دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمان عذر نه منل ستره ګناه ده!

-له جابر”رض” څخه روايت دی چې، رسول اللهﷺ وفرمایل: چاته چې خپل (مسلمان) ورور عذر وړاندې کړي او هغه یې معذور ونه ګڼي، یا یې عذر ونه مني؛ دغه عذر نه منونکي دومره خطایي وکړه؛ لکه د عشر ټولوونکي ظالم.
(رواه البيهقي في شعب الإيمان)

له پورتني حدیث شریف څخه، معلومولی شو چې، باید په خطایۍ سره خامخا عذر وړاندې کړو او بل دا چې، د عذر غوښتونکي عذر بايد خامخا ومنل شي.
په عذر او بښنې سره ګڼ شمېر ټولنیزې ستونزې او جنجالونه له منځه ځي؛ ځکه یې په حدیث شریف کې دومره اهمیت بیان شوی ده.

په بل حدیث شریف کې راغلي:

عن ابن عباس”رض” روایت کړی وایي، رسول اللهﷺ صحابه کرامو ته وویل:

-آیا زه تاسې ته له دوۍ څخه بد خلک وښایم؟

-هغوۍ وویل:

-هو یا رسول اللهﷺ که ستا خوښه وي.

-رسول اللهﷺ وویل:

-تر هغو بد خلک هغه دي چې، د چا ښويېدنه او خطايي نه مني، د چا عذر نه مني، د چا ګناه نه بښي.

(رواه الطبراني)

په یو بل حدیث شریف کې، رسول اللهﷺ فرمایلي:

-چاته چې خپل (مسلمان) ورور یو عذر راوړي، که هغه په حقه وي، یا په ناحقه وي، که دی یې عذر ونه مني؛ نو دا کس به زما له حوض څخه اوبه ونه څښي.

(رواه الحاكم وقال: صحيح الإسناد)

له پورته روایاتو څخه په واضحه توګه معلومه شوه چې، د یوه مسلمان عذر باید خامخا ومنل شي او نه منل یې ګناه ده، دومره ګناه لکه؛ د عشر اخیستونکي ظالم.

د عذر نه منونکی تر ټولو بد انسان دی، په آخرت کې به ورته د رسول اللهﷺ له حوض څخه، اوبه نه رسیږي.

د یو چا عذر منل ډیرې ټولنیزې ستونزې او ستر جنجالونه له منځه وړي، باید زموږ د ټولنې پوه او هوښیار وګړي، نورو ناپوهه وګړو ته د عذر منلو اهمیت بیان کړي او د عذر د نه منلو له ګناه څخه یې خبر کړي.

زمونږ په ټولنه کې د عذر کولو رواج ډېر کم دی، په خاص ډول، که یو څوک چاته عذر وړاندې کړي؛ نو د عذر منل او بښنه کول ډېر کم دي. دا موضوع عامه کول او خلکو ته یې واضحه کول ضروري دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x