افغانستان

دفاع وزارت: داعش د پاکستان پروژه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي ویلي چې داعش د پاکستان پروژه ده، د هغوی له خوا جوړه شوې او غواړي چې د افغانستان پر ضد یې وکاروي او د فشار د آلې په توګه کار ځیني واخلي.

نوموړي د امریکا غږ راډیو سره دغه خبري کړي او ویلي يې دي چې پاکستان د افغانستان دښمن هیواد دی، وخت په وخت یې د افغانستان سره په بیلا بیلو لارو دښمني پاللې ده، اوس هم د داعش په واسطه غواړي چې افغانستان کمزوری کړي او د فشار د آلې په توګه یې وکاروي.

بهرامي وویل چې پاکستان یې نه دی پری ایښی چې په خپلو موخو کې بریالي شي ځکه چې د افغانستان وسلوال پوځ پياوړی دی او د پاکستان پلانونه یې پر وخت خنثی کړي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه پر امریکا او خپله پر حکومت هم تور پوري شوی چې په افغانستان کې يې د داعش ملاتړ کړی تر څو طالبان په کمزوري او د بهرنیو ځواکونو پر ضد وسلوال مقاومت باندي کمزوری کړي. بلخوا پاکستان تور پوري کوي چې هندوستان د افغانستان د استخباراتو څخه په استفادې په پاکستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي او دغه هیواد ته ستونزې ایجادوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x