افغانستان

مجاهد: ملي امنیت په رڼا ورځ خلک تیر باسي

د طالبانو ویاند د کابل د ملي امنیت هغه ادعا دروغ وبلله چې ویلي ئې وه په تیرو ۴۰ ورځو کې ئې ۲۶۲ شهادت غوښتونکي برید کوونکي نیولي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل ملي امنیت له خپلې سویې پورته ادعاګانې کوي او د فدايي سرښندونکو ژوندي نیول دومره آسانه کار نه دی.

“کله چې د اسلامي امارت مجاهدينو غوښتي فدايي بریدونه ترسره کړي ، په ولاياتو کې خو لاڅه چې په کابل کې په ترټولوخوندي ځايونو کې يې هم خپل عمليات کړي او په اصطلاح د ( ملي امنيت) په ګډون يې له ټولو بهرنيو او کورنيو ټوپکمارو نه په ساعتونو لاره ورکه کړي ده”.

مجاهد زیاتوي چې یوازې د انتخاباتو د “جعلي” پروسې په ورځ (۱۰۸۸) بریدونه ترسره شوي دي چې یو شمیر رسنیو ئې د پټولو هڅه کوله.

“د جعلي انتخاباتو په مرکزي کميسیون، د کابل ولايتي کميسیون، سرينا هوټل او داسې نورو کلکو امن درلودونکو ځايونو کې وروستي بريالي فدايي بریدونه د همدې (۴۰) ورځو په دننه کې ترسره شول چې دښمن يې د کشف او خنثی کولوکوچنۍ وړتیا هم نه لرله”.

باید وویل شي د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي له انتخاباتو یوه ورځ وروسته، چې هر څه بشپړ شوي وه، اعتراف وکړ چې له پورته څه د پاسه زرو بریدونو له جملې څخه یوازې ۶۹۰ بریدونه د ملي اردو په عسکرو انجام شوي.

اما د کورنیو چارو وزارت، استخباراتي ارګانونو، انتخاباتي کمیسون، او بهرنیو ځواکونو تر دې دمه داسې احصائیه نه ده خپره کړې څو معلومه شي چې د ذبیح الله مجاهد له یادې کړې شمیرې څخه دوی په برخه څو بریدونه رسیدلي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي:

“په انتخاباتي بهیر بې ساريو بریدونو، له هغه وړاندې په کابل تندريزو ګورازونو، دښمن اړ کړ چې د خپل استخباراتي ارګان له لارې دغه ډول بوچه ادعا خپر ه کړي او دخلکو د غولولو، اغفال کولو او په رڼا ورځ تير ايستلو هڅه وکړي”.

مجاهد د کابل د ملي امنیت دا کوشش بې ځایه بللی چې په بې اسنادو راپورونو د جهادي بهیر مخه نیول او د طالبانو روحیات کمزوري کول غواړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x