نړۍ

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلاري کلنټون هم په بوټ وویشتل شوه- ویډیو

نن ټکی آسیا: د تیري پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره  او د پخواني رئیس جمهور بیل کلنټون میرمن هیلاري کلنټون د یوې بلي امریکايي میرمن له لوري په بوټ وویشتل شوله.

دا پيښه د امریکا په لاس فیګاس نومي ښار کې د یوې غونډي پر مهال هغه وخت را منځته شول، کله چي هیلاري کلنټون د سټیج پر مخ وینا کوله.

که څه هم کلینټون وتوانیدل چې د بوټ د ګوزار څخه ځان وژغوري، خو پولیسو هغه امریکايي میرمن توقیف کړې.

او بل خوا هیلاري کلنټون دا پيښه په مسخرو اړولې، او په خندا یې ویلي چي ما فکر نه کوی چی زه کومه موضوع باندي غږیږم هغه دومره پارونکې وه، چي تر دې حده ورسیږي.

باید وویل شي چي دې پيښي یو ځل بیا هغه پيښه را تازه کړل چي په عراق کې د امریکا پخوانۍ ولس مشر جورج بوش ورسره مخ شوی وو، کله چي د منتظر الزیدي په نامه خبریال په نومړي د بوټ دوه ځله ګوزار وکړ، او دواړه ځله یې هدف خطا کړ، خو د بوټ په ګوزار نوموړي خبریال خپله او د نړۍ د مسلمانانو کرکه بوش ته وښودل، او د مسلمانانو او د امریکا سره کرکه لرونکو ولسونو په منځ کې محبوبیت او رمزیت تر لاسه کړ.

{dailymotion}x1no0dg_video-woman-throws-shoe-at-hillary-clinton-mail-online_news{/dailymotion}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x