نظــر

د اشرف غني ښځې د قرآن کریم تلاوت وکړ!!

له کله نه چې د اشرف غني لپاره کمپاینونه شروع شول نو ځینو خلکو د ضد او عناد او ځینو نورو بیا د ناپوهۍ له مخې د اشرف غني څخه خیالی اتل جوړ کړ او دادې د نمایشي ټولټاکنو نه وروسته هم د اشرف غني د پلویانو او مخالفینو تر منځ لفظي شخړی دوام لري، اما موږ ته دا مهمه نه ده چې اشرف غني ښه دی او که ډبل اودلا، بلکې موږ ته خپل اسلامي او ملي ارزښتونه اهمیت لري، موږ پوهیږو چې ډبل اودلا د شمالي ټلوالی لنډه غر جنګسالار دی چې لاسونه ئې د مظلومو افغانانو په وینو سره دي، او اشرف غني بیا هغه څوک دي چې تر اوسه د ده د خپل دین په اړه هم شکونه پر ځای پاتي دي،

د ده میرمن رولا غني خو هر چاته معلومه ده چې نصرانۍ ده او هغې په خپله د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره کړی ده چې په په افغانستان کې به د نصرانیت د ترویج لپاره پراخ کار وکړي، نوموړی وايي چې مخکې ئې هم د هغه ټولنو سره پراخې اړیکی درلودی کومې ټولنې چې د بشري خیریه ټولنو تر نامه لاندې په افغانستان او نوره نړی کې پراخ تنشیري فعالیتونه ترسره کوي.

څه موده وړاندې د اشرف غني میرمن رولا غني په خپل ښایسته!! غږ کې د قرآن کریم تلاوت وکړ چې دا کار ئې په پلویانو خورا جادويي تمام شو، پلویانو ئې چې همیشه د میرمن رولا په اړه د نصرانیت د دعویدارانو د پراخو اعتراضونو سره مخ وو، په ډيره خوشحالۍ دغه تلاوت؟ له ځانه سره ریکارډ کړ او وروسته ئې په خپلو کمپیوټرونو او ګرځنده مبایلونو کې محفوظ وساته، اوس نو چې په رسنیو( په ځانګړي ډول د فیسبوک په ټولنیزه شبکه) کې د اشرف غني د میرمن په هکله څوک ووايي چې هغه نصرانۍ ده او پخپله ئې اعتراف کړی نو د اشرف غني مریدان ورته هماغه ویډیو په دلیل کې وړاندې کوي او ورته وايي وګوره میرمن رولا مسلمانه ده د قرآن کریم تلاوت کوي!!

خیر دا خو به په راتلونکو څو ورځو کې نوره هم روښانه شي چې د اشرف غني میرمن نصرانۍ ده او که یا؟ خو دلته مهمه داده چې ولی د اشرف غني پلویان له اشرف غني نه داسې په کلکه ملاتړ کوي حال دا چې نوموړي تر اوسه هیڅ کومه د پام وړ کارنامه هم نه ده کړی، او نه ئې هم سابقه چندان ښه ده.

د دی پوښتنې په ځواب کې پرته له ځنډه ویلای شو چې دا هر څه د غربي او کورنیو استخدام شوو رسنیو جادويي تبلیغات دي چې  له اشرف غني ئې سم احمدشاه بابا جوړ کړی، که د اشرف غني پلویان په غور سره وکتل شي خصوصاً هغه چې په رسنیو کې ورته تبلیغاتي کمپاینونه کوي، نو جوته به شي چې پلویان يي زیاتره زاړه او ایکسپایر کمونستان دي، هغه کمونستان چې له کمونست ډاکټر نجیب نه ئې سم پیغمبر جوړ کړی و او تر اوسه دعوه کوي چې د خاد د وحشي او جنایت کاره استخاراتي سازمان زوړ مشر او د شوروي اتحاد وروستې ګوډاګې ډاکټر نجیب د هیواد خدمت ګار ؤ، ډاکټر نجیب چې کله کله به ئې ملت ته د فریب ورکولو په موخه د بسم الله الرحمن الرحیم مبارک الفاظ هم تر خولی راوتل په افغان وژنه او د اسلام په دښمنۍ کې ئې په هغه وخت کې ساری نه درلود، خو لله الحمد چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په توسط الله ج هغه ته د خپلو اسلام ضد او افغان ضد اعمالو سزا په دنیا ورکړه او په اخرت کې به يي حساب د الله جل جلاله سره وي، دا چې نجیب د اسلامي امارت په دوره کې په دار وځړول شو، نو زړو کمونستانو همدې خبری ته په پام سره له هر هغه چا نه د ملاتړ هوډ وکړ څوک چې د  اسلامي امارت د مجاهدینو په مخالف رأس کې قرار لري چې یو له هغو نه اشرف غني احمدزی دی، نوموړی د نجیب په وخت کې هم د نجیب د خاصو کسانو له جملې څخه ؤ په همدې خاطر ورته پخواني کمونستان په تمه دي چې ګواکی دی به د نجیب اسلام ضد ارمانونو ته د عمل جامه ورواغوندي، د نجیب او اشرف غني څو خصوصیات سره شریک دي چې په لاندې ډول تری یادونه کوو:
 
۱: ډاکټر نجیب هم کمونست و او اشرف غني هم کمونست  دی.

