دیني، سیرت او تاریخ

د سهار د لمانځه فضیلت!

رسول اللهﷺ فرمایلي:

مَن صَلَّى الصُّبحَ فَهُوَ فِي ذِمَّةِ اللَّهِ. (رواه مسلم)

ژباړه:

څوک چې د سهار لمونځ اداء کړي، هغه د الله په ذمه کې دی.

د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کول دومره اجر لري لکه؛ ټوله شپه مو چې، په عبادت سره سبا کړې وي.

لکه څنګه چې، رسول اللهﷺ فرمایلي دي:

مَنْ صَلَّى الْعِشَاءَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا قَامَ نِصْفَ اللَّيْلِ وَمَنْ صَلَّى الصُّبْحَ فِي جَمَاعَةٍ فَكَأَنَّمَا صَلَّى اللَّيْلَ كُلَّهُ. (رواه مسلم)

ژباړه:

څوک چې ماسختن لمونځ په جمع اداء کړي، داسې ثواب لري لکه؛ نيمه شپه يې چې په عبادت تيره کړې وي او څوک چې د سهار لمونځ په جماعت اداء کړي، داسې ثواب لري لکه؛ ټوله شپه يې چې په عبادت سبا کړې وي.

د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کول، جنت ته د داخليدو او له دوزخ څخه د نجات سبب ګرځي.

لکه څنګه چې، رسول اللهﷺ فرمایلي دي:

من صلى البردين دخل الجنة. (متفق عليه)

ژباړه:

څوک چې د سهار او مازديګر لمونځونه په اهتمام سره اداء کوي، داخل به شي جنت ته.

د حج او عمرې په اندازه ثواب!

له انس ابن مالک څخه روایت دی چې، نبي علیه السلام ویلي دي:

-څوک چې د سهار لمونځ اداء کړي په جماعت سره، بیا کښېني او ذکر د الله شروع کړي، تر څو چې لمر راخېژي، بیا دوه رکعته نور لمونځ اداء کړي؛ نو دده لپاره د پوره او مکمل حج او عمرې ثواب او اجر لازم شي.

(رواه ترمذي)

همدارنګه امام البخاري له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې، رسول الله صلی الله علیه فرمایلي دي:

“يتعاقبون فيكم ملائكة بالليل وملائكة بالنهار ويجتمعون في صلاة الفجر وصلاة العصر ثم يَعرج الذين باتوا فيكم فيسألهم ( وهو أعلم بهم) كيف تركتم عبادي؟ فيقولون: تركناهم وهم يصلون وأتيناهم وهم يصلون”.

زاد ابن خزيمة في صحيحة:

“إن الملائكة تقول: اللهم أغفر له يوم الدين”

ژباړه:

-ګرځي پر تاسې ملائکې د شپې او ملائکې د ورځې او یو ځای کېږي په لمونځ د مازدیګر او لمونځ د سهار کې، بیا هغه ملائکې چې، تاسې سره یې شپه تېره کړې ده پورته خېژي، الله جل جلاله د خپل علم با وجود له دوی څخه پوښتنه کوي: زما بندګان مو په کوم حالت کې پرېښودل؟

ملائک وایي: هغوى مو په داسې حال کې پرېښودل چې، په لمانځه بوخت وو، او راغلو مونږ دوی ته په داسې حال کې چې، په لمانځه بوخت وو.

یعنې: کله چې ورته راغلو هم دوی په لمانځه بوخت وو او چې، کله ترې راتللو هم په لمانځه بوخت وو.

ابن خزیمه دا هم زیاته کړې ده چې:

ملائکې دا وایي: ای الله! ته د قیامت په ورځ دې بنده ته بخښنه وکړه!

نو ای د الله بنده!

خدای دې پر تا رحم وکړي! ته هغه توپیر ته وګوره چې، د مهربان ذات ملائکې وایي: مونږ دغه بنده ته په داسې حال کې راغلو چې، په جماعت باندې د سهار په لمانځه بوخت وو، کله چې هغه بل بنده ته راغلو؛ نو په درانه خوب ویده او د سهار د لمانځه څخه غافل او بې خبره وو.

دا مسکین بنده له څومره لوی او عظیم خیر څخه بې برخې شو، د الله تعالى د استازو له دعا څخه بې برخې شو.

امام النووی رحمه الله په شرح مسلم کې وایي:

-په سهار او مازدیګر کې د ملائکو جمع کېدل په خپلو مؤمنو بندګانو باندې د څښتن تعالی لطف او کرم دی، چې د ملائکو راتلل او بېرته تلل یې دعبادتونو په وختونو کې مقرر کړي دي. نو د ملائکو ګواهي او شهادت په عبادت باندې د لوی خېر خبره ده.

څومره عظیم تاوان او زیان دی، د هغه ویده لپاره چې، ملائکې د رب العالمین په وړاندې دده د عبادت ګواهی ونه کړي.

راځئ چې، له دغو سترو فضایلو څخه ځانونه برخمن کړو او له شیطان خبیث سره قوي مبارزه وکړو.

د سهار لمونځ د شيطان په خلاف لمړنۍ مبارزه ده؛ ځکه شيطان کوښښ کوي چې، تاسې ويده وساتي؛ نو کوښښ کوئ چې، د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کوئ، تر څو هر سهار مو د شیطان په خلاف لمړنۍ بریا حاصله کړې وي.

کوم مسلمان چې سهار وختي پاڅيږي، له خوب څخه وروسته ذکر کوي، اودس کوي او لمونځ اداء کوي؛ نو هغه پاک نفسه، تازه او خوشحاله ګرځي، مګر څوک چې داسې نه کوي، هغه ډېر لټ، سُست او پريشانه ګرځي.

الله تعالى دې لمړی ماته او بیا ټولو قدرمنو لوستونکو ته د عمل کولو توفیق راکړي! آمین…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x