fbpx

انډرایډ سستم لرونکي مبایل ستاسو راز نشي ساتلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ۰۱ لیندۍ ۱۳۹۶ل) که تاسې په انډرایډ مبایل کې په دې ګمان د ځای شریکولو location آپشن بند ساتئ چې مبایل به مو ځای معلوم نه کړي نو ستاسې دا ګمان غلط دی، ځکه په انډرایډ مبایل کې د ځای پټ ساتل ممکن نه دي.

د یوه څیړنیز راپور له مخې ددې خبرې پخلی شوی چې په انډرایډ مبایل کې ځای پټ ساتل په هغه وخت کې هم ممکن نه دي کله چې تاسې د ځای شریکولو آپشن بند وساتئ او یا مو هم له مبایل څخه بلکل سیم کارت وباسئ.

د کوارټز Quartz رسنۍ راپور کې ویل شوي چې د انډرایډ مبایل د تلیفون پایې ته د ځای په اړه معلومات لیږي، چې دغه معلومات بیا ګوګل ته رسیږي.

د څیړونکو په وینا چې ددې مبایل استعمالونکي په هر صورت کې له ګوګل څخه پټيدای نشي، او ګوګل کولی شي ددوی ځای په اسانۍ سره معلوم کړي.

د ګوکل ویاند ویلي دي چې انډرایډ مبایل دغه کار د ۲۰۱۷ کال له شروع نه راپدیخوا د ګلوګل لخوا ترسره کوي، تر څو ګوګل وکولای شي خپل د تیرو ۱۱ میاشتو هر رنګې پیغامونه دوی ته ورسیږي.

له بل پلوه په انډرایډ مبایل کې ځای بند ساتل هم د مبایل استعمالول ستونزمنوي، ځکه ډیر داسې اپلیکیشنې شته چې د ځای خلاص پریښودلو پرته کار نه کوي.

که تاسې غواړئ چې د ګوګل ددې کار مخنیوی وکړئ نو خپل مبایل نه د ګوګل نقشې google maps تاریخ ډیلیټ کړئ. که څه هم ددغه کار پوره مخنیوی امکان نلري او نه ددې کوم حل تر اوسه ښکاره شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
dawood Shah
میلمه
dawood Shah

ډير شايسته ډير زبردست مونږ د ګوګل د ټيم ډيره مننه کوٶ