نړۍ

م م : نړۍ کې تر ټولو زياتې وژنې په منځنۍ او جنوبي امريکا کې کيږي

نن ټکی اسيا: د ملګرو ملتونو لخوا په نوي خپور شوي راپور کې ويل شوي چې، د نړۍ تر ټولو زياتې وژنې د امريکا په هنډورا ايالت او وينزېويلا کې کيږي.
په نوموړو ځايونو کې نوي سلنه خلک وژل کيږي او لس سلنه يې په خپل مرګ مري.
د ملګرو ملتونو لخوا په دغه راپور کې ويل شوي چې، هنډورا ايالت د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای دی چې، د خلکو د قتل فيصدي يې ۹۴ ده. ورپسې وينزويلا ده چې، ۵۳ سلنه خلک يې وژل کيږي. همدا رنګه بيلز ايالت کې ۴۴ سلنه خلک وژل کيږي ورپسې سلويډر ايالت دی چې، شاخوا ۴۱ سلنه خلک يې وژل کیږي.
په راپور کې ويل شوي چې، د ۲۰۱۱ ميلادي کال کې هنډورا ايالت د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای و، ورپسې سلويډر او ورپسې وينزيويلا و، ولې په اوسني راپور کې امريکا د وژنو په اړه له افريقا هم خطرناکه ده، چې تر ټولو زيات قتلونه په منځنۍ او جنوبي امريکا کې کيږي.
راپور زياتوي چې، د منظم تشدد او نسل وژنې دېرش سلنه دي او په جنوبي امريکا کې د ډله ييزو جرمونو کچه له تاريخي پلوه بيخي زياته ده. په نورو هيوادونو، ګوټي مالا کې د وژنو کچه ۳۹.۹ سلنه ده، جنوبي افريقا کې ۳۱، کولمبيا کې دېرش او برازيل کې د وژنو کچه ۲۵ سلنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x