افغانستان

ډاکټر نجیب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن ماښام د لوړو زده کړو پخواني سرپرست وزیر ډاکټر عبدالطیف روشان له دندې استعفا ورکړه.

روشان پر خپل فېسبوک اوږده لیکنه کړې وه او د استعفی لامل یې سیاسي بللی و.

روشان لیکلي وو:

«زه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لاندنیو دلایلو له کبله استعفا ورکوم:

۱- نه غواړم په ټولنیزو شبکو کی د شایعاتو قرباني شم.

۲- د خپل علمي شخصیت د ساتنې په خاطر.

۳- د سیاسي ملحوظاتو تحمیلول.»

د لوړو زده کړو نوماند وزیر استعفا ورکړه
ولسمشر غني په تازه فرمان کې د لوړو زده کړو وزارت لپاره ډاکټر نجیب الله خواجه عمري د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

د خواجه عمري په اړه ویل شوي، چې د برېښنا په برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې دندې ترسره کړي دي.
د لوړو زده کړو اوسنی سرپرست وزیر اوسمهال د کابل پوهنتون استاد دی او د پوهنمل علمي رتبه لري او له دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت مشاور، د کانونو او پټرولیم وزارت مشاور، د پوهنې وزارت تخنیکي مشاور او د امنیت په شورا کې یې دندې ترسره کړي دي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې شنبه ۱۱نوماند وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو په موخه وروپېژندل شي.
د اوسني ګډ حکومت ۱۴وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x