره يې يو ځای کول او اوډل هيڅ ستونزه نه لري، په دې شرط چي دغه خبري يې څښتن ته منسوبي کړی سوي وي.

نن مهال ادبي او فکري مقالې ځان ته بيه او ارزښت لري او داسي توکي بلل کيږي چي د شريعت له مخي بايد بلوسۍ څخه وساتل سي او حمايه سي. نو که څوک دغسي توکي غلا کړي داسي ګڼل کيږي چي غل يې د جرم مرتکب سوی دی او بايد تعزيري سزا ورکړه سي، يعني د سزا کچه يې بايد ټاکلې نه وي، بلکي د قاضي رايي ته وسپارل سي او هغه يې بايد ورته وټاکي، څو نور خلک د دغسي چارو له ترسره کولو څخه راوګرځي، والله اعلم“.

ځينو مفتيانو بيا فکري غلا د کوچني اولاد د غلا سره پرتله کړې ده. له دې څخه معلوميږي چي فکري غلا څومره لوی جرم دی. که څه هم د فقهاوو له خوا د دې غلا په هکله صريح حکم نه دی ورکړه سوي، خو دا روښانه ده چي د هغو له خوا ذهني زيار او افکار په عامه توګه د اولادونو سره ورته بلل سوي دي، يعني د دوی په اند دا ډول غلا د مادي توکو ترغلاکولو ډېره لويه بلل کيږي.

دا چي فقها د فکري غلا په اړه د صريح حکم ورکولو په باب تردد لري يا د افکارو او ليکلو شتو غلاکوونکو ته د شتو د مروجي غلا د سزا د ورکولو زړه نه سي کولای لامل يې دادی چي لومړنيو فقهاوو په دې اړه سهل انګاري کړې ده، خو هغوی په دې کي معذور ول، ځکه هغوی په نورو مهالونو کي اوسېدل. په پخوا وختونو کي ټول ټينګار د ديني نصوصو په هکله له امانت څخه پر کار اخيستلو کېدی او په ژوندانه کي ادب او فن ته د دوهمي بوختيا په توګه کتل کېدل. اما د ادبي غلا په چاره کي د لومړنيو پوهانو او فقهاوو د تساهل سره سره، هغو د تاليف په اړه ځانګړي اصول ټاکلي ول. که څه هم هغو په خپلو ليکنو کي د صفحو د ارقامو استخدام ته پام نه اړاوه، خو د هغه مؤلف نوم به يې ياداوه چي دوی به يې فضل مانه او د هغه له ليکنو څخه به يې ګټه اخيسته. لکه چي جاحظ د ارسطو او د هغه د کتاب «الحيوان»(كتاب الْحَيَوَان لارسطاطاليس) نوم ډېر ياداوه. تاريخ ليکونکو به د طبري او محمد بن حبيب نومونه ډېر اخيستل. د سيرت د کتابونو ليکوالو به د محمد بن اسحاق او ابن هشام نومونه ډېر راوړل. په داسي حال کي چي ځينو نورو به بيا د نورو په فضل باندي اعتراف نه کاوه، ځکه چي هغو به ټول کتاب غلا کړی وو. لکه چي سعد الأشعري (درېيمه او څلورمه هجري پېړۍ). د نوبختي (درېيمه هجري پېړۍ) «فرق الشیعة» ټول په خپل کتاب «المقالات والفرق» کي ايښی وو.

تر دې تفصيلاتو وروسته نو آيا اوس فقها او احکام وضع کوونکي د فکري شتو د ملاتړ لپاره داسي يو څه کړي دي چي د علمي او ادبي غلا وو په وړاندي خنډ سي او د مختلفو فکري او هنري نوښتونو ننګه وکړي؟

اوس د نړۍ په بېلو بېلو برخو کي د داسي قوانينو د رامنځ ته کېدو لپاره کوښښونه سوي دي چي د علمي او ادبي غلا وو مخه ونيول سي، د فردي ملکيت ملاتړ او له فکري حقونو څخه دفاع وسي. البته په بېلو بېلو هيوادونو کي د دغو قوانينو منځپانګي بېلي بېلي دي، خو سره د دې هم فکري غلاوي هماغسي پر له پسې په پراخه کچه تر سره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

زما په نظر فکری غلا یو شیطانی عمل دی ځکه: که زه د کوم چا څخه مالی غلا وکړم علت به ئې یا لوږه وی یا اعتیاد خو په فکری غلا کی یو ډېر ناوړه خصلت د نفسانیت غوندی ستر دښمن لاسونه ښکیل دی پدې معنی چه زه مثلاً د فکری غلا په تر سره کولو نورو ته په ریاکارانه توګه دا ښیم چه زه یو پوه او پخپل مسلک کی استاد یم پداسی حال کی چه دا دروغ دی او دروغ هغه هم د ریا په نیت یو ډېر ناوړه او شیطانی عمل دی او په ضمن کی هغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x