نظــر

قرآني سینې په مرمیو غلبېل شوې

زخمي افغان

ته وا تاریخ په شا ګام اخیستی، ته وا څوارلس پیړۍ وړاندې د شرک او جاهلیت متصدیان لا هم له اسلام سره په جګړه دي.ته وا یو ځل په بئرمعونه کې د رعل، ذکوان او عصیة قبیلو مشرکینو د الهي کتاب حافظان، قران ته په خپلو سینو کې د ځای ورکولو په جرم د غدر، ظلم او قساوت تر ګوزارونو لاندې نیولي دي.

هوکې د نرخ د حافظانو خو بله ګناه نه وه، که په نرخ کې غلبیل شویو قرآني سینو بله ګناه درلوده، نو د صلیبۍ رولا میړه دي نر شي یو ثبوت دې وړاندې کړي. د هغوی له وینو لړلو جسدونو سره خو یوازې د قرآن نسخې موندل شوي. د هغوی له جیبونو او واسکټونو خو یوازې جیبي سایز قرآنونه راوتلي دي او هغوی خو د بې رحمه دښمن د چاپې او بمبار په وړاندې یوازې د قرآن په زمزمو سره غبرګون ښودلی.

څومره دردوونکي ده. کله چې د مؤمن افغان او مؤمنې افغانې زوی، هغه چې په درست عمر یې له غربت او مشقت پرته بل څه نه دي لیدلي. کله چې یي مور او پلار د الهي کتاب د حفظ او زده کړې لپاره مدرسې ته لیږي. له خپل غریبانه اقتصاده ورته تر مدرسې پورې کرایه او جیب خرڅ برابروي. مؤمن او سپیڅلی ماشوم چې په مدرسه کې د الله تعالی د کتاب له قرائت، حفظ او ګردان پرته یي په بل څه ژبه نه ده بوخته شوې. له سهاره تر ماښامه هغه کتاب زمزمه کوي. چې الله تعالی د خپل مبارک استازي جبریل علیه السلام په توسط په تر ټولو مبارک او مقدس انسان پیغمبر صلی الله علیه وسلم نازل کړی.

مګر کله چې همدا د قرآن ملګری حافظ د شپې مهال د څو شیبې ارام لپاره د خوب بسترې ته ځي. ناڅاپه د بلاک هاک او چینوک په وزرو سپاره صلیبیان او د هغوی داخلي پاپیان یې په مدرسه هجوم وروړي. د مدرسې دروازه په بمونه الوځوي. وروسته په خواږه خوب ویده د قرآن حاملین له بسترو راپاڅوي، یو یو دیوال ته دروي او بیا یي په هغو زړونو کې د امریکایي ټوپکو ججوري ورتشوي چې هر رګ یې د قرآن له آیتونو ډک دی او د وینې له هر څاڅکي سره یې د الهي وحی کلمات ګډ دي.

هوکې، دا کومه خیالي افسانه نه ده، دا پیښه همدا تیره شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې شوې او پوره ۲۱ تنه د قران کریم حافظان افغان سپیشل فورس او ورسره امریکایي ټرمپکیانو په ډیره بې دردۍ شهیدان کړي دي.

ویشتل شوي کسان نه پوځي طالبان وو او نه د کومې بلې جنګي ډلې غړي. هغوی یوازې د قرآن حاملین او د الله تعالی دین ته یي ژمنتیا درلوده. دغه وړ پیښې ثابتوي چې اشرف غني د صلیبي غرب په ملاتړ مخامخ له قرآن او وروستني دین اسلام سره جنګ پيل کړی. د اشرف غني لخوا پیل شوي جنګ ته که هر نوم ورکړای شي مګر عملي مصداق یي د قرآن قوانین پیمالول، د مدرسو توهین، د عالمانو بندیانول، د عبدالغفار جبیر په شان د اسلامي داعیانو شکنجه کول او د نرخ د پیښې په شان د قران د حافظانو چارماري کول دي.

موږ اشرف غني او د هغه نورو قرآن ضد پلویانو ته په زغرده وایو چې (دا ډیوه به مړه نه کړئ) د اسلام ډیوه د حمزه او عمر په وینو بله ده، د دې لپاره د بدریینو او تر ټولو سپیڅلو انسانانو وینې توی شوي دي. د دې ډیوې د تلپاتې ژوند وعده الله تعالی ورکړې ده. تاسو به ډیرې قراني سینې غلبیل کړئ، بګرام او پلچرخي د قرآن په شاګردانو ډک کړئ. خو بالاخره به ناکام او په ابدي ذلت محکوم یاست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دي واقعي نه روستو داسي خکاری چه ده ع،غ هلاکت او دیرغلگرو تباهی اود ملگرو ئ بربادی را نزدي شوه ،دي نه پس به دالله تعالی جلال ضرور په جوش کي رازی انشاءالله تعالی ضرور ،انتظرو یا اولی الابصار

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x