افغانستان

واشنګټن پوسټ: ډېری افغان ماشومان د امريکايي عسکرو د چاوديدونکو توکيو له امله مري

د امريکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې، ډېری افغان کمکيان د هغو چاوديدونکو توکيو له امله مري چې، امريکايي عسکرو د هيواد په بيلا پیلو ځايونو کې پريښي دي.

ورځپاڼه زياتوي چې، د ۲۰۱۴ م کال تر پايه چې، امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي نو د چاوديدونکو توکيو ميراث دغه هيواد کې پريږدي.

واشنګټن پوسټ ليکي چې، امريکايي عسکر د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې، ماينونه، لاسي بمونه، راکټي او د هوان مرمۍ د خپل ميراث په توګه پريږدي چې، د افغان کوچنيانو د مرګ ژوبلې ستر لامل دی.

واشنګټن پوسټ زياتوي چې، تر اوسه لسګونه افغان ماشومان د هغو چاوديدونکو توکيو له امله وژل شوي چې، امريکايي عسکرو د خپلو بیزونو د پريښودو پر مهال خپلو مرکزونو کې پريښي او غريبو ماشومانو د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په موخه دغه ځای نه کباړ راټولو.

د خبر په پای کې راغلي چې، امريکايي عسکرو د پوځي توکيو د پاتې شونو له امله د افغان ماشومانو مرګ ژوبله په ډېريدو ده. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x