افغانستان

پکتيا: محلي پوليسو يو ديني عالم وژلی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پکتيا ولايت په احمد اباد ولسوالۍ کې محلي پوليسو د سيمې يو ديني عالم په ډزو سره وژلی دی.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ په کامران خېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، مولوي حمدالله چې په “حاجي ملاصاحب” مشهور و، تېره شپه د ماښام له لمانځه وروسته کور ته په لاره و، چې د محلي پوليسو له خوا ورباندې ډزې شوي او وژل شوی دی.

د بر کامران خيلو د سيمې يو تن دلاورخان نن ټکی اسيا ته وويل، چې نوموړي عالم د دوی په کلي کې امامت درلود، ماشومانو ته يې سبقونه ويل او په خبره يې چې له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم محلي پوليسو ورته کړنې ترسره کړي او د هېواد په يو شمير ولايتونو کې ولسي وګړي شکايت کوي، چې محلي پوليس (اربکيان) په قتلونو، غلاوو، اختطافونو او د خلکو په ځورونو کې لاس لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې په يوه ديني مدرسه چاپه واچوله او د مدرسې د يوه استاد په ګډون يې اته تنه د قران حافظان ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x