نظــر

میني انتظار ته لیک- ښایسته خان ثابت

 سلاموني او ښې چاري
اغلي مینه انتظار!
سهار وختي مي فیسبوک خلاص کړ، ستا فریاد او چیغي مي ولیدې، زړه مي په سینه کي په ټوپونو سو، تر سترګو مي اوښکې توی سوې، ورسره څنګ کي مي د خبریالانو، لیکوالانو او وطندارانو د جدي خواخوږۍ کمنټونه او پوسټونه ولیدل، دوی په یو ږغ ویلي ول چي موږ د هغو پولیسو محاکمه غواړو چي د میني انتظار کور ته اوښتي د هغې پر عزت او حریم یې په نیمه شپه کي تېری کړی،

دوی پر تا ننګ کړی و، دوی د دیني او ملي احساس له مخي پر یوې خور، پر یوې شاعري، پر یوې افغاني او پر یوې پښتنې ننګ کړی وو که څه هم چي زړه مي په واک کي نه و مګر په دې مي زړه ډاډه وو چي شکر هغه دي وطن پرسته وروڼه سته د خپلي خور ملا به وتړي، حیا به یې خوندي کړي او پولیسو ته به سخته سزا ورکړي خو دا هر څه په پنځه ساعته کي بل ډول سول.

په فیسبوک کي په نوم د روڼ اندو خبریالانو ( سید شاه سقیم، ظهیر ظهیر او صدیق افغان) پوسټونه وسول او هغو کسانو ته یې میسجونه سیخ کړل چي پر تا یې ننګ کړی و، ته یې خور بللې وې، ستا عزت یې خپل عزت بللی و. دوی د خپلو بادارانو د لار ښوني سره سم په بدلمنۍ تورنه کړې. که به چا ترې وپوښتل چي پولیس یې ولي کور ته لوېدلي؟ د دوی درواغجن ځواب دا وو چي (کیسه مه شنۍ بوی کوي). خلک يې وډار کړل، خلک يې په تشویش کي واچول ، د هغه چا چاره یې تر سر کړه د کومي په اړه چي الله جل جلاله په قرآن کي خپلو بندګانو ته ویلي چي په رب سره مو پنا ترې وغواړئ.
ٱلَّذِى يُوَسْوِسُ فِى صُدُورِ ٱلنَّاسِ
مِنَ ٱلْجِنَّةِ وَٱلنَّاسِ( الناس. ۵-۶ )
ژباړه: هغه چي د خلکو په زړونو کي وسوسه اچوي.
هغه که له پېرانانو څخه وي او(یا) له انسانانو.

له بلي خوا څخه د کندهار د والي ویاند( دوا خان مینه پال) ادعا وکړه چي د میني انتظار ورور د پولیس له لوري تر تعقیب لاندي وو نو پولیس په همدې خاطر د میني انتظار کور ته اوښتي دي.

اغلي انتظار!

پوهېږم چي ته به دا  پوښتني کوي چي:
    که زما په کور کي یې څوک نیولی وي رسنۍ ته دي یې ښکاره کړي.
    که پولیسو ته مالومات سوي چي زموږ په کور کي بدلمني کیږي نو بیا ولي د والي ویاند وایي چي ورور یې  په جنایي پېښه تورن دئ ؟.
    که مي د ورور لپاره راغلي ول بیا دومره ډرامه ولي؟
    ولي ښځينه پوليسي نه وې ورسره؟
    ولي يې وهل کول؟
    ولي پر دېوالو را واووښتل؟
    ولي يې پوستې ته ښځمني کشولې؟
    ولي يې پيسې او زر غلا کول؟

ستا د دې پوښتنو ځواب دا دئ.
دا چي تا په فیسبوک کي ږغ وکړ، دا چي تا د ظالم په وړاندي آواز پورته کړ، دا چي تا د خپل حق غوښتنه وکړه، دا چي تا غله، چرسیان او بې ناموسه پولیس تر غاړه ونیول. د دوی لپاره بله لاره نه وه پاته، دوی باید ځان سپین کړی وای، کنه ملت یې پر مخ ور توپ کول. د دې لپاره بې له کومي هماهنګۍ څخه پولیسو خپل لاس پوڅي په نوم ژورنالیستان او وجدان پلورونکي وننګول، هغه بې ننګان یې وننګول چي په بدلمنۍ کي یې نوم وړی، کنډومان په جیب کي ګرزوي پر همدې اساس دې ضمیر پلورونکو وویل چي  له میني انتظار سره کنډومان نیول سوي  حال دا چي هیڅ کوم شواهد نه لري. دې خرڅ سوو په نوم لیکوالانو او خبریالانو( سقیم، ظهیر  او صدیق افغان) کیسې ته سیاسي رنګ ورکړ چي دا د طالبانو له خوا دسیسه ده حال دا چي ستا وروڼه عسکر دي او ستا په شعرونه کي اکثره د وطن سرتیري ستایل سوي دي.
خو زما په اند ستا لویه ګیله به له کندهار میشتو خبریالانو څخه وي چي ولي ستا پوښتني ته نه دراځي؟، ولي په حقیقت ځان نه خبروي؟، وليد اصلي موضوع نه افشا کوي؟.
موږ ستا هغه چیغي هم ولیدلې چي له ژورنالیستانو دي غوښتي ول چي حقیقت دي بیان او را سربېره سي، تا ویلي وه چي زما بدنامۍ ته دي نه ګوري، تا ویلي وه چي که  زه مجرمه وم، که بدلمنې وم او که ما عزت پلوری خبریالان دي په نره ووایي. خو پر ما ظلم کیږي، زه په ډول ډول تورنو تورنه کېږم، ما ته د مرګ ګواښونه کیږي، زه به  اخیر ووژل سم، کله د جنایي پیښي، کله د قتل او کله د بدلمنۍ تورنه راباندي لګوي د خدای لپاره خبریالان دي زما ږغ انعکاس کړي.

خو اغلې میني انتظار! زما او ستا یوه خبره ده چي موږ حقیقت ته رسېدل غواړو که ته مجرمه یې باید سزا در کړل سي او که پولیس بر ناحقه ظلم درسره کوي، خبریالان دي په بدلمنۍ تورنه وي، زمانه دي پر ږغ ګونګه سوې. زه باوري یم چي یوه نه یوه ورځ به تاته انصاف رسیږي، یوه نه یوه ورځ به هغه لاسونه پرې کیږي چي ستا د حیا پوړنی یې له سره پورته کړی او اخیر به خلک د همدې په نوم خبریالانو پر مخ ناړي ور توپ کوي او د دوی پر ژورنالیزم په لعنت وايي.

له څاڅکي څاڅکي نه سیلاب جوړیږي
چي ظلم ډېر سي انقلاب جوړیږي
شاعر؛؟؟؟؟؟؟؟؟

لیکوال: ښایسته خان ثابت- المان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x