نظــر

د عبرت خبره

عبدالمالک همت

حضرت سلطان صلاح الدین ایوبی رحمة الله علیه چي په ۵۳۲ سپوږمیز کال د عراق په تکریت کي زېږېدلی او له مسلمانو کردانو څخه وو. د صليبي جګړه مارو په وړاندي د اسلام ستر اتل دی چي صليبيانو ته يې غوڅه ماته ورکړه او بيت المقدس يې تر يو نوي کالو وروسته بېرته له صليبيانو وژغوره او په مصر او شام کي يې د ايوبي دولت بنسټ کښېښود.

د صلاح الدين ايوبي يو خيالي انځور

وايي چي ستر اتل صلاح الدين ايوبي رحمة الله عليه به فرمايل:

” زه څنګه وخاندم ، په داسي حال کي چي مسجد الاقصى د دښمنانو په لاس کي دى. زه شرمېږم چي لوى څښتن تعالى ما د خندا په حال کي وويني“.
له بده مرغه اوس چي هم مسجد الاقصی بیا او دا بېخي ډېر کلونه د اسلام د دښمنانو په ناولو منګولو کي لوېدلی دی او هم کفارو په افغانستان، عراق، سوريه او نورو ځايونو کي تېري کړي او د وينو ولې يې بهولي دي او د نړۍ ټول مسلمانان يې در په در او خاوري پر سر کړي دي، بیا هم داسي کسان وینو چي خواوي خو يې هیڅ نه دي بدي، بلکي د کفارو سره يې لاسونه یو کړي، د هغو په ملاتړجنګيږي او ځیني يې د هغو په پلوي ډول ډول لیکني کوي او د کفارو په تنخواوو چړچې وهي. لعنت پر دغسي ژوند.

دا لا څه چي مسلمان واکمنان په افغانستان او د نړۍ په نورو ګوټونو کي د ظالمو امريکايانو په ټولو جنايتونو په دقيقه توګه خبر دي، خو بيا هم په خپله خوښه حاضريږي چي د دغو جنايتکارو امريکايانو په ملاتړ او دلته د دوی په جنايتونو کي د ګډون او په خپله هم په دې افغان وژنه کي د برخي اخيستني لپاره خپل پوځيان راولېږي. په داسي حال کي چي خپل ځانونه په ترکانو او نورو ساتي؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x