افغانستان

د لوړو زده کړو نوماند وزیر استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د لوړو زده کړو وزارت ته نوماند وزیر عبدالطیف روشان له خپلې نوماندۍ تېر شوی دی.

تر اوسه د نوموړي د استعفا لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو ښاغلي روشان پر خپل فېسبوک لیکلي، چې نه غواړي په ټولنیزو شبکو کې د شایعاتو قرباني شي.

روشان لیکلي:

«زه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لاندنیو دلایلو له کبله استعفا ورکوم:

۱- نه غواړم په ټولنیزو شبکو کی د شایعاتو قرباني شم.

۲- د خپل علمي شخصیت د ساتنې په خاطر.

۳- د سیاسي ملحوظاتو تحمیلول.»

ټاکل شوې وه چې راتلونکې شنبه«د لیندۍ پر څلورمه» ۱۱ نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو په موخه ورپېژندل شي، چې په ډله کې یې د لوړو زده کړو نوماند وزیر عبدالطیف روشان هم و.

نوماند وزیران راتلونکې میاشت ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه ورپېژندل کېږي

د ګډ حکومت درې کاله واوښتل؛ خو تراوسه یې ۱۴ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

داسې هم ویل کېږي چې پر ځینو وزارتونو د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات لا پای ته نه دي رسېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x