افغانستان

ولسي جرګه: ګډ حکومت د قومونو ترمنځ تفرقه اچوونکی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې غړي وايي، اوسنی ګډ حکومت د دې پرځای چې ملت ته د کړیو کارونو ځواب ورکړي او د روانو ستونزو مخه ونیسي په افغانستان کې د مېشتو قومونو ترمنځ په تفرقه اچولو بوخت دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم له راتګ سره مخالفت د قانون خلاف کار دی او دغه ډول کړنې د قومونو ترمنځ تفرقه اچوونکې دي.

د دې جرګې د غړیو په خبره، حکومت د ناامنۍ، بې‌کارۍ، غلو، زورواکانو او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي پرځای دلته د مېشتو قومونو ترمنځ بې اتفاقي راولي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي هم اوسنی حکومت د قومونو ترمنځ په تفرقه اچولو تورن کړ. د ده په خبره، قوم پرست د هېڅ قوم استازی نه دی، که هغه پښتون وزیر وي، مرستیال وي او یا کوم بل چارواکی.

د دې جرګې بل غړي عارف رحماني له اوسني ګډ حکومت نه وغوښتل، چې د قومونو ترمنځ باید بې اتفاقۍ ته لاره هواره نه کړي او د اداري فساد په شان باید د قومونو ترمنځ د تفرقه اچوونکو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار درزابي وویل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې مې څېړنه وکړه او اوس دې پایلې ته رسېدلی یم، چې دوستم هېواد پرېښودو ته اړ شوی دی.

د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال رشید دوستم د راتګ اوازې له تېرې اوونۍ راهیسې ګرمې دي؛ خو تراوسه نوموړی هېواد ته راستون شوی نه دی.

اوسنی ګډ حکومت داسې مهال په قومي تفرقه اچولو تورن کېږي، چې د اوسني حکومت بنسټ هم په قومي ډول کېښودل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر جان‌کېري په لاس غني د پښتنو استازی، عبدالله د تاجکو، دوستم د ازبکو او محمد محقق او سرور دانش د هزاره ګانو استازي وټاکل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x