
بښنه کول
دکتور کفایت الله وردګ
زمونږ عادت داسې وي چې کله له مونږ نه څه غلطی وشي نو د ځان لپاره وایو چې خیر دی له انسان نه غلطي کیږي خو که له بل چا څخ وشي نو بیا مو هغه غلطي ورته ټینګه نیولې وي بښنه ورته نشو کولی حال دا چې د بل چا له غلطی نه بښنه کول هم غوره عادت او سنت دی له حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایل یې :
مَا نَقَصَتْ صَدَقَةٌ مِنْ مَالٍ، وَمَا زَادَ اللهُ عَبْدًا بِعَفْوٍ إِلاَّ عِزًّا، وَمَا تَوَاضَعَ أَحَدٌ لِلَّهِ إِلاَّ رَفَعَهُ اللهُ. رواه مسلم
ترجمه : صدقې مال کم نه کړو ، الله جل جلاله په عفوه سره بنده ته هېڅ نه زیاتوي مګر عزت ، هېڅوک د الله جل جلاله لپاره عاجزي نه کوي مګر الله جل جلاله یې پورته کوي .
د حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی :
جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ؛ كَمْ أَعْفُو عَنِ الْخَادِمِ؟ فَصَمَتَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، ثُمَّ قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ؛ كَمْ أَعْفُو عَنِ الخَادِمِ؟ فَقَالَ: كُلَّ يَوْمٍ سَبْعِينَ مَرَّةً. سنن الترمذي
ترجمه : یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلو ورته یې وویل : یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه خادم ته څومره بښنه وکوم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته چُپ شو بیا هغه کس وویل : یا رسول الله صلی الله علیه وسلم زه خپل خادم ته څومره بښنه وکوم؟ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : په هره ورځ کې اویا ځله .
یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .
ګرانو علماوو او دوستانو الله تعلی تاسو ته اجر او صواب درکړی ډیر ښه مسایل مو شریک کړی- ځما یوه هیله ده چه پشتو په طریقه ولیکی- کله کله ماته ډیره ګرانه ده چه د موضوع په مطلب پوه شم کیدای شی نو اوستونکو هم داسی وی- هیله لرم چه ما نه خفه نه شی-
وسلام
mumtaz_jan2@yahoo.com