ورزش

محمد نبي بي پي ایل په نیمه کې پرېښود

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي د بنګلادیش غوره لیګ سیالۍ په نیمه کې پرېښودلې.

محمد نبي د کومیلاویکټورین لوبډلې لخوا په دغه سیالیو کې لوبېده او د پیل د ۴ لوبو لوبډلمشر هم و. هغه په مشرۍ څلورو لوبو کې کومیلاویکټورین درې وګټلې.

نن ټکی اسیا ته را رسيدلي راپورونه وايي چې محمدنبي بېرته هېواد ته ستون شوی دی او د روانې نومبر د میاشتې په پای کې د عربي اماراتو سره په څلور ورځېنۍ لوبه کې د ګډون په موخه یې د بي پي ایل سیالۍ پريښي دي.

سرچېنې وايي چې پاتې لوبغاړي چې د عربي اماراتو سره د سیالۍ لپاره اخېستل شوي دي، ډير ژر هېواد ته ستانه او خپلې ملي لوبډلې سره به یوځای شي.

سږ کال په بي پي ایل کې پنځه افغان لوبغاړي په درې بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د انټرکانټیننټل سیالیو په ترڅ کې د نومبر د میاشتې په ۲۹مه له عربي اماراتو سره په ابوظهبۍ کې څلور ورځېنۍ سیالۍ لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x