نړۍ

تسنيم اسلم: پاکستاني طالبانو سره مذاکرات زموږ کورنۍ مسئله ده، هيڅوک پکې د مداخلې حق نلري

نن ټکی اسيا: د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم ویلي چې، پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې د پاکستان کورنۍ مسئله ده، هيڅوک پدې اړه د لاسوهنې حق نلري.
د بهرنيو چارو د وزارت وياندې زياته کړه چې، ايراني ساتونکي د پاکستان په خاوره کې ندي ازاد شوي او پاکستان ايران سره ښې اړيکې لري، دپاکستان لومړی وزير ميا نواز شريف هم د ايراني حکومت په بلنه ايران ته ځي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې هم وستايلې او ويې ويل چې، دوی به د افغان ولس ملاتړ ته دوام ورکوي. تسنيم اسلم زياته کړه چې، افغان طالبانو سره مذاکرات د افغانستان کورنۍ مسئله ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې په خپلو خبرو يو ځل بيا ټينګار وکړ چې، پاکستاني طالبانو سره مذاکرات د پاکستان خپله داخلي مسئله ده او هيڅوک حق نلري چې، د دوی په کورنيو چارو کې مداخله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x