۲: ډاکټر نجیب هم د هندوستان سره پراخې اړیکی درلود او اشرف غني ئې هم لري.

۳: د ډاکټر نجیب خپله کورنۍ( ښځه او لادونه) هم تر ډيره په شوروي اتحاد کې اوسیدله او د اشرف غني کورنۍ هم په امریکا کې استوګنه لري چې دواړه هیوادونه تقریباً یو ډول فاحشې ټولنې لري.

۴: ډاکټر نجیب هم ډاکټر و او اشرف غني هم ډاکټر دی.

۵: د ډاکټر نجیب یوه لور( موسکا نجیب) په روسیه کې زیږیدلی ده په داسې حال کې چې خپله ډاکټر نجیب په هغه وخت کې د موسکا د پلار کیدو څخه انکاري ؤ، او د اشرف غني ښځه رولا غني هم یوه خارجۍ ده او او لور يي( مریم غني) وریره يي( ثریا غني) په امریکا کې د فحشا او عریانۍ اتلانې دي.

۶: ډاکټر نجیب هم د نړیوالو له ملاتړه برخمن ؤ او اشرف غني هم د نړیوال کفر پوره ملاتړ لري.

۷: ډاکټر نجیب هم تر ډیره خیالي څهره وه او د عمل په میدان کې صفر ؤ او اشرف غني هم هوا ګز کوي، دی هم دعوه کوي چې ټولې ستونزی به درته په هغه اقتصاد حل کړم کوم اقتصاد چې ما په امریکا کې لوستلی دی!!

۸: ډاکټر نجیب رشید دوستم ته د جنرالۍ رتبه ورکړه او اشرف غني هماغه خونخوار دوستم چې له لاسونو ئې اوس هم د بې ګنا افغانانو د وینو بوی ځي، د خپل معاون په حیث ټاکلی دی.

۹: ډاکټر نجیب هم روسانو هغه وخت واک ته ورساوه چې کله ئې پوځ په افغانستان کې ماتې وخوړه او اشرف غني هم په داسې حال کې د شهرت لوړو پوړیو ته ورسول شو چې امریکا او ناټو دلته په بشپړ ډول شکست خوړلی دی.

د ډاکټر نجیب او اشرف غني  ترمنځ دا او دی ته ورته نوری ډيری شریکي ځانګړني شته چې افغانانو ته يي انديښنې پیداکړي دي، خو تر کومه ځایه چې داشرف غني د میرمن رولا غني خبره ده نو هغې ته یواځې په دې سره مسلمانه نشي ویل کیدای چې یوه ورځ  يي د قرآن کریم څو ایتونه تلاوت په خواږه اواز کې تلاوت کړي دي، دلته دوه مهمې خبری باید له پامه و نه غورځول شي:

۱: خوږ غږ د چا د شخصیت څرګندونه نه کوي بلکې دا له شخصیت، عقیدی او فکر  نه جدا یو نعمت دی چې الله جل جلاله يي چاته ورکوي، نو مهمه نه ده چې رولا غني په خواږه غږ کې د قرآن کریم ایتونه تلاوت کړي،  مهمه داده چې د رولا غني عقیده څه ډول ده؟

