دیني، سیرت او تاریخ

اجتهاد او مجتهد

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

د فقهې اصول

د فقې اصول د قرآن کریم آیتونه او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنتونه دي ، قرآن کریم ددې شریعت لپاره قواعد او اصول لري سره ددې چې په قرآن کریم کې په فروعو باندې تفصیلی بحث نه دی شو بیا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو کې پدې باندې تفصیلی بحث شوی دی په قرآن کریم کې چې کوم شی په اجمال سره بیان شوي وو په احادیثو کې د هغې تفصیل وشو ، طریقه یې بیان شوله ، احکام یې راغلل او مسلمانانو ته اسانه شوه چې عمل ورباندې وکوي نو ځکه قرآن کریم او احادیث مبارکه د اسلامي شریعت بنیادونه دي نو ددې امله کله چې اوس په دین کې څوک کوم عمل کوي او هغه عمل د قرآن کریم او احادیثو سره په ټکر کې وي نو د اسلامي شریعت له نظره هغه رد دی او کله چې مؤمن د کوم کار د ښه والی او یا بد والي په اړه فیصله کوي نو معیار به ورته قرآن کریم او احادیث وي عقل به نه وي سره ددې چې د اسلام هېڅ حکم او هېڅ فیصله له عقل سره په ټکر کې نه ده لکن مرجع د خبرې به نقل وي .

لکن د آیاتونو او احادیثو څخه د یوې مسئلې په راویستلو کې د عقل هم دخل دی د ژور فکر ضرورت وي چې په میدانونو د فکر کې وګرځي او د مسائلو استنباط وکوي دا په هغه ځایونو کې چې هلته صراحتا نص نه وي راغلی نو بیا مجتهد پکې فکر کوي او له یوه نص څخه یوه مسئله را وباسي او څرنګ چې انساني فکر تر بل انسانی فکر پورې فرق کوي په همدې ډول د فقهاوو نظریات سره بدل بدل کیږي او هر مجتهد د خپل فکر مطابق له نص نه د یوې مسئلې استنباط کوي او دا ټول استنباط د نصوصو او شرعی دلائلو تر چت لاندې وي تردې ساحې نه بهر نه وزي او که بهر شی نو بیا هغه رد وي خو دا مسائل چې له آیتونو او احادیثو څخه را ویستل کیږي دېته د اجتهاد ضرورت وی او اجتهاد مجتهد کوي د مجتهد خپل شروط او صفات وي هرڅوک نشی کولی په خپل عقل یوه مسئله له کوم نص او دلیل څخه را وباسي د مجتهد شرطونه د مثال په توګه :

علم په کتاب الله

مجتهد هغه کس وي چې د الله تعالی په کتاب باندې عالم وي په هغه کې چې څومه محکم ، متشابه ، عموم ، خصوص ، اجمال ، تفسیر ، ناسخ او منسوخ وي هغه باید ټول و پېژني د هغې په مقتضیاتو باندې پوه وي چې څنګه یو حکم ورڅخه را واخلي .

په سنتو باندې علم

همدارنګه په مجتهد کې شرط دي چې هغه باید د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په سنتو باندې عالم وي ، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اقوالو ، افعالو او تقریرونو څخه خبر وي او په هغه لارو او اسنادو باندې علم ولري چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) حدیث تر مونږ پورې را رسیږي صحیح حدیث ، موضوعی حدیث و غیره و پېژني او سره بېل یې کړي .

د اسلافو د مذهبونو علم

مجتهد باید د اسلافو په اقوالو او رایو باندې علم ولري د هغوی په مطلب پوه وي ، د هغوی نظریات ورته معلوم وي ، د هغوی له قیاسونو او اجتهادونو څخه خبر وي .

په قیاس باندې علم

مجتهد باید پدې پوه وي چې اجتهاد څنګه وکوي؟ د مسئلې استنباط څنګه وکوي ، حق قیاس له غیر حق نه څنګه سره بېل کړي ، په څه ډول یوه مسئله په بله باندې قیاس کړي ، په کومو صورتونو کې قیاس کېدلی شي او په کومو کې نشی کېدلی ددې خبرې تفصیل زمونږ د اصول فقې د کتابونو د قیاس په برخه کې ښه په پوره پیمانه شوی دی.

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) اجتهاد

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په هغه وخت کې په دنیا کې یوازینۍ هستي وه چې خلکو به ورته په ټولو مسئلو کې رجوع کوله او پوښتنې به یې ورڅخه کولې او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته به وخت په وخت باندې وحی راتله او د خلکو د پوښتنو ځوابونه به یې ویل او کله کله به رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هم اجتهاد کاوه او د هغه (صلی الله علیه وسلم) اجتهاد به صحیح وو او که به یې اجتهاد صحیح نه وو نو الله تعالی هغه بیا په هغه رایه باندې نه پرېښود بلکه د هغه اصلاح به یې کوله لکه لوی مثال یې د بدر له بندیانو څخه فدیه اخیستل وو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې کله د بدر د بندیانو په اړه له خپلو صحابه وو څخه مشوره وغوښته چې څه ورسره وکوو نو دوه قسمه مشورې ورته راغلې :

۱. د ځینو صحابه وو رایه دا وه چې بالکل به یې وبښو او معاف به یې کړو .

۲. بله رایه دا وه چې ټول به قتل کړو .

نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د هغوی دواړو په مینځ کې یوه رایه خوښه کړه چې نه به یې بالکل مفت پرېږدو او نه به یې قتل کوو بلکه پرې به یې ږدو لکن د یو څه رقم په بدل کې فدیه به ورڅخه واخلو لدې سره به دوی ته یو ډول سزا ورسیږي او د مسلمانانو بیت المال ته به څه مال هم راشی .

بیا وروسته الله تعالی آیتونه نازل کړل چې داسې کول نه وو په کار علماوو یې وجه ویلې ده هغوی فرمایی : ځکه دا خو د جګړې آخر نه وو بلکه دا جګړه خو د مسلمانانو او مشرکینو په مینځ کې لا روانه وه او د هجرت تر آتم کال یعنی د مکې مکرمې تر فتح پورې دا جګړه روانه وه او کله چې د دوو ډلو تر مینځ جګړه وي چې یوه ډله له بلې څخه بندیان ونیسی نو که جګړه ختمه شي بیا که بندیان پرېښودل شي نو خیر لکن کله چې جګړه روانه وي بیا بندیان باید په هېڅ قیمت پرې نه ښودل شي ځکه دا به بیا لاړ شي بیا به د جنګ کرښو ته راځي . نور بیا انشاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ناپیژنده

شاباس ګمراه کړه جاهل او ناپوه خلک او وکړه تیر ویستل په پوهی او یا ناپوهی سره. ستا اوله غټه دوکه او چل او فریب داده چي د خپلی لیکنی د عنوان په انځور دې دامام ابوحنیفه نقل قول په تحریفی بڼه را نقل کړي تاسو لیکلی چی امام ابوحنیفه وایې چی صحیح حدیث زما م‍ذهب ده په داسې حال کښي چی ددې اصلی بڼه داسې ده (اذا صح الحدیث فهو مذهبی) نو اوس ته خپله فکر وکړه چی ستا د عبارت او د اصل عبارت ترمینځ څومره لوي فرق ده. معنی دا چي امام ابوحنیفه (رح) وایې چی کله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx