علم، کتابونه او ادبي غلا

ليکوال: نور پاميري
ژباړن: عبدالمالک همت

د ۱۶۱۶ع. کال د اپريل پر ۲۳ مه د انګريزي ژبي ډېر لوی شاعر، اديب، ډرامه ليکوال او مفکر، وليم شيکسپير ومړ. هغه د خپلو تخليقي وړتياوو او د خپل ذهانت او ژبپوهني له امله په خپل ژوندانه کي د نړۍ په کچه مشهور برياليتوبونه +تر لاسه کړل او د هغه تر تلو پنځه پېړۍ وروسته هم د هغه په شهرت کي څه کمښت نه دی راغلی. اوس هم عالمان، مفکران، د هنرونو مينوال او په تخليقي چارو بوخت سړي، په يو ډول نه يو ډول د شيکسپير له شاعرۍ، د هغه د ليکنو له جملو او د هغه په ډرامو کي له کارول سوو خبرو اترو څخه ګته اخلي. د هغه د مړيني ورځ په ټوله نړۍ کي د کتابونو د نړۍ والي ورځي په توګه لمانځل کيږي.

د کتاب له ارزښت څخه هيڅوک سترګي نه سي کولای. د چاپ د ماشينونو تر رامنځ کېدو وروسته د کتابونو په صنعت کي ډېر ستر پرمختګ رامنځ ته سو. د مهالونو په تېرېدو سره د ټيکنالوژۍ د پرمختګ له امله په درسته نړۍ کي د کتابونو د چاپ او خپرېدو صنعت وده او پرمختګ کړی دی. هره ورځ زرګونه کتابونه پر بېلابېلو مضامينو باندي د نړۍ په هر ګوټ کي خپريږي. هر کال له دغو خپرو سوو کتابونو څخه ډېر يې د نړۍ په کچه نامتو کيږي هم . د ځينو کتابونو په سوونو زره ټوګه پلورل کيږي او ليکوالان په ډېره لږه موده کي شتمن کيږي. پر کاغذ باندي خپرو سوو کتابونو اوس په پرمختللو ټولنو کي د برېښنايي کتابونو يا د ای بک (e-Books) بڼه غوره کړې ده. د مخه به خلک په کتابونو پسي ګرځېدل، يا به د پنډو ـ پنډو کتابونو د پاڼو په اړولو رااړولو اخته ول، خو اوس په سوونو زرو کسان د کاغذي کتابونو پر ځای ډيجيټل کتابونه لولي. ډيجيټل کتابونه نسبتاً ارزانه هم وي او ويل کيږي چي څنګه چي د دغو کتابونو د خپرېدو لپاره کاغذ ته اړتيا نه پيداکيږي، نو د سوونو زرو ونو غوڅېدو ته هم اړتيا نه ليدل کيږي.

اوس د معلوماتو او علم او پوهي د ډېرښت مهال دی. ځيني خلک وايي چي د علم د ډېرښت سره سره د پوهانو شمېره مخ پر لږېدو ده، خو دا بيا بېل بحث دی. د نن مهال حقيقت دادی چي د معلوماتو يو داسي سېل روان دی چي ان د درېدو نوم لا هم نه اخلي. هره ورځ د يوې نوي ټولنيزي، سياسي، ساينسي يا اقتصادي نکتې له کوم پټ اړخ څخه پرده پورته کيږي. خو په ياد مو وي چي د معلوماتو په دغه سمندر کي په غوټو وهلو سره د عقل او پوهي ملغلري را ايستل د هر چا د وس خبره نه ده. يو مهال داسي وو چي يو څوک به په يوه وخت کي فېلسوف هم وو او د ټولنيزو علومو کار پوه به هم وو، په رياضي کي به يې هم ډېر ښه لاسرسی درلود او پر فلکياتو سر بېره به يې د کلامپوهني په ډګر کي هم رپۍ اوچت کړی وو. د دې يو ډېر مهم لامل داوو چي په هغو مهالونو کي د هر مضمون په اړه د معلوماتو زېرمه دومره ډېره نه وه. د محدودو معلوماتو په دغه پېر کي په علومو کي لږ معلومات او په ټولو پوهنو کي پوهه او مهارت ترلاسه کول نسبتاً آسانه خبره وه، خو اوس دا شونې نه ده.

اوس د هر مضمون په اړه د علم او معلوماتو خپراوي او پراختيا دومره زياته سوې ده چي که يو څوک د يوه مضمون د کومي ځانګړي برخي په اړه ټول څه زده کړي نو لويه خبره به وي. د دې مثال داسي دی، لکه په پخوا زمانو کي چي د جراحۍ د پوهي ماهر تقريباً هر ډول عمليات کول. خو اوس د سترګو ځانګړي جراحان دي او په دغو جراحانو کي هم د څانګوالۍ (تخصص) له امله ځيني ډاکټران د بشپړي سترګي ماهران نه وي، بلکي د سترګي د يوې ځانګړي پرزې په جراحي کي مهارت لري. همدغسي څانګوالي په نورو څانګو او مضمونونو کي هم ليدل کيږي. ځيني ليکوالان او مصنفين د کرکټ ماهران دي او ځيني د ترهګرۍ. د جګړې د عامو فنونو په اړه ليکوالان بېل دي او د ګوريلايي جګړې ماهرين او ليکولان بېل دي. همدغسي څانګوالي (تخصص) په مذهبي، ډله ييزو، ټولنيزو او اقتصادي مضامينو کي هم ليدل کيږي. د دې څانګوالۍ لامل دادی چي د هر مضمون او د هغه د فرعي مضامينو په اړه بېخي ډېر معلومات شتون لري او په اړه يې نوري زياتي څېړني هم رواني دي.

