لیکوالي، ژباړه او شاعري په افغانستان کې

آغاملوک سهار

زموږ ډیر ژباړن او لیکوالان،شاعران ګیلې لري چې کار یې عاید نه لري یا لوستونکي نلري، یایې کار چا ندی ستایلی.

دا دری سره سته، منم یې، زه دلته خپل نظرونه درسره شریک کوم، هیله ده څوک خفه نسي.

ډیری وخت یو څوک ژباړه یا لیکوالی د پوهنتون،ښوونځی،یا د یو ماموریت په دوره کي شروع کړي، چې پوهنتون یا ښوونځی یا کار ترې وڅڅي،ځکه دی ټولنې ته کار کوي، یا د خلګو اذهان لوړوي، ددي په ځای دي خپل پوهنتون، کار،هدف ته ځان ځانګړي کړي، هغه لومړیتوب لري، خیرات او ثوابونه لمړیتوبونه ندي.

ځکه هر چاته باید خپلی غوښتنې او اړتیاوي، او هدفونه لمړیتوب ولري،مهم ندي چې ته خپله تر ستونې په ستونزو کې غرق یې خو ته نور خوشحاله کوي، ذهنونه لوړوي، دا ظلم دی.

زما د پخوانی لیکوالانو،شاعرانو او ژباړنو کار هيڅ ندي خوښ، چې خپله یې په نستي او غربت کي هرڅه پریښي وو، کتابونه یې لیکل، نن یې مطبعي،او کتابتونو چاپوي پیسې په اخلي او دوي ټول عمر له نیستی او غریبي نه ډول وهل، خپل کتابونه یې یوه ورځ هوسا نکړل.

که د چا اقتصادي توان ښه وي،ستونزې نلري، بیا دی وکړي، خدمت دي، ثواب دی.

زه حتا خپله لیکنه نه کوم که کوم یې، نو باید څو زره کسان یې ولولي،څو ویب سایټونه، راډیوګاني باید نشر کړي،بلي ته هغو لاس نه وروړم،دا په زور نه، په هنر کوم، دا چل مې زده کړي، چې لیکنه تر ټولو ورسوم، ځکه زه هغه څه لیکم چې مارکیټ لری، نوي وي، او خلګ یې غواړي حتا لیکنه هم ماته ګټه لري، زما د ښوونځی له یوولسم ټولګي د پوهنتون تر وروستیو مې ټول عاید له طرحو او نوښت، لیکنو څخه دي،حتا د ماسټرې سپانسر مې دي لارې پیدا کړ، ځکه په یوولسم ټولګي کې له خپل پلار نه پنځه زره افغاني اخیستي وي. نه یوازي ځان بلکي په دا شپږو کلونو کې مې د خپل ورور او دوه د کاکا زامنو د درس، کورس او نور ټول مصارف ورکول، منم اوس هم ستونزې لرم ولي دا دومره رسنیو،درس، سفرونو،خلګو،اړیکو،مصارفو سره په خپلو پښو ولاړم.

لمړی خو خپل هدفونو ته کار وکړي، کنه له ژباړي او لیکوالی،شاعرې سره علاقه لري،ژباړې او لیکوالی مسلک بولی لمړي کتاب په لوړه بیه وپلوري، له مطبعو پیسې واخلي،بیا له لوستونکو،مانا اړتیاوي مو پوره کړي کنه، دا چې کتاب ولیکي یا وژباړي خو مطبعی، یو او بل او کتابتون ته زاری کوي دا را چاپ کړه،بیانو دا ترډ کلاس کارونه دي، ځکرخون کوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د