۲:  هیڅکله باید د یو چا له خولی نه د اسلام د خبرو، د قرآن کریم د تلاوت او نبوي احادیثو د اوریدلو پر وخت د هغې د عقیدی په اړه له ځانه قضاوت ونشي، تاسو وګورۍ د دنیا نظام داسې روان دی چې یهود، نصارا، هندوان، سیکولر او نور اسلام ضد عناصر کله چې غواړي د مسلمانانو په منځ کې د اسلام پر ضد تبلیغ وکړي نو لومړی د اسلام په اړه پوره مطالعه کوي او او وروسته بیا خپل کار پیل کوي، لکه اسلامي ټولنه کې د دی مثال د مستشرقینو په شکل موږ موندلای شو، چا چې لومړی د اسلام علوم لوستي او وروسته ئې د همدي علم نه په سوء استفاده په مسلمانو ټولنو کې د  اسلام پر ضد تبلیغات کړي او لا يي هم کوي، نو که د اشرف غني میرمن قرآن کریم تلاوت کړی وي دا کومه مهمه خبره نه ده، نصراني پاپان او یهودي لابیان هم د قرآن کریم تلاوت کولای شي، څوک به د قرآن کریم تلاوت د دې لپاره کوي چې قرآن کریم باندې ایمان لري او په تلاوت کې يي ثواب ویني خو څوک به بیا قرآن کریم د دې لپاره تلاوت کوي چې یا خو پرې دنیاوي مال، امتیازات و شهرت تر لاسه کړي او یا به ئې د دې لپاره کوي چې عامو خلکو ته ځان مسلمان وښايي ولوکه په زړه کې یهودي او نصراني هم وي، لکه څرنګه چې امریکایان د پښتو ژبی په ویلو سره پښتانه نشي بلل کیدای نو همداسی رولاغني هم د قرآن کریم د څو ایتونو په تلاوت سره مسلمانه نشي منل کیدای، که چیرته د اشرف غني میرمن مسلمانه وي نو دا خو دومره ګران کار ندی چې اشرف غني او پخپله میرمن ئې په دی اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي چې هغه دی مسلمانه وي.
 
 دا ټول هغه حقایق دي چې تر ډیره ترې عام افغانان ناخبره ساتل کیږي، غربي میډیا ده چې له اشرف غني ئې نړیوال مفکرجوړ کړ او اوس افغانانو ته ئې داسې تأثر ورکړ چې: که کیږي او که نه کیږي اشرف غني به افغانستان جوړوي حال دا چې د اشرف غني لومړنۍ د فکر او عقل کارنامه د دنیا د تر ټولو احمق او جاهل رشید دوستم په څير ظالم انسان د خپل معاون په حیث ټاکل و، چې دلته پخپله د اشرف غني د عقل او فکر ځواک او څرنګوالی تر پوښتنې لاندې راځي.
 
د دی یو څو مهمو خبرو په ذکر کولو سره زموږ هدف دادې چې افغانان دی نور د غربیانو په تشو تبلیغاتو او درواغجنو وعدو نه غولیږي، افغانان باید وپوهیږي چې امریکا او ناټو دوی ته په شهدو کې د زهرو ورکولو هڅه کوي، که چیرته له کوم عام افغان پوښتنه وشي چې ایا دوستم د خپل مشر په حیث منی؟ که هغه کې لږ هم اسلام او افغانیت وي نو د دی پوښتنې ځواب به په نفي سره ورکوي خو که چیرته ترې پوښتنه وشي چې اشرف غني څنګه سړی دی؟ نو هغه وخت به بیا به ولیدل شي چې غربي رسنیو او داخلي بې ضمیره میډیاوالو څومره د عامو خلکو اذهان یرغمل کړي دي، کنه نو د اشرف واک ته رسیدل خو پخپله د دوستم واک ته رسیدل دي، دا به په راتلونکې کې ولیدل شي چې اشرف غني تر کومه ځایه د امریکایانو په تول پوره خیژی، خو له افغان ولس نه مو هیله داده چې د یو چا په اړه دی د حقایقو د معلومولو او پوره معلوماتو وړاندې داسې قضاوت نه کوي چې هم ئې دنیا تباه شي او هم ئې اخرت، له امریکایانو د خیر تمه پرته له حماقت او جهالت بل څه نه دي، نه خو امریکایان دومره ساده دي چې دلته به تاسو ته ستاسو خیرخوا شخص د واک په ګدۍ کینوي او نه هم په اوسنیو وتلیو او مشهورو څيرو کې چې د امریکایانو سره ولاړ دي کوم داسې څوک شته چې د اسلام او هیواد غم ورسره وي، بلکې ټولې هغه پلورل شوی څيری دي چې تر بل هر څه وړاندې ورته د نړیوال کفر اهداف ارزښت لري.
 
د یوسوچه اسلامي او شرعي نظام د قیام په هیله

لیکوال: فاتح کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

ستا هم ####چی دهغه چا دفاع کویی. دا دیرش کاله دی ای اس ایی مزدوران دی و ټول یی #### فروشان دی. دا باید په ‌‌‌‌‌‌ډیر ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه درته وواېم چی دغه او سپی دی شهید داکتر نجیب الله دی پښو خاوری ته نسی رسیدلی هغه یو وطن پرسته سړی وه او درست ###### وطن فروشان مردار ګړی دی. او دوزخ ته یی حواله کړی دی
نور ته همه دغه #### خوله دی مخوزه وه او دی ای اس ای مزدوری پری ژده او صادقه مسلمان شه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x