افغانستان

سرور دانش: هر کال ۸۰ زره ماشومان د مختلفو لاملونو له کبله مري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش وايي، هرکال په هېواد کې لسګونه زره ماشومان د مختلفو لاملونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سرور دانش نن په کابل کې د ماشومانو د حقونو په اړه د خبرتيا په کمپاين کې وويل، چې د يونيسف د معلوماتو له مخې هره ورځ لسګونه افغان ماشومان د اسهال ناروغۍ له امله مري.

د هغه په خبره، هره ورځ له پنځو کلونو کم عمره ۲۶ ماشومان د اسهال ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې په کال کې دغه شمېره ۹۵۰۰ تنو ته رسېږي.

زياتوي، يواځې دا نه چې د اسهال ناروغي ماشومان وژني، بلکې د بېلابېلو لاملونو له کبله هر کال ۸۰ زره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا شمېره ډېره لوړه ده او د اندېښنې وړ ده.

هغه وايي، له درې ميليونه ډېر افغان ماشومان تعليم ته لاس رسی نه لري، ۱.۲ ميليونه په سختو او درندو کارونو مصروف دي، په زياته اندازه نور بيا د غريبۍ او اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي.

دغه راز په ډېر شمير کې ماشومان په بېلابېل ډول د جنګونو قرباني شوي، له سل زره څخه زيات په نشه يي توکو روږدي شوي او په زياته اندازه نور  روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

پر دې سربيره د افغانستان د روغتيا وزارت مرستيال فدامحمد پيکان وايي، چې په هرو پنځو ساعتونو کې يو ماشوم د سينه بغل ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

که څه هم د هېواد په لرې پرتو کليو کې دولتي کلنيکونه شته، خو د سيمې اوسېدونکي وايي په دغو کلنيکونو کې هغه ډول درمل نه ورکول کېږي چې ناروغ ته يې ګټه ورسېږي، بلکې په وينا يې چې په دغو روغتيايي مرکزونو کې تاريخ تير درمل او يا ډېر کمزوري درمل ورکول کېږي.

طالبانو د روان کال په ستمبر مياشت کې په روزګان ولايت کې له ۵۰ څخه زيات روغتيايي مرکزونه له دې کبله تړلي و، چې په وينا يې هيڅ ډول روغتيايي اسانتياوې پکې نه وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x