fbpx
US Navy crew members stand by a C-2 Greyhound on the deck of the Nimitz-class aircraft carrier USS Carl Vinson during a South Korea-US joint military cxercise in seas east of the Korean Peninsula on March 14, 2017. The Carl Vinson Strike Group is participating in the annual joint Foal Eagle exercise between South Korea and the US. / AFP PHOTO / JUNG Yeon-Je (Photo credit should read JUNG YEON-JE/AFP/Getty Images)

د امريکا سمندري پوځ لویه بار وړونکې الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امريکا متحده ايالاتو اړوند يوه لویه بار وړونکې پوځي الوتکه غورځېدلې چې له امله یې د الوتکې د عملې په شمول د ۱۱ کسانو برخلیک لادرکه دی.

که څه هم د امریکا دفاع وزارت د ۸ کسانو د موندلو په اړه خبر ورکړی خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي.

د امريکا سمندري ځواکونو ويلي، چې پېښه په ځايي وخت د شپې د ۳ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د الوتکې د نوعیت په اړه ویل شوي چې د امریکايي سمندري ځواکونو اړوند لویه بار وړونکې الوتکه «سي ۲» ده، چې د جاپان د سواحلو څخه د امریکايي بیړۍ څخه د فلیپاین پر لور روانه وه.

تر اوسه د الوتکې د غورځېدو علت نه دی څرګند شوی خو په لومړني راپور کې ویل شوي چې کیدای شي دالوتکې یوه انجن په هوا کې کار پری ایښی وي خو لا پلټنې رواني دي.

ګمان کیږي چې د الوتکې د عملې په شمول به اکثره سپرلي د امریکايي سمندري ځواکونو منسوبین وي خو لا یې دقیق هویت نه دی په ډاګه شوی او نه یې د مرګ او ژوند په اړه څه ویل شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

په پورتني خبر کي ويل سوي دي :(په لومړني راپور کې ویل شوي چې کیدای شي دالوتکې یوه انجن په هوا کې کار پری ایښی وي). دا خو د الوتکي د را لوېدو لامل سو . او د الوتکي د دغه انجن د کار پرېښوولو لامل په ميدان وردګو کي د مدرسې د تنکيو شاګردانو وژل، په بهرامچه کي په بمبارد د خاورو او باروتو سره د بې ګناه انسانانو د وينو، غوښو او هډوکو پاش پاش کول او د هغو د کورونو ورانول دي. پر دې سربېره امريکايي او داخلي جنايتکارانو ته پر دې دنيا او په آخرت کي… نور لوستل »