
ورزش
ناڅرګندو کسانو د کرکټ اکاډمي ورانه کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۶ل): ناڅرګندو کسانو په ننګرهار کې د کرکټ یوه اکاډمي ورانه کړې ده.
د سپین غر کرکټ اکاډمي چې د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته نېږدې پرته وه، تېره شپه څلورو تنو ناڅرګنده کسانو ورانه کړې ده.
د یادې اکاډمۍ ساتونکو ویلي چې د شپې پر یوولس نیمو بجو څلور تنه ناڅرګند وسلهوال د میدان شاتنۍ برخې ته داخل شول او د پیچونو په ورانولو يې پیل وکړ.
دوی زیاته کړې چې یاد کسانو دوی ته د مرګ ګواښونه کول او د پیچونو د ورانولو او جالونه شکولو وروسته ولاړل.
ویل کیږي چې د کرکټ په دغه اکاډمۍ کې ۱۷۰ تنه کسان تمرینات کوي.
له پیچ (ویشتن ځای)ړنګولو څخه مو په کلی کی زړه تنګ شوی وو اوس د یو ولایت په سطحه اکاډمی کی داسی کار کیږی. یو دا کار پاتی وو هغه یی هم ترسره کړ. همدغه یوه خوشحالی لرو دا هم رانه واخلی،دا کار چی هر چاه کړی وی دا یی د لوبغاړو سره ستره خیانت دی، که چیری د اکاډمی له څښتن سره یی څه مشکل وو نو د هغه سره به یی حل کړی وو که په خپلو منځ کی نه جوړیدل یو دریم نفر به یی د جرګی لپاره راوستی وو ځکه جرګه د افغانستان ملی دود هم… نور لوستل »
da gheelm nshtwly dy
درنو مبصرینو زه د هر چا نظر ته د هغوی ددرنښت له امله درنښت لرم مګر په اړه یی د نه توافق دلایل که ولرم لیکم ، په دی اړه چه د کرکت اکادمی چا او ولی ورانه کړی هم ارزونه لرم او هغه دا چه : کرکت یو ورزشی لوبه ده اکاډمیک مراکزی لکه پوهنتونونه ، کالجو ، انستیتوتو او داسی نورو علمی څیړنو او ریسچونو ته ویلی شی ، دغه نوم دکریکت د پاره د نامناسبه اصطلاح ده داسی چا دا نوم خوښ کړی چه د دی اصطلاح په معنی نه پوهیږی . دوهم : په خپلواکو هیوادو… نور لوستل »
افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی. ستاسو ټوله لیکنه ما ولوستله او په لیکنه کی مو واقعاً د پام وړ جملی وی،دا زه تاسو سره منم چی دا دولت د امریکاد سفارت په لاس کی دی او چی هغوی څه ووایی دوی عملی کوی (افغانستان لوبغالی،د تاسو په اصطلاح ایجړاګان لوبغاړې او د امریکا سفارت پلان ورکوونکی او متحدین یی ننداره کوونکی). د احمدشاه بابا نه مخکی او را پدیخوا کوم داسی دولت راغلی چی د بهرنیانو له لاس لاندی کار ونکړی او دا په دی معنی نه چی زمونږه مخکی دولتونو هم د بهرنیو له لاس لاندی کار کړی… نور لوستل »
دروند ورور ستانکزی صاحب ، دیره مننه او سلامونه : یوه تصحیح : مونږ لوبغاړو ته ایجړا ګان نه دی ویلی ع او غ ته مو د ایجړاګانو نوم ورکړی . یواځنی دوری چه افغانستان اشغال شوی او بلواکه دی د روسانو او امریکایانو د اشغال وروسته . هو سیاسی نفوذ جلا خبره ده حتی امریکا هم د سیاسی نفوذ لاندی ده ، په ځانګړی ډول ټوله دریمه نړی او اسلامی نړی خو د ډیر زیات لاس لاندی کار کوی مګر معاشونه یی امریکایان نه تادیه کوی ، ریس جمهور ریسان ورته امریکا نه ټاکی او هغه هم د ټاکنو… نور لوستل »
Assalamoalaikum wrwb Afghan brother,MashaAllah