په دې نړۍ واله علمي اورشو کي ځيني ستونزي او مسايل هم رامنځ ته سوي دي. لکه چي له يوې خوا په زرګونو خلک کتابونه ليکي او نوي معلومات راغونډوي او د کتاب په بڼه يې خپروي، خو له بلي خوا بيا ډېر خلک داسي دي چي لګيا دي د نورو خلکو له څېړنو څخه د ترلاسه سوي پوهي، خيال، تصور يا نظريې په ناقانونه او غير اخلاقي توګه په خپل نامه د خپرولو کوښښونه کوي. د دې علمي غلا له امله ليکوالانو او خپروونکو ته بېخي ډېر تاوانونه رسيږي، ځکه د هغو د زيارونو معاوضه او جايز کرېډټ رشتيانيو تخليقوونکو ته نه ورکول کيږي. د دې ربړي په پام کي نيولو سره په نړي واله کچه قوانين جوړ سوي دي، چي په بېلو بېلو هيوادونو کي په بېلو بېلو نومونو نافذ سوي او عمل په کيږي. د دغو قوانينو په مټ د مصنفينو او خپروونکو ټول حقوق په قانوني توګه خوندي کيږي، څو کوم څوک د نورو تخليقي او څېړنيز کارونه په خپلو نومونو ونه سي کارولای. له دې څخه نه داچي يوازي ليکونکو او خپروونکو ته له مالي پلوه خوندي توب ور په برخه کيږي، بلکي دغه قوانين د علمي، ادبي او فکري غلا د تر سره کوونکو کسانو په وړاندي قانوني چلند هم کوي. د دغو قوانينو په هکله د پوهاوي د خپرېدو لپاره د کتاب او نسخې (د مؤلف، مصنف، هنرمند او محقق د حقوقو د ملاتړ يعني کاپي رايټ) ورځ يو ځای لمانځل کيږي.

دا بېله خبره ده چي په دې ملک کي علمي او ادبي غلاوي بېخي ډېري دي. د بېلو بېلو ښارونو په مرکزونو کي چاپ خوني راوتلي دي او تل د کورنيو او بهرنيو ليکوالو د نصابي او غير نصابي کتابونو په خپرولو لګيا دي. دغه په غلا چاپ سوي کتابونه په بازارونو کي په عامه توګه په ارزانو بيو خرڅيږي، او زما غوندي د لږو عوايدو درلودونکي خلک يې رانيسي او ګټه ځني اخلي. دغه کار له اخلاقي او قانوني پلوه ډېر بد دی، خو د قانون د نيوني د نه شتون له امله بېخي ډېر کيږی. پر کتابونو سربېره د ډيجيټل توکو غلا هم بېخي زياته روانه ده.

دا هم بايد هيره نه کړو چي دا خبره يوازي په دې هيواد کي نه ده روانه، بلکي په ټوله نړۍ کي، په تېره په پرمختيايي هيوادونو کي علمي، ادبي او فکري غلاوي بېخي ډېري کيږي. د دې کار يو لامل داهم دی چي د لږو عوايدو درلودونکي کسان ګران بيي کتابونه نه سي رانيولای او که دغه په غلا خپاره سوي کتابونه استعمال نه کړي ، نو د معلوماتو له دې پراخ او سورور سمندر څخه به د لږو عوايدو درلودو له امله بې برخي پاته وي. ملي او نړي والو پاليسي جوړوونکو ته ښايي چي د دغي علمي غلا د کچي د کمولو لپاره پر قانون جوړولو سربېره داسي پلانونو هم تر غور لاندي ونيسي چي په مټ يې د معلوماتو دغه سمندر ته د لږو عوايدو درلودونکو بې وزلو خلکو لاسرسی ممکن کړای سي. که نه محروميت ځپلي طبقې به همدغسي په ناقانونه توګه خپاره سوي کتابونه لولي. که په هيواد کي د کتابتونونو يو سم او اغېزمن نظام شتون ولري تر يوې پولي به کتابونو او معلوماتو ته د لاسرسي ستونزي اواري کړای سي.

که په هر کلي ، ښارګوټي او ښار کي کتابتونونه رامنځ ته سي، نو ښايي چي خلک د غير قانوني کتابونو رانيولو ته اړ نه سي. د صنعتي نړۍ په ټولوهيوادونوکي په ښوونځيو، کلو او ښارګوټو کي ښه، ښه کتابتونونه موجود دي چي هره ورځ په زرګونو خلک ګټه ځني اخلي. ښايي له دې امله دغو له صنعتي پلوه پرمختللو هيوادونو تر يوې پولي د کاپي رايټ ربړي په خپلو جغرافيوي حدودو کي حل کړي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د