افغانستان

کندهار: سپين بولدک کې سرتيري بريد ۱۲ بهرني عسکر وژلي دي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، نن پنجشنبه ماذديګر شاوخوا پنځه بجې د کندهار ولايت سپين بولدک ولسوالۍ مرکز کې د ګمرک مخته د بهرنيو عسکرو پر موټريز کاروان سرتیري بريد کې ۱۲ بهرني عسکر وژل شوي دي.

احمدي زياتوي چې، ياد بريد د محمد شاکر په نوم د دوی يو ملګري چې، د کندهار اوسيدونکی و، د يو الټو ډولي موټر په واسطه تر سره کړ.
په بريد کې د وژل شويو عسکرو د هويت په اړه څه ندي ويل شوي.

ويل کيږي چې، سيمه د بهرنيو عسکرو لخوا کلابنده شوې او د ايمبولانسي چورلکو په واسطه د پيښې له ځايه وژل شوي عسکر ليږدوي.
هيواد کې ايساف او ناټو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x