افغانستان

هلمند: مارجه کې نفوذي کس ۲۷ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو نفوذي کس د یوې پوستې ۲۷ عسکر وژلي او وروسته د عسکرو له لوري دی هم وژل شوی دی.

طالبان وايي، دا نفوذي کس «محمد اعظم خادم هلمندي» په نامه و، چې د عسکرو په منځ کې ځای پرځای شوی و.

په هلمند کې د طالبانو د نفوذي کس د ۲۷ عسکرو د مرګ خبر داسې مهال خپرېږي، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هلمند پر شپږو ولسوالیو ګډو ځواکونو بمباري پیل کړې او لسګونه ملکیان یې وژلي دي.

تېره شپه امریکايي ځواکونو د دېشو ولسوالۍ پر بهرامچې سیمه بمباري کړې وه، چې ۴۴ ملکیان یې وژلي وو.

هلمند: پر دېشو ولسوالۍ هوايي بمبار کې ۴۴ تنه وژل شوي

افغان حکومت او امریکايي ځواکونه بمباري تاییدوي؛ خو وايي چې بمبار د نشه‌يي توکو پر کارخانو شوی دی.

د هلمند امنیتي چارواکي بیا وايي، چې په مارجه کې یې یو سرتېری بریدګر پوستې ته د رسېدو مخکې وژلی دی.

له دې وړاندې هم د اردو، پولیسو او د بېلابېلو امنیتي ادارو کې لسګونه نفوذي عسکرو افغان او بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ډیر ښه کار سوی دی دا د امریکا ګوډاګیان دی الله دی دا اچیره اوردو ټوله تباه کړی دا دومره بیغیرته خلک دی چی خپل او پردی نه پیژنی امریکا د دوی په واسطه هره ورخ زمونږ بیګناه هیوادوال شهیدانوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x