تر څو به لا پټه خوله یو !؟

محمود افغان …

کله چې د الله عذاب نازلیږي ، هلته بیا دېته نه ګوري چې څوک مجرم دی او څوک صاف دی ، په یو شان ټولو باندي تندر پرېوزي ، هم دیني حیثیت لرو هم تاریخي ، خو بیا هم د خپلو شخصي ګټو لپاره خاموش پټه خوله ناست ، کله مو هم د ظالم او جابر پر وړاندي اواز لا هم نکو پورته ، تر کله – تر کله به داسي چوپه خوله يو ، تر څو به بمباریږو ، تړل کیږو ، پنجرو کې به بندیږو او تر کله به وي دا ځان ځاني ؟؟

یاد ساتئ! نن مو وخت په لاس کې ده ، خدای مه کړه، موقع ضایع نکړو، که داسي وسول قصوروار به خپله موږ یو، ددین اسلام تاریخي دشمنانو نه هیڅکله هم هير نه یو، او نه مو په ازاد حالت کې زغملای سي، دوخت په انتظار دي، یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي، خو اوس ستاسو په نسبت دوی له ډیر تکلیف ورکونکو سره لاس او ګریوان دي، خداي دي نکړي، کله چې فارغ البال سي، هدف او ټارګټ به تاسو ، ستاسو نصاب ، مدارسي او ادارې وي، ځکه همدا مدارسي دي چې داسلام دقلعې لپاره مدافع قوه تولیده وي.

اوس مو وخت دی، چې دراتلونکي لپاره تابیا ونیسو، یو موټی سو، دمشکلاتو حل ولټوو، یو واحد نظام ولرو، دافراتفري نه خپلي مدرسي ، علماو او نازک بې ګناه طالب علمان وساتو .

که داسي ونه کړو، یو خوا به دحکومتو له دینه ناخبره سرلارو دمشکلاتو سره مخ یو، کله به مو یو او کله په بل نامه مدرسې راته بدنامه وي ( د هرات مدرسه يې ژوندی مثال دی )، محصل او طالب به مو له مشکلاتو سره مخ کوي، کله به نصاب دخپل فرمایش سره برابر غواړي، کله به را ته په مالي منابعو کې مشکلات جوړوي، خدای مه کړه، ډیر ممکن چې داسي وخت به هم راسي، پر مدرسه او مسجد جوړولو به مو یا پابندي عایده وي، او یا به مو مسجد محراب ممبر او مدرسه ددغو له دينه لري کسانو لخوا اداره کیږي.

همدا نن د یو دل خراشي واقعې شاهدان یو ، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د عمر خیلو په کلي کې پر یوه ديني مدرسه باندي د وخت طاغوتیانو او د هغوی مرتزقه تالۍ څټو د شپې چاپه وهلې ، چې د مدرسې د استاذ په ګډون يې اته تنه تنکي د لسو – پنځلسو کلو تر منځ عمر لرونکي د قرآن کریم حافظان په ډیر وحشت سره شهیدان کړي ، دېوال ته يې کتار کېنولې هر یو يې پر دا سر په ډیره بې رحمۍ ويشتلی .

د دې مظلومانو د مظلومیت اواز به څوک پورته کوي ؟ ایا هغوی انسانان ندي ؟ د بدماشان مخ به څوک نسي ؟ دا هغه څوک هم ول ، چې د دوی په اصطلاح ورته دهشتګر (د ننۍ زماني اتل) وویل سي .

ګورئ د افغانستان د مدرسو علماو !!

که داسي د پیل په غوږ کې بيده پاسته سوئ ، هر یو په دې خوشحاله وئ ، چې ګواکې زه خو محفوظ یم ، مدرسه مي محفوظه ده، الله دي نکړي زر واره دي الله نکړي ، نو ډیر ممکن چې د الله د عذاب مستحق نسو ، ځکه پر ظلم باندي سکوت هم ظلم دی ، دا خو به مو وس وي ، چې د ملک په سطحه یو هیئت هلته ورسې مدرسه وګوري ، حافظان يې وګوري ، له خلکو معلومات تر لاسه کړي ، کم از کم یو اواز خو پورته کړي .

که د دې مظلومانو د سرو وينو سوال د وخت له طاغوته کیږي ، نو کېداسي د رمې له هغه خونده نه هم وسي ، چا چې رمه بې شپانه په ليرې غره کې لیوانو ته پرې ښودلي ده .

یا الله له تا نه د اتحاد ، اتفاق غوښتونکي یو !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د