نړۍ

سعودي د علماو تنظیمونه او ۱۱ افراد د ترویزم په لیست کې داخل کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): سعودي، امارات، بحرین او مصر یو ځل بیا د علماو دوه اسلامي تنظیمونه د تروریزم په نامه په تور لیست کې شامل کړي دي او خیریه موسسو ته ۱۱ منسوبین یې هم د تروریستانو په نامه پيژندلي دي.

په هغه مشترک بیان کې چې څلورو هیوادونو خپور کړی، ویل شوي چې دغه تنظیمونه او افراد یې د تروریزم سره د مبارزې په ترڅ کې تور لیست ته اچولي تر څو د سخت دریځي فکر او د هغه د تمویلوونکو مخه ونیول شي.

د علماو تنظیمونه چې په دغه لیست کې شامل شوي دي، په لاندي ډول دي:

1. المجلس الإسلامي العالمي «مساع».

2. الاتحاد العالمي لعلماء المسلمين. (مشري يې قرضاوي کوي).

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړه تنظیمونه د اسلامي دیني خطاب څخه په استفادې د تروریزم ملاتړ کوي ، خو هغه ۱۱ افراد چې په دغه لیست کې شامل شوي، د خیریه موسسو او خیریه کارونو تر شا د تروریزم ملاتړ کوي.

باید وویل شي چې د روان کال ۲۰۱۷ په جون میاشت کې څلورو هیوادونو (سعودي، امارات، بحرین او مصر) پر قطر هر اړخیز بندیزونه ولګول او دغه هیواد یې د ځمکي او هوا له لاري محاصره کړ او پر دغه هیواد یې د اخوان المسلمین، حماس او نورو اسلامي ګوندونو د ملاتړ تور پوري کړ او د الجزیره تلویزون د بندولو او ایران سره د اړیکو پر پریکولو یې ټینګار وکړ. خو قطر د یادو هیوادونو ټول تورونه رد کړل او د امریکا سره یې د تروریزم پر ضد د مبارزې او وسلو را نیولو نوي تړونونه امضا